د ماشومتوب دوری ته نه پاملرنه

زمونږ په ټولنه کې تر ټولو مظلومه طبقه ماشومان دي،او تر ټولو زیات د دوی حقونه تر پښو لاندی کیږي،تر ټولو د دوی سره زیات له تشدد او زیاتي نه کار اخیستل کیږي،هیڅوک یی خبری او نظر ته غوږ نه ږدي یانی په ټوله مانا چی هغه اصول چی د ماشوم د روزنی لپاره ارواپوهانو او نورو علماوو وضع کړیدي کمه سلنه هم د دوی په حق کې نه پلي کیږي. په داسی حال کې چی د ماشومتوب دوره د راتلونکي شخصیت بنسټ ایښودونکي دوره ده. پدی مانا چی که چیری مونږ خپل ماشومان په سمه توګه وروزو ښایی په راتلونکي زمونږ او زمونږ د ټولنی د اوږو بار ونه اوسي او یو ښه شخصیت به مو ټولنی ته وړاندی کړی وي کنه برعکس د دی به واقع شي ،چی هم به مونږ هم به زمونږ د ټولنی د اوږو بار وي. د ماشومانو سره مو مینه باید د نفرت په پرتله سل (۱۰۰) چنده زیاته وي . ولی دلته ځینی غلط دودونه پر مونږه مسلط دي چی زمونږ د ماشومانو لپاره ډیر په زیان تمامیږي او د هغوی د راتلونکي شخصیت د تباهی سبب کیږي. دبیلګی په توګه :که چی یو پلار وغواړی چی خپل اولاد یا په غېږ کې ونیسي يا یی ښکل کړي،نو سم د واره پری دا نور نیوکه کوي چی ته والا ښه نه کوی، چی د خپل اولاد درباندی دومره ګران دی مسخره کوي یی .دا په داسی حال کې ده چی ارواپوهان وایی چی هر ماشوم د خپل مور او پلار او هم د نورو مشرانو مینی ته سخته اړتیا لري تر څو په راتلونکي کې ور څخه روغ او سالم شخصیت جوړ شي.ښایی زمونږ د ټولنی د بد بختی ستر عامل همدا واوسي چی مونږ د ماشومتوب دوره کې د خپلو ماشومانو سمه روزنه نه ده کړي او په دې توګه مو خپلی ټولنی ته  ناسالم کسان وړاندی کړی دي.
\"زمونږ