
ع. و. کاکړ مالیزیا
د مارچ د میاشتی په ۲۸ افغان سفارت په کولالمپور کی خپلو مالیزیایی، افغان تاجرانو او هغه استادانو ته چی د سفارت خدمتګاران دی یوه شانداره میلمستیا ورکړه.
دی میلمستیا ته فقط هغه افغانان را غوښتل شوی وو چۍ د افغان سفارت په کړو وړو، سترګی، او غوږونه پټوي. د افغانستان نوي سفیر بیا د شمال د ټلوالي – خو داځل یوجنګی جنرال دی. پخوا خو به هغه کسان وو چی د چا په وینو خو به یی لاس نه وو ککړ، او که ککړ وو نو غیر مستقیم به ککړ وو. خو دا ځل کرزي صاحب داسی کس رالیږلی چی لاسونه یی هم د افغانانو په وینو په مستقیمه توګه ککړ دي.
میلمستیا ډیره غوړه وه، او د هرکس په سر به کم ازکم سل ډالر مصرف شوي وو. خو زما سوال دادۍ چی ولۍ؟ موږ محصلینو نو نه د هر سند د ټاپه کولو په بدل کی پنځه ډالر اخلي او بیا ډوډی ګانی پری هغه کسانو ته ورکول کیږی چی دی ډوډی ګانو او میلمسیتاوو ته ضرورت هم نلري. د فقیر محصلینو په وینو دوی خپلي او د خپلو مزدورانو خیټی غټوي. دا فساد ندی؟ اصلی فساد همدی ته وایی؟ چی ددولت او دخلکو په بودیجه د ځان د لوړولو لپاره په سلهاو ډالر مصرف کړه.
زما سوال دادی چی مونږ په مالیزیا کی ولي سفارت پرانستلي؟
داسی می اوریدلي چی د نړیوال دیپلوماتیک قانون لمخی که افغانستان په کوم ملک کی سفارت خلاصوي، نو دطرف ملک سفارت هم باید په افغانستان کی دفتر ولري. خو مالیزیا په افغانستان کی سفارت خو لا څه کړی چه یو مامور هم نلري. افغانان یا د پاکستان، هند، او یا د دوبي له لیاري ویزه ترلاسه کوي.
نو نه پوهیږو چی د افغانستان وزارت خارجه هرکال دا دری میلونه ډالر ولی بی ځایه مصرفه وی. د څه د خاطره؟ ولی؟ دی سفارت تر اوسه دومره ونه کولای شو چی د مالیزیا حکومت دی ته اړ کړی چی خپل سفارت خو څه کړی چی خپل دفتر په کابل کی خلاص کړی.
زه پو هیږم چی ولي؟ ځکه مالیزیا افغانستان ته د یو مملکت په سترګه هم نه ګوري او نه په افغانستان کی کوم خاص هدف لري. نو لیونی خو ندی چی دوی هم دری میلونه ډالر په کابل کی بی ځایه خرڅ کړي.
خو افغان چارواکو ته دری میلونه ډالر کومه غټه خبر نده. یو خو داچی جنرال صاحب ته او څو بی سوادانو ته یی کار جوړ کړی. او بل داچی افغان دولت سفارت ته نه! یو چا ته ضرورت لري د د هوایی میدان نه یی تر هوټله ورسوي. وجود ولري.
د سفارت اشپز وایی....[ ولا که سفارت چلول دا وی چی هوایی میدان ته لاړشه فلانی راوله او بیستانی هوټل ته ورسوه ... ولا زه د سفارت د ټولو وګړو د مالیزیا سرکونوسره ښه اشنایم او دوی همیشه ماته وایی چی دا کار وکړه. نو زه نه پوهیږم چی دا څوکسان چی دلته د دپلومات او ټرت پرت په نو راځی. په شنو چای برابرولو یی او د قابلي جوړولو او خوړلو یی زما ځاره را وچوله. نو ولا زه ددوی نه ښه ډپلومات یم. یو دا چی زه ښه ډوډی پخوم او دوه داچی ددوی نه ښه لاري پیزنم. الله مو دی دداسی سفیرانو او ډپلوماتانو خلاص کړي]
ویلي شی د افغانستان سفارت چی هرکال دری میلونه ډالر مصرف لري، چی د محترم سفیر صاحب کور فقط په ۲۵۰۰۰ ډالر ماهانه کرایه شوۍ!
زه د باندینو چارو وزارت ته چلینج ورکوم چی دا دومره بی ځایه پیسی او بودیجه چی دوی مالیزیا، اندونیزیا، او یا کوریا کی مصرفوي. مونږ ته یو حساب کتاب راکړی. چی ایا داپسی مصرفول هماغومره فایده لري او که د افغان ولس په نوم مصرف او د څو شمال ټلوالې د کسانو د خوشاله کولو په خاطر دا کارونه جوړ شوی. او دا کوم کسان چی دلته من حیث د ډپلومات کارکوي، خپلی سوانخ دی خپلو هیواد والو سره شریک کړي. چی دوی قضاوت وکړی چی ایا د ملت نمایندګان ددوی په زړه دي؟. یاده دی وي چی د افغانستان په تاریخ کی لا تر اوسه کوم پښتون سفیر مالیزیا ته ندي معرفي شوي. او هغه په نوم پښتانه چی د پښتنو ونډۍ یی اشغال کړي د پښتون نوم سره سوچه جفا ده. ملت پدی ژبني فساد ښه اګاه دي.
دی میلمستیا خو قطعا ولاکه مزه راکړي وي، او د پزو می را ووتله.