دولسي جرګې وکيلان وزيران په څه ګواښي؟

  (ولي محمدخروټی)
څه مهال وړاندې دولسي جرګې له خوا ديو شمير وزيرانو داستهزا پريکړه وه چې يوازې ېې ينځوس په سلو کې پرمختيايي بوديجه لګولې ده.
خو دڅه مودې وروسته څلور وزيران ولسې جرګې ته وروغوښتل شول ،چې دغه وکيلان استجواب کړي او په ياده موضع ورڅخه پوښتنه وکړي .
دوزيرانو داستهزاپه اړه ډيرو خلکو له پخوا فکر کاوه ،چې په همدې بهانه له وزيران وګواښي ،په بدل کې ورڅخه پيسې واخلي او ياهم په بيلابيلو برخوکو کې ورباندې خپل کارونه وکړي .
وکيلانو په تير کې هم په وار وار سره داډول کړنې له وزيرانو سره کړې دي ددې له پاره ،چې په ريښتينې دول دخلکو ارادې تمثيل کړي له وزيرانو څخه ېې بډې او نورې ناروا غوښتنې کړې دي .
دوکيلانو په دې وروستی  استهزا کې هم وکيلانو له وزيرانو څخه ډيرې غوښتنې لرلې .
دپکتيکا ولايت دګمرک آمر،چې (افسرخان نوميږي ) نوموړی دمحمد خان سليمان خيل زوی دی ،سليمان خيل په ولسي جرګه کې  وکيل او دشکاياتو دکمسيون غړی دی .
ددې وکيل زوی او دګمرک ريس پنځه ورځې وړاندې دخپلې دندې څخه ګوښه شوی وو،(دمالېې وزارت  له خواپه څو ولايتونو کې دځينو ګمرکونو ر يسان تغيراو تبديل شول
دولسي جرګې دشکاياتو دکميسون غړي محمود خان سليمان خيل هم ددې موقع څخه ګټه واخيسته او وزير ېې وګواښه ،چې دعدم اعتماد رايه به ورکړې ،نو د دوو ورځو وروسته دده زوی بيرته په خپله دنده (دپکتيکا دګمرک دامرپه توګه وګمارل شو.
له اوږد مهاله  راهيسې رسنۍ په دې باندې خبرونه او تبصرې کوي ،چې په ادارو کې فساد دی خو زه وايم ،چې دفساد اصلې جرړه په وکيلانو کې ده دوی دوزيرانوڅخه،وزيران له ريسانو څخه،ريسان ېې له خلکو څخه رشوت اوبډې اخلې .
داداري فساد دله منځه وړلو له پاره  يوه ادره هم رامنځ ته شوې او ملکي خدماتو او ادراي اصلاحاتو په نامه هم يواداره شته ،چې فعاليت کوي خو که چيرې دوکيلانو داډول کړنې وي نو دوی به څوک اصلاح کړي او که چيرې دا حالت روان وي نو د ولس دې الله مل شي ..