
که څه هم په
افغانستان کې ټول ملي، قانوني، علمي ,بشري، حیواني او حتي اسلامي بنسټونه د افغان دولت د چارواکو او زورواکانو
لخوا تر پښو لاندې کېږي او لاهم له قانون څخه سرغړونې ښه په درز کې رواني دي داچي
د لیکنې موضوع را څخه بلې خواته لاړه نشي
نو راځم خپلی اری موضوع ته لکه پورته وویل شول په افغانستان کې د تیرو یولسو کلونو
په اوږدو کې د هېواد زیاتره بنسټونه له منځه لاړل او لاهم د ورانیدو په حال کې دي
مطبوعات هم یو له دغو لویو بنسټونو څخه دي چې د حکومت په لومړیو سرونو کې ډېر د
پام وړ پرمختګ او حتی په نظام کې د پام وړ پرمختګونو شاهدان یې هم وو خو په دې
وروستیو کې دغه بنسټ هم خپل ارزښتونه له لاسه ورکړی حتی اوس مهال له ژورنالیست او
مطبوعاتي رسنیو څخه د خلکو فاصله په واټونونو لری شوی او په رسنیو کې خپریدونکې
خپرونې هیڅ د خلکو پام د ځان په لورې نشی را اړولي او باور یې د پخوا په پرتله په
سلو کې اتیا ښکته تللی دي او لامل یې څرګند دي چې موږ به یې هم په دغه وړه لیکنه
کې ورته یو څه اشاره وکړو چې مسولیت یې زیاتره د رسنیو ادارو او مسولینو ته متوجی
کېږي.
په دې وروستیو کې
په افغانستان کې له خبریالانو سره د امنیتی مسولینو د ناوړه برخورد په اړه زیات
راپورونه په تلویزوني، راډیویې ، الکترونیکي او چاپي رسنیو کې خپاره شول په
پلازمینه کابل کې د خبریالانو د مدافع ټولنو هم ورته زور ورکړ او زیاته یې کړه په
فلاني فلاني ولایتونو او فلانیو سېمو کې د دولت د فلانیو فلانیو مسولینو لخوا
خبریالان د پیښو پرمهال وهل او ډبول شوي دي او دغه کار يې د خبریالانو د کارونو پر
وړاندي د یو چیلنج په توګه یاد کړي او رښتیا هم د خبریالانو د کار په وړاندي
ستونزی را پورته کوي او یو لوی چیلنج دي خو د خبریالانو ددغی ستونزی د اصلی لامل
په اړه د خبریالانو یادو مدافع ټولني هیڅ نه وایې چې ستونزه چېرته او ولي رامنځ ته
شوه خو زما په اند د امنیتی مسولینو او ژورنالیستانو سربېره لویه ستونزه د رسنیو
په ادارو کې ده، ځکه د افغان دولت امنیتي مسولین که هغه د ملي اوردو وي، د ملي پولیسو وي او که د ملي
امنیت وي خو زیاتره بې سېواده دي چې د پېښو پرمهال له خبریالانو سره پر چلند یې
دومره سر نه خلاصېږي نو خکه د امنیتی مسولینو او خبریالانو ترمنځ شخړي رامنځ ته
کېږي او له بلې خوا یو شمېر خبریالان هم له خپلو ژورنالیستیکو کړنو څخه سرغړونه
کوي ځکه د خبریالانو یو زیات شمېر هم بې سیواده دی او هغه ژورنالیستیک اصول تر پښو
لاندې کوي چې یو ژورنالیست ته پکار وي ځکه دوی ژورنالیزم ته د یوې سوداګری په توګه
ګورې نو هغه پولیس ترې یو څه ښه وي ځکه هغوی له کار وړاندي په پولیسی برخه کې یو
ټریننګ خو اخلي خو زه داسي خبریالان پیژنم چې خپل نوم هم نشی لیکلي خو د یوې رسنۍ
کارت ورسره وي او وایې زه ژورنالیست یم د نورو مسلکي او تجربه کارو ژرونالیستانو رنګ
هم له ځانونو سره بدوي ځکه په افغانستان کې له هرشی څخه ریشخند جوړېږي نو که کومه
تېروتنه رامنځ ته شي نو د ژورنالیستانو دفاع ټولنې ددی پر ځای چې د ژورنالیستانو د
اصلاح خبره را پورته کړي مستقیما په دولت نیوکې کوي نو زما وړاندیز ټولو داخلي او
بهرنیو رسنیو مسولینو ته دا دي چې د خبریالانو په ګومارنه کې له ډېر دقت څخه کار
واخلي او دداسي کسانو له ګورمارنې ډډه وکړي چې هغه له لیسی څخه هم فارغ شوی نه وي
او نه ژورنالیستیکه برخه کې سابقه لري چې یو څه خاورې ایري ګډي کړي زه زیاتره دغه
ډول خبریالان پیژنم چې هغوی هیڅ په دغه
برخه کې نه کار کړي او نه د خبر په مفهوم پوهېږي ځکه بې سیواده دي نو هغوی اوس
مهال ژورنالیستان دي پرته له زده کړو او تجربو څخه چې څوک خپل نوم ونشی لیکلی او
هغه ته مایک او کمره په لاس کې ورکړي نو هغه به خود له امنیتی مسولینو سره په شخړه
اوړي چې دواړه بې سیواده دي نو ځکه په افغانستان کې د خبریالانو د تاوتریخوالي
ستونزي زیاتي رامنځ ته کېږي نو که حد اقل داسی کس باید پر ژورنالیستیکه دنده
وګومارل شي چې هغه یو څه زده کړي ولری که هغه په هره برخه کې هم وي نو یو څه
ټولنیز اصول او ژورنالیستیک اصول به مراعت کړي او که هم داسي وی لکه ولسمشر حامد
کرزی چې ټول ملي او اساسي بنسټونه وشرمول نو همداسی به ژورنالیزم دغه ډول
ژورنالیستان هم وشرموي.