د دولت، مافیا او جنګسالارنو تر منځ جوړښت او اوسنی کړکېچ

لیکوال: څیړندوی احمدشاه کټوازی
د بهرنیو چارو وزارت
د حالاتو ټولیز انځور:
د طالبانو د رژیم له ړنګیدا سره سم د امریکا په ملاتړ جنګسالارانو او جنایتکارانو یو ځل بیا د افغانستان دولت او اقتصادي سکتور په خپله ولکه کې ونیوه او د هغو افغانانو په وړاندې ، چې تېرې درې لسېزې یې په  جګړو او کړاوونو کې تېرې کړې وې  د مصیبتونو نوی پړاو پیل کړ.
جنګسالاران او هغه کړۍ، چې افغان ولس ورنه تر پوزې راغلی و او د دوی د بدو کړنو  له امله  طالبان رامنځته شوي او د ټولنې له  لوري  ورته هرکلی وویلی شو د امریکا د متحده ایالاتو  د نظامي ځواک د ملاتړ په پایله کې  یو ځل بیا  د هېواد پر اداري جوړښت او اقتصادي سکتور  واکمن او  د بې وزلو افغانانو د ځورولو لړۍ ېې پیل کړه .
د روسانو تېری، کمونیستي دیکتاتوران، کورنۍ جګړې ، د جنګ سالارانو خپل سرۍ،  بیا وروسته طالبان او اوس د نړیوالو تر سیوري لاندې د مافیایی کړیو او جنګ سالارانو واکمنېدل نن ورځ  دا په ګوته کوي،  چې حالات ښه  نه دی ،  افغاني ټولنه  مخ پر شا روانه ده  او د اکثریت په  ژوند کې د مثبت بدلون نښې نښانې نه ښکاري .  د افغانستان  اقتصاد  کاواکه او د بې کارۍ کچه مخ پر لوړېدو ده، امنیتي حالات ښه نه دي، یاغیان ورځ تر بلې غښتلي کېږي، اداري فساد، خپلوي پالنه او په ټولیز ډول د کار مارکېټ ډېر ناوړه حالت لري .
 د دغه حالت  د مسوولیت  پړه  د چا پر غاړه ده ؟
جنګسالاران (ټلواله) او په فساد د ککړو ډلو د لیډرانو له خپلو دندو له لرې کېدو نه  انکار کول او نه لرې کول  د ډېرو خلکو ژوند ګډوډ کړی دی .  اوس دغو ډلو ټپلو د مافیايي ارکسټر بڼه خپله کړې،  چې مجرمین یې په کورنۍ جګړه کې هم ښکېل وو  او په  ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له لوري د ترهګرۍ  تر نامه لاندې جګړې له لارې یې یو ځل بیا کابل ته  د ننوتو چانس تر لاسه کړ . یوې ځانګړې ډلې ته  په  دولت کې واک، اختیار او امتیازات ورکړل شول،  چې د دولت لوړ پوستونه یې یرغمل کړل او اوس یې  د خپلو شخصي ګټو او ډلو لپاره  کاروي . د دوی یواځنۍ موخه  په خپله ګټه  د حالاتو اړول او په  هېواد کې  ښه حکومتوالي له ګواښ سره مخ کول دي . دغه ډله او مافیا په خپلو منځنو،  د حکومت په چوکاټ  او په مهمو اقتصادي سکتورونو کې یو له بل سره ټینګې اړیکې لري او له  واک څخه  د هېواد د خلکو د ګټو پر  ځای د خپلو شخصي او يواځې په دوی پورې  د اړوندو  ډلو ټپلو په ګټه کار  اخلي . چې د هېواد په عامو خلکو کې یې د غریب او بډای تر منځ  لوی واټن رامنځ ته کړی دی .  له بده مرغه د دغو خلکو، مافیا او ډلو پر خلاف ډېر کم غږ را پورته کېږي،  چې دوی نه یواځې په عامه ملکیتونو او شتمنیو قبضه کړې،  بلکې سیسټم یې هم ګډوډ کړی،  چې یواځې د څو کسانو د ډلو ټپلو او د یوه سمت او نژاد پورې د اړوندو  خلکو په ګټه کار پرمخ بیایي، امتیازات  ورته  ورکول کیږې او د هېواد د ډېرو وګړو حقونه یې تر پښو لاندې کړي،  چې پایله یې  د هېواد د اکثریت وګړو ریښتنې اندیښنه ، دوی ته لوی ګواښ، سخته بې وزلي او بې بندوباره دولت دی .
ځوانان په پام کې نه نیول کېږی :
افغانستان له یوې اوږدې ناکرارۍ او بدلونونو نه راتېر شوی،  چې په کې د ټولنې مهمه برخه له پامه غورځول شوې . د UNDP په وینا  د افغانستان ۶۸٪ سلنه وګړي له ۲۵ کلونو نه ټيټ عمر لري . په دولت کې اداری فساد، مخ پر ډېرېدونکی تاوتریخوالی، سخته بې وزلي او کاواکه دولت د افغان ځوانانو د ناخوښۍ لامل شوی، چې ورسره د عامه خلکو د نه ډاډ، بد بینۍ، کرکې او د خلکو تر منځ د خواشینۍ لامل هم شوي دي . دولت په دې نه دی توانېدلی، چې  ان د خلکو بنسټيزې اړتیاوې پوره کړي . ډېری وګړي غریب، بې وزله  او بېکاره ځوانان دي . د ځوان نسل ډېری برخه بل  لوری نه لري ، چې و لاړ شي،  بلکې کوڅې، د یاغیانو ډلې او یا هم د مزدورۍ لپاره له هېواده دباندې تګ دی که دا هم نه وي نو غالباْ په هېواد کې د ننه له $1 امریکايي ډالر نه په  کم  عاید ژوند کوي . د ستونزو بدمرغه برخه  دا ده،  چې چارواکي د ا قتصادي اصلاحاتو لپاره سیاسي لېوالتیا او ټینګ عزم  نه لري .
ددوی ستونزې :
کله چې دا ځوانان د کار لپاره د عمر په اوږدو کې بله بدیله لار پیدا نه کړي، نو دوی د سخت دریځۍ لور ته  میلان  پیدا کوي، له  یاغي ډلو ټپلو سره یو ځای کېږي ، هر لور ته چې  رهبري شول رهبري کېږي ، چې بیا  وروسته دوی د جګړې او ځان مرګو بریدونو لپاره روزل کېږي .  له دغو ځوانانو نه د پروپیګنډې او نا سمې لارښوونې په لار کې هم کار اخسیتل کېږي . دولت د هېواد د خلکو له خوا ډېری وختونه  په ناتوانۍ او فساد تورن شوی او د نیوکې ګوته یې ورته نیولې ده .  نو اوس موږ په ډاګه ویلای شو، چې دغه شرم د دولت اپوزسیون ته هم متوجه دی، چې د خپلو مسولیتونو په درکولو کې پاته راغلی او له پېل نه تر اوسه پورې یې یواځې نیوکې کړي او کومه ځانګړې  فارموله  او تګلاره نه لري ، چې دولت پرې سمې لارې ته راوبولي  ېواځې خلک یې ګمراه کړي دي . 
څه په کار دي او څه باید وشي؟
موږ له یوې سرټمبه سختې جګړې او حالاتونه  تېرېږو، خو دومره پیچلۍ هم نه ده، چې اداره کېدل یې ناشوني دي .  موږ  باید راولاړ شو او له فساد او مافیا نه د پاکې ټولنې لپاره یوه بې رحمه ، خو با امنه هڅه وکړو، چې د خلکو غوښتنې منعکسې  کړو،  خپګان او نا ډاډمن حالات په حقیقي مثبتو حالاتو بدل کړو . اوس د عمل وخت  دی که  له  دوی نه د یوه حرکت په توګه کار وا نه خیستل شي  د دوی کوښښونه به  په راتلونکې کې بې ثمره وي . موږ قوانین لرو خو نه پلي کېږي د بانفوذه خلکو له خوا تر پښو لاندې کېږي او یواځې قوانین هم  نشي کولای  هغه  فساد ورک کړي ، چې له بده مرغه په اوسنيو حالاتو کې د هېواد  د ادارو په شریانونو کې  یې ځای نیولی دی  . یواځې په قوانینو او پالیسیو هېڅ نه جوړیږي، په اداري جوړښت کې په لوړه کچه بدلون ته اړتیا ده، یو ایماندار  او ژمن ټیم  یا لارښود ته اړتیا ده، چې  هېواد په سم لوري بوځي او مدني ټولنې باید غښتلې شي.
دوی باید د خلکو غږ راپورته، بوخت او د یوه  هېوا دپاله  ښاري په توګه عمل وکړي .
 دپخوانیو پلمو وخت اوس تېر دی :
دولت له تېرو لسو کلونو راهیسې د خپلو ناوړتیاوو او کمزوریو  پټولو لپاره په کراتو همدا یوه پلمه  ولس ته  مخکې کړې،  چې افغانستان  له دریو لسیزو راهیسې جنګ ځپلی دی .  په ډېرو عادي او د حل وړ ستونزو په پاتې راتلو سره هم خلکو ته  همدغه خبره  کوي،  خو حقیقت دا دی چې لس کاله تېر شول، افغانستان ته طلایي موکه په لاس ورغلې، چې ټوله نړۍ واله ټولنه د ملیاردونو ډالرو د مرستو په لګولو سره په هېواد کې موجوده ده . دا هم رښتیا دي چې نړۍ واله ټولنه د خپلو موخو او ملي ګټو لپاره کارونه کوي، خو د افغانانو او په ځانګړي  ډول د افغان دولت دا دنده  ده،  چې د نړیوالو هېوادونو له  فزیکی شتون څخه  د هېواد د ملي ګټو د خوندي کولو لپاره ترې  کار واخلي، خو له بده مرغه ، چې افغان دولت  په دې کې پاتې راغی او تر اوسه پورې یې د ملي ګټو پر بنسټ اساسي کارونه   نه دې تر سره کړي .
 موږ په  هېواد کې  قانون لرو، خو پلی کیږي  نه  او تر هر چا لومړی   د هغو زورواکانو او تش په نامه د قانون  ساتونکو له خوا قانون تر پښو لاندي کیږي، چې نفوذ لري، دولتي څوکۍ یې د جایداد په ډول نیولي دي .  فقط قانون جوړول نه شي کولای ښه حکومت داري منځ ته راولي، وګړو ته باید  انصاف ورکړي، فساد ورک کړي او په عمومي ډول نظم راولي، فساد ته له بده مرغه په اوسنیو وختونو کې یو اداري شکل ورکړل شوی،  چې د دولت په هر یوه رګ کې شتون لری  .
اوس دا په افغان ولسمشر او ټیم پورې یې اړه لري،  چې داسې پلانونه او پالیسۍ طرحه کړي،  چې خلکو ته  ډاډ ورکړي،  چې قانون به پلی کیږي او د هېواد او  ولس ګټې به خوندي کېږی، دی باید له جنګ سالارانو څخه  نور دغه ملت  وژغوري او یا دې هم  ځوان نسل ته  د واک واګې په  لاس ورکړي تر څو دا هېواد له ناخوالو او بدمرغیو څخه  وژغورل شي.
ګنې د ځوان نسل لپاره زیات دلایل او د استدلال  وړ ټکې شته او ډېری وګړي دې ته چمتو دي،  چې د راوانو حالاتو او د اوسمهالې رهبرۍ پر خلاف خپل غږ پورته کړي . اوسنی ځوان نسل په ډېر دقت او زیرکتیا سره  د نړۍ او سیمې په کچه بدلونونه څاري او د دې فرصت په انتظار دي،  چې رامخکې شي او د روانو ستونزو پر خلاف ودریږي .
با امنه تحریک :
دغه ډول  نارضایتي یو تحریک رازېږوي،  چې په  اصلي ډیموکراسي کې د روڼتیا او حساب ورکونې په رڼا کې  خپل مسوولیت سر ته ورسوي او د یوې بېلګې (اولګو) شکل اختیار کړي . وار دمخه  د هېواد ۹۰٪ آبادۍ ته انارشېزم خپور شوی دی .  د دولت په کچه  بې ساری  زیاتېدونکی فساد، مخ پر ودې  بې وزلي، ناکاره  دولت ټول  هغه ښکاره او ناوړه ستونزې دي، چې د افغانستان ځوانان ورسره مخ  دې او هره ورځ ورڅخه زورېږي . دا ستونزې په عمومي ډول په دوی کې نا اطمیناني، مایوسي، تاوتریخوالی، ناخوښي او رواني فشارونه  زیږوي . له بلې خوا دولت  د وګړو په  ډېرو بنسټیزو او اساسي ستونزو حل کولو کې پاتې راغلی دی .
د هېواد ډېری وګړې بې وزله او بې کاره ځوانان دي . د ځوانانو ډېره برخه  یا خو په کوڅو کې بې کاره ګرځي، یا له  هغو ټوپک مارو جنګ سالارانو سره يو ځای کیږي، چې وار د مخه د بېلا بېلو هېوادونو استخباراتي کړیو اخیستي او  د لاسپوڅو په توګه  د هغوی په  اشاره فعالیتونه کوي، یا دوی له  بېلا بېلو لارو څخه  له قاچاقبرانو سره  د مرګ له  پړاونو نه  ډکو لارو څخه  په  ناقانونه  ډول بهرنیو هېوادونو ته د کار او روزګار پیدا کولو په موخه ځې ، چې هلته  بیا دوی له اوسنیو ستونزو څخه له ډېر بد حالت سره مخامخېږي او پاتي ټول ژوند یې د نورو په مزدورۍ یا جواليتوب کې تېرېږي . که له دغو ټولو برخو څخه پاتې شي نو بیا د د وی لپاره ممکنه  لار خپله په هېواد کې دننه  مزدوري وي ، چې ډېری افغانان اوس له  ۱  ډالر نه په کمو عوایدو خپلې شپې ورځې تېروي  .
دغو ځوانانو ته یوه بله له ګواښه ډکه او ناوړه لار هم شته، ځينې  ځوانان چې طبعاٌ په ځوانۍ کې افراطی بڼه لري دا افراطي او له جوش نه ډک حالت کېدای شي په تعمیري ډول مثبت لور ته د هېواد د بیا رغونې او ښېګڼي لپاره وکارول شي . په دولت کې د شته کمزوریو او د هېواد پالنې  احساساتو د نه شتون  له  امله  دا ځوانان  ټوپک مارو او توند لارو ډلو ته په لاس ورځي، چې له  دوی څخه  بیا د ټوپک او جنګ له  لارې د هېواد د بربادۍ او ړنګولو په برخه کې کار اخېستل کېږي  .
سربېره پر دې تر ټولو بدمرغه حالت  دا دی،  چې د هېواد  مشرتابه یا هغه ټیم،  چې د واک واګې یې په لاس کې دي، دا هوډ او اراده نه لري،  چې په  هېواد کې مثبت بدلون  راولي او د هېواد له ګټو سره خپل سیاست او کارونه  پر مخ  بوځي .
د اپوزیسیون رول :
په اوسنیو حالاتو کې داسي کوم ځواک نشته ،  چې د هېواد لپاره د مثبت  بدلون، د امنیت راوستو او یا د هېواد د ښېګڼې لپاره کار وکړي . دغه ځوان نسل د دوی د  ناسمې پروپیګنډۍ له لارې په ناسم  ډول استعمالوي او استحصالوي یې . په عام ډول یو څه عناصر چې په تېرو کلونو کې  د دولت برخه وو اوس مهال پر دولت نیوکې کوي،  چې دولت له  فساده  ډک او د کار ظرفیت او وړتیا نه لري اوله دې سره په څنګ کې  د هوډ او عزم نشتوالي ته هم اشاره کوي ،  چې له بده مرغه دا هر څه  حقیقت او رښتیا دي،خو موږ باید دا حقیقت هم ومنو، چې هغه نیوکه کوونکي  په ځانګړي ډول د اپوزیسیون مشرتابه،  چې پخوا د دولت برخه وه، دوی هم په خپلو مسوولیتونو کې په تېرو کلونو کې پاتې راغلي وو او همدا اوس هم  ناکامه پاتې دي . له پیل نه تر اوسه پوري دوی تش د دې لپاره چې امتیازات تر لاسه کړي او د خپلو شخصي موخو لپاره په دولت فشار راولي  په یوه ډېر تنګ نظر او یو اړخیز ډول نیوکه  کوي او د دولت دواړو مثبت او منفي ټکو ته اشاره کوي . دوی تر اوسه پورې د افغانستان د شته وو ملي مسایلو او ستونزو په اړه  کوم مشخص تعریف نه لري او داسې کوم سیاست یا پالیسي هم نه لري،  چې ولس ته یې وړاندې کړي . فقط د دولت پر کارونو ولو که هغه سم  وې او یا ناسم  نیوکه  کوي د بېلګې په ډول د هېواد په کچه د سولې او پخلاینې لپاره هلې ځلي او له طالبانو سره  د خبرو اترو موضوع باندې هم د اپوزیسیون له خوا نیوکه  وشوه،  چې یوه ملي مسله ده او سوله د هر یوه افغان هیله ده .
له بلي خوا د دولت او اپوزیسیون په پالیسۍ کې تر حده زیات واټن شته  دوی په یوه وخت ډېرو ملي مسایلو او شته ستونزو ته بیخي بدله پالیسي او نظر لري ، چې د هېواد د بنسټیزو ملي ګټو پر خلاف دي .
که  دوی وغواړي او متحد شی، یقیناْ دوی کولای شي د مافیا او  بدو خلکو په وړاندې حقیقي بدلون  رامنځته ته کړي .
پایله
  د جنګ سالارانو شهرت،  چې  پخوا یې درلود، د وخت په تېرېدو کم شو او د خلکو له پوهې او تجربې سره سره  ښايي  دا یواځنی ځانګړی فرصت او موکه وي،  چې ګټه ځینې واخیستل شي او د دوی په  خلاف غږ پورته  شي .  د نوې مډرنې ټیکنالوجۍ، فېس بوک او انټرنیټ په کارولو سره د ننۍ نړۍ ځوانان  د نړۍ  له  حالاتو  خبرېږي ،  د دنیا له ګوټ ګوټ څخه ځوانان یو له بل سره تړل شوي  او له  ورځنیو پېښو نه ښه  خبریږي . په ځانګړي ډول دا تجربه له  هېواد نه د باندې د مېشتو  افغانان او په هېواد کې دننه د ځوانانو تر منځ یو ډېره پیاوړې او له سیاسي حالاتو څخه د خبرېدو  ښه وسیله ګرځېدای شي .
هغه ستونزي او بحرانونه، چې نن ورځ  افغانستان ورسره مخامخ دی که څه هم زیات او پیچلي دي، خو  دا د حل وړ دي،  په ځانګړي ډول په داسي حالت کې،  چې نړیواله ټولنه په هېواد کې په فزیکې ډول وجود لري . د ځوانانو کړۍ یا د ټولنې ډېری برخه،  چې ځوانان  دي  د دې هېواد لپاره یو ډېر مهم او ښه فرصت دی،  چې دوی په مثبت ډول د هېواد د پرمختګ او ملي ګټو د خوندیتوب په لور رهبري  شي، تر څو  له دوی نه په  سمه توګه ګټه واخیستل شي.
که  له دې ځانګړې موکې څخه ګټه نه اخیستل کیږي، نو ځواک  او اختیار به  د هغو په لاس کې وي، چې له دریو لسېزو راهېسي د هېواد د اکثریت وګړو له حقونو او شتمنیو څخه په ګټه اخیستنه  یې خپل جیبونه ډک کړي دي  .
که څه هم د دولت-جنګ سالارانو او مافیا تر منځ  د دې جوړښت  ماتول په داسي حال کې، چې دوی په واک کې دي او د دولت واګې د دوي په لاس کې دي  ستونزمن کار ښکاري، خو که پوخ هوډ، عزم او اراده  وي  نو دا کار شونی دی،  چې دوی له  واک او اختیار څخه  وغورځول شي او حق حقدار ته وسپارل شي .
وړاندیزونه :
په دې پروسي کې باید په عمومي ډول خلک او په ځانګړي ډول ځوانان  برخه واخلي،  هر یو  باید د هېواد د سیاسي وضعي او اقتصادي پرمختګ لپاره  له دې پرته،  چې د سیاسي واک لپاره سیالي وکړي، کار وکړي او دا خپله  دنده  وګڼي،  چې د هېواد د پرمختګ او ګټو خوندي کولو لپاره به هڅه کوي .
موږ باید په هغو برخو کې، چې دولت بریالی دی او د امنیت او اقتصاد په برخه کې ښې پایلې لري   او له دې سره سره د سولې د پرمختګ او د خلکو او هېواد له ملي ګټو سره په مطابقت پر مخ روان دي باید ملاتړ وکړو او ویې هڅوو .
په هېواد کې یواځې د قوانینو او پالیسیو په جوړولو سره هېڅ مثبت نتایج نشو لاس ته راوړی تر څو چې د رهبرۍ په کچه بدلون نه  وي راغلي . موږ په لوړه کچه یوه اخلاص مند، په هېواد مین او له هوډ څخه ډک د رهبرۍ ټیم ته اړتیا لرو، چې دا هېواد د خپلو ملي ګټو پر بنسټ په درسته لار ثوق کړي او د خلکو او هېواد د ښېګڼې لپاره کار وکړي .
مدني ټولنې باید پیاوړې شي، یوه فعاله او ژوندۍ مدني ټولنه کولای شي په دې پروسه کې حیاتي رول ولوبوي . د مدني ټولني غړي او مشرتابه باید د روانو حالاتو په درک کولو سره یو فعاله، په ټولو برخو کې د مداخلې او مسوولو وطن پالو وګړو په توګه  لېوالتیا  وښیې او د هېواد له روانو حالاتو  نه  د ځان  له خبرولو سره سره د دې د ښه والي په اړه فکر وکړي او خپل غږ پورته کړي .
په عمومي کچه په دې ملي هڅې کې باید ټول وطن پال وګړي تر خپل وس پوري رول ولوبوي او د یو داسې ممکن مثبت  بدلون لپاره په تعمیري ډول ونډه واخلي ، چې په اوسنیو حالاتو کې هېواد د روان بحران او کړکیچ له منګولو څخه وژغوري .