لال جومات، ((اتحاد))  او ((اجتهاد))

انور شاهين خانخېل- پېښور (کوزه پښتونخوا)
برېښنا ليک:shaheenkhankhel@yahoo.com

لال جومات، ((اتحاد)) او ((اجتهاد))

که څه هم د لال جومات، حفصې مدرسې، او فريديه مدرسې لانجه په ډېرو زياتو او نه باور کيدونکو وينو توېولو سره سر ته ورسېده او د مړو د شمېرو په حقله هم متناقض او ګډوډ خبرونه ترلاسه شوی دی. خو په حال د سوونو سر تاوانونو په ورکولو سره قضيه ظاهراً سر ته ورسېده. په دې لانجه کښې قصور وار څوک دی او څوک په حقه دی؟ دا يوه داسې پوښتنه ده چې اوس حال کښې يې هيڅوک قضاوت نه شی کولې خو په مجموعی توګه دواړو خواو ته چې کومې وينې توې شوې، کوم تنکی ځوانان، هلکان، جينکۍ، ماشومان او د پوليس او فوځ ځوانان د ملايانو او حکومت په ډرامه کښې قربانی شول په هغو باندې پکار دی د ټولو حقيقت پسند انسانانو په تېره بيا د هر مکتب او هرې فرقې د مسلمانانو زړونه ودرېدېږی. دغه بې ځايه قربانی شوی کسان هم د مسلمان ملت لويه سرمايه وه، هغوی هم زمونږ او ستاسو بچی، وروڼه او خوېندې وې، هغوی هم کور، مور، پلار، او خاندان درلودۀ، هغوی هم په دې فانی دنيا کښې دوه ورځې د عزت ژوند کول غوښتل، په هغوی کښې هر يو څه ارمانونه او خواهشونه لرل، په هغوی کښې هر کس له ځانه وروسته يو خاندان او يو شمېر وارثان په وير او ماتم کښې پرېښودل. هغوی له دې نه څه خبر چې دا څه ډرامه ده او د کوم نړيوال فېلم برخه ده؟ هغوی څه خبر چې د حکومت او مشرانو ملايانو ترمېنځ څه تړونونه، لوظونه، قولونه او ژمنې شوې دی؟ په هغوی کښې خو د يو طرف طالب علمانو له هغه اسلام سره د مينې او جهاد په جذبې سره مقابله کوله چې د کوم اسلام تشريح ورته ملا صېب کړې وه او بل طرف ته هم امنيتی ځواکونو د قانون د حفاظت، له دهشت ګردۍ او ترهه ګرۍ سره د مقابلې او د خپلې تنخواه د حلالولو په جذبې سره جنګ او مقابله کوله هغوی د حال له منځه څه خبر وو؟
که څه هم دغه لانجه د سوونو انسانانو په وينو توېدلو سره ظاهراً تر سره شوه خو دې لانجې چې د اسلام او قانون د بدنامولو او شرمولو نه علاوه کوم منفی اثرات د مسلمانانو په ذهنونو باندې پرېښودل او خلق يې له کومو شکونو او شوبو سره مخامخ کړل د هغو تلافی جبرانېدل ډېر ګران دى او د دغو منفی اثراتو نقصان د وينو له توېدلو او د دواړو خواو کسانو له ځايه ضائع کېدلو نه زيات دى.
نن په هر ذهن کښې رنګ رنګ سوالونه راځی چې ايا دا جومات او مدرسې د حکومت په اختيار کښې نه وې څه؟ ايا دا ملايان د حکومت تنخواه خوارۀ نه وو څۀ؟ دغو ملايانو ته دا دومره سرمايه او وسلې له کومه خوا راتلې؟ ايا د پاکستان په پائتخت اسلام اباد او په تېره بيا په جی شپږ غوندې سيمه کښې دغه جومات او مدرسو شتون باوجود دومره موده حکومتی امينتی او انټلی جنس ادارې د دوی له دې فعاليتونو نه بې خبره وې؟ ايا په پاکستان کښې د دا ډول مدرسې او ملايان نور نشته بس دا ځاى ؤ يا حکومتی ادارې له هغوی نه خبرې نه دی؟ ايا په افغانستان باندې د پخوانی شوروی د قبضې په وختونو کښې په پاکستان کښې د امريکې، اروپائی هېواونو او عربو باچايانو او شېخانو د پاکستان د مذهبی چارو د وزير اعجازالحق د پلار ضياء الحق په ذريعه د افغان مهاجرو په نامه د دا ډول مدرسو او د جهاد په نامه د وسله والو تنظيمونو او ډلو جوړولو بنا نه وه اېښې څه او هغوی ته د ضياء الحق په دور کښې او د هغۀ نه په وروستو دورونو کښې فوځی ټرېننګونه نه وو ورکړې شوی څه؟ ايا داسې خو نه ده چې کومې ډلې، تنظيمونه، مدرسې او جوماتونه چې د امريکې تر پلان لاندې د ذکر شويو عناصرو په سرمايه او سرپرستۍ کښې جوړ کړې شوی دی د اسلام د بدنامولو په هدف سره د تباه کولو کوششونه خو نه دی روان؟ ايا د لال جومات او حفصې او فريديه مدرسې د لانجې په ختمېدو سره به د مذهب او اسلام په خلاف روانه لانجه هم ختمه شی او که نه دوام به ولری او دې پسې د کومې ډلې، کوم جومات او کومې مدرسې نوبت دى؟
په هر حال د دا ډول ګڼ شمېر سوالونه د خلقو په ذهنونو کښې پېدا کيږی. خو دا څه لوبه چې نن سبا روانه ده نو هغې ته په پام سره يو ځواب تقريباً معلوم دى چې دا لانجه لا ختمه نه ده او هغو سترو هدفونو ته د رسېدو لپاره به دا لوبې دوام ومومی او هره فرقه، هر مسلک، هره ډله او هره مدرسه به خپل خپل وارې تېروی او ځپلې او ختمولې به شی چې د دې مثال به په يوې قيصې سره لا واضح شی:
(( وائی چې د يو کلی يو ملا له ځان سره دوه نور ملګری واخېستل چې يو عامی کس ؤ او يو سيد ؤ او درې واړه له کلی نه بهر د مېوې يو باغ ته ورغلل او په غلا يې مېوې شوکولې چې په دې کښې ورته د باغ د باغوان چې يو چالاک سړى ؤ فکر شو. خو چې وې کتل چې دا درې کسان دی او مقابله يې ګرانه ده نو په زړۀ کښې يې يوه منصوبه جوړه کړه او د هغوی خوا ته ورنزدې شو هغوی هم په دې مطمئن وو چې دا يو کس زمونږ درې واړو مقابله نه شی کولې. باغوان هم په ذهن کښې د يوې منصوبې په جوړولو سره هغوی ته وويل چې زۀ په دې خبره ډېر افسوس کوم چې په تاسو کښې يو کس خو عامی کس دى او په ګناه او ثواب ډېر نه پوهېږی خېر دى که مېوې يې وشوکولې او دا بل هم سيد دى د پېغبر اولاد دى او نيکۀ يې د کائناتو سردار دى او د اولا يې د کائناتو په هر څيز کښې ونډه ده. خو زۀ حېران دې ملا ته يم چې يو خو له دينه ښۀ خبر دى، ګناه او ثواب هم پېژنی او تر ټولو غټه خبره دا چې دۀ ته مونږ د کلی خلق د نمونځ ورکولو باقاعده تنخواه او فصلانه ورکوو او عامی او سيد کس ته يې وويل زۀ له تاسو ګيله نه لرم خو يوه مهربانی وکړئ چې د دې په برابرولو کښې راسره مرسته وکړئ. هغوی دواړه هم په زړۀ کښې ښۀ خوشحاله شول او ملا يې ورسره ونيوۀ او په رسۍ سره يې په ونې پورې ښه مضبوط وتړۀ. بيا يې عامی سړی ته مخ راوګرځوۀ او ورته يې ووې چې د فلانی بچيه دغه خو سيد دى هغه خو په دې باغ کښې حق لری چې مېوې يې وشوکولې خو تا په کومه کاته کښې مېوې وشوکولې بايد تاسره وګورم. او هغه يې هم د سيد په مرستې سره ونيوۀ او په يوې ونې پورې يې وتړۀ او بيا پاتې سيد شو نو بيا يې هغۀ ته مخ وګرځوۀ او ورته يې وويل چې ډېر افسوس دى چې ته ځان ته د پېغمبر (ص) اولاد واې. ايا پېغمبر (ص) دا عمل کړى دى؟ ايا هغۀ دا درس پرېښى دى چې پردی مالونه بې له اجازته غلا کوه؟ پېغمبر خو د نورو په نسبت سېدان ډېر له حرامو کارونو او ګناهونو څخه ويرولی دی او سيد د ګناه په اسلامی شريعت کښې يو په دوه حسابيږی نو بس هغه يې هم چې عاجز يو په بدن نرى او اوچ کړس ؤ راونيوۀ او په يوې ونې پورې وتړۀ او بيا يې يو کوتک راوخېست او درې واړه يې اول ښه اوډبول او بيا کلی ته لاړ او د کلی په تاڼه کښې يې د دريو واړو په خلاف شکايت وکړ او پوليسو ته يې په لاس ورکړل.))
نو بس نن هم په هر ځاى کښې د ښاغلی بوش، د هغۀ د انډيوالانو او اېجنټانو لخوا مسلمانو ملکونو، مسلکونو، مذهبونو، ډلو، جوماتونو او مدرسو سره د باغوان والا لوبه روانه ده او يوه يوه فرقه، يوه يوه ډله او يوه يوه مدرسه او يو يو جومات به د هغوی له مشرانو سره په ساز باز او سازش سره په نوبت نوبت ذليلوی او بيا به په اخېر کښې هغه مشر هم وژنی لکه د صدام حسېن په هکله ويل کيږی چې امريکې هغه اول په ايران ورواچوۀ، بيا يې په کويت ورواچوۀ او بيا په همدغه بانه او له هغۀ سره د مقابلې لپاره عراق ته ورننوته او چې پښې يې لږې ټينګې کړې او د صدام حسېن څه اهميت پاتى نه شو نو راټينګ يې کړو او وائی چې حتی د پانسۍ تختې ته تر رسولو پورې ورته امريکې دا ډاډګيرنه ورکړې وه چې تا ته څه نه وايو بس هسې دې د پانسۍ په تخته باندې څه تصويرونه اخلو او بيا دې امريکې ته لېږو بس ښه د مزې ژوند به کوې او چې په تخته يې وخېژولو نو بس هغه کار يې ورسره وکړ چې څه ورسره پکار وو.
نو بس دا لوبې روانې دی او يواځې دا نه چې دغه مرکزونه او مسلکونه او مشران به يې له منځه وړی بلکې په نړۍ کښې به پرې اسلام هم بدناموی. په اوس حال کښې يې خو شروع له هغو ملکونو، ډلو او مدرسو نه کړې ده چې هم په خپله يې جوړې کړی دی او بيا ورپسې د نورو نوبت دى. ځکه چې امريکه چې په اوس حال کښې له اسلام سره مقابلې ته راوتلې ده غواړی چې اسلام او مسلمانان له نظرياتی لحاظه په دوو ډلو کښې ووېشی او هغه دا چې يا خو به هغه اسلام منی چې په اصطلاح کښې ورته امريکائی اسلام وائی يعنې هغه اسلام چې پکښې اسلام فقط په يو لړ اوچو عبادتونو پورې محددو وی او نمونځ، روژې، حج، درسونو نه علاوه د اسلام په سياسی، اجتماعی، کلتوری، اقتصادی او نورو اړخونو کښې هيڅ کار نه لری، او دا به نه وائی چې دا په مونږ کوم نظام مسلط دى دا کوم ډول نظام دى؟ زمونږ په ټاټوبی کښې اصل اختيار د چا دى؟ نظام عادلانه دى که ظالمانه؟ زمونږ حکومتونه د چا تر تسلط لاندې په مونږ باندې حکم چلوی؟ زمونږ د ملک سرمايه د چا خزانو ته ځی؟ په افغانستان کښې ولې امريکه او د هغې انډيوالان راغلی او په مختلفو بانو سره زمونږ افغانان، مسلمانان او بې ګناه، ښځې او ماشومان په وينو او خاورو کښې لوغړوی؟ او په عراق، فلسطين او نورو مسلمانو سيمو کښې کوم ظلمونه روان دی، ځوک يې کوی او د چا په ملاتړ سره کيږی؟ او داسې نورې ډېرې خبرې چې د اسلام اصل روح دى هغو کښې به هيڅ کار نه لری او خپل نمونځ اودس سره به کار لری يوه داسې ډله پېدا کوی. او يا داسې اسلام غواړی او داسې متحجره ډله مسلمانان غواړی چې هغۀ ته بې له ځانه او بې له خپلې ډلې نه نور ټول کافران ښکاری، چې هغه بې ږيرې يا وړې ږيرې والا کس کافر ګڼی ، تصوير وېستل کفر ګڼی، هر نوى سائنسی او علمی کار کوونکی کافران ګڼی هر، په دين کښې عقل او پوهې نه کار اخېستل حرام ګڼی او د نمونځ په وخت کښې هندو او مسيحی يې هم په زور نمونځ ته روان کړې وی او ورته وائی چې په مسلمانه سيمه کښې اوسېږې نو ستا پلار به هم نمونځ کوی، او وخت بې وخته يې کوتک او ټوپک په اوږه کړې وی او بې موسمه جهادونه کوی او په ځاى د دې چې افغانستان، عراق او فلسطين غوندې د مسلمانانو له سټراټيجکو سيمو څخه د دامريکې، اسرائيلو او د هغوی د انډيوالانو تسلط ختم کړی ځاى په ځاى په مسلمانانو او بې ګناه خلقو باندې ځان وژونکې حملې کوی او بې ځايه ځانونه هم تباه کوی او نور بې ګناه خلق هم تباه کوی. او بيا امريکه او د هغې ملګری هم د دغې سرزورې او افراطی ډلې په ذريعه د اصل اسلام د څېرې د بدرنګه ښودلو او د بدنامولو نه علاوه د دهشت ګردۍ او ترهه ګرۍ په نامه د هغې په ځپلو سره ډېر بې ګناه او نا پوه او د اسلام په نامه دوکه شوی ساده خلق هم ټکو سترې کړی.
په هر حال امريکه او د هغې ملګری همدا دوه ډوله اسلامه غواړی چې پراختيا ومومی چې يا خو بس له خپل نمونځ اودس سره کار ولری او يا په مخالفت او ضد کښې په راتلو سره که نه وی هم د طالبانو غوندې افراطی او اورپکو ډلو سره ملګری شی. او يا که د امريکې د نظر وړ دغو دواړو ډلو کښې يوه ډله نه اسلام نه خوښوی نو بيا پکار دی چې مجبور شی او دين او مذهب ته خداحافظی ووائی او هره ږيره، هر ملا، هر مذهب او هردين او دينی خبره پرې بده ولګی او بې دينۍ چې کميونزم خو ختم شو اوس سيکولرازم ته غاړه ورکړی.
خو اوس سوال دا پېدا کيږی چې د مسئلې حل څه دى او مسلمانان به ځانونه څنګه له دې جبۍ نه وباسی؟ نو عرض به وکړم چې له هر څه نه مخکښې خو هغو ټولو مسلمانو فرقو او ډلو ته چې په اسلام کښې د افراط او تفريط مخالف دی او اعتدال خوښوی په يو مرکز غونډېدل پکار دی او په خپلو کښې يو بل ته په خلوص سره د ورورۍ او دوستۍ لاسونه ورکول پکار دی دلته پکار دی د دې خبرې وضاحت وکړم چې د مسلمانو له اتحاد او يووالی نه مراد دا بالکل نه دى چې ګنې ټولې فرقې او مسلکونه دې يواځې يوه عقيده خپله کړی او خپل خپل مسلکونه او فقهې دې پرېږدی. نه بلکې د مسلمانانو له يو والی او پېوستون نه مراد په خپلو خپلو عقائدو او فقهو باندې له عمل کولو سره سره د اسلام په اصولو او مشترکاتو باندې يو ځاى کېدل پکار دی چې همدا د کاميابۍ لاره ده خو البته په دغه اتحاد کښې يو بل ته دوکه ورکول نه دی پکار او په عمل کښې ډېر خلوص پکار دى.او دلته بايد په افسوس سره ووايم چې د مسلمانو فرقو او ډلو اکثر مسلمان مشران او مليان د اتحاد په کار کښې له خلوص نه کار نه اخلی. لکه زۀ به يو مثال د پاکستان د مذهبی ګوندونو او ډلو درکړم. چې کله دغو مذهبی مشرانو غوښتل چې د ذوالفقار علی بوټو په خلاف د اسلام په نامه يو ځاى شی نو د (( د قومی اتحاد )) په نوم يې يو اتحاد جوړ کړ چې په دې نامه کښې هډو د اسلام نوم نشته. بيا يې غوښتل چې د نواز شريف په خلاف يو محاذ جوړ کړی نو د (( ملی يکجهتی کونسل )) په نوم يې يو ائتلاف جوړکړ خو په دې نامه کښې هم د اسلام نوم نشته. اوس يې بيا د پرويز مشرف په خلاف يو مذهبی اتحاد جوړ کړې دى او نوم يې ورته (( متحده مجلس عمل )) اېښى دى چې په دې کښې هم د اسلام نوم نشته.
ښه مې ياد دی چې کله دوی (( ملی يکجهتی کونسل )) جوړ کړ او په پېښور پرل کانټی نېنټل هوټل کښې يې غونډه رابللې وه نو زمونږ ملګرو د ورځپاڼو په ذريعې سره هغوی ته په څو ټکو د عمل کولو بلنه ورکړه:
يو دا چې په دې نوم کښې د اسلام ټکى نشته چې دې نه دا پته لګی چې تاسو اوس هم يو بل مسلمان نه تسليموئ او که نه يو بل مسلمانان منئ نو بيا د دې تنظيم نوم (( اسلامی يکجهتی کونسل )) کېږدئ بل دا چې د اسلام په خاطر خپل خپل ګوندونه، خپل بېرغونه او خپل خپل منشورونه ختم کړئ او بس يو ګوند يو يې بېرغ او يو يې منشور وټاکئ، همدا رنګ د يو بل په جوماتونو او مذهبی مرکزونو کښې مشترکه اجتماع ګانې او يو بل پسې نمونځونه وکړئ. او بل دا چې دغه مذهبی مشران دې له يو بل سره خپلوۍ جوړې کړی او يو بل نه دې لوڼه او خوېندې وکړی او ور دې کړی او د هغو خپلويو اعلانونه دې په عوامی غونډو او رسنيوکښې وکړی چې د مسلمانانو په خپلو مېنځو کښې نفرتونه ختم شی او دغسې نور تجويزونه. خو هغوی په دغو تجويزونو کښې په يو هم عمل و نکړو چې دغه دې د متحده مجلس عمل ائتلاف يې ګواه دى. ما په خپل ژوند کښې زمونږ په پښتونخوا کښې يو شخصيت چې د مسلمانانو د اتحاد لپاره مخلص ؤ ليدلى ؤ او هغه د پښتونخوا په يوه لرې قبائيلی سيمه کرمه اېجنسۍ کښې زېږېدلى دينی عالم علامه سيد عارف حسېن الحسېنی ؤ چې که څه هم هغه د مسلک لحاظ سره د امام جعفر صادق (ع) د فقهې پېروکار ؤ خو ټولې هلې ځلې يې د مسلمانانو د اتحاد او يووالی لپاره کولې او په عملی توګه به يې پرې په خلوص سره عمل کوۀ، لکه د هغۀ ماشومانو ته به په پېښور کښې يو سنی عالم ارواښاد مولانا حېدرالدين راتلۀ او د قران مجيد قرات او حفظ به يې ورته ښودۀ، او خپله علامه صېب په پېښور کښې د دينی مدرسې بيناد کېښود چې په دې مدرسه کښې به هم شيعه عالمان او شاګردان درس وائی او هم سنی. هم به پکښې مذهبی درس ښودلى شی او هم به پکښې دنياوی تعليم او علوم ښودلى شی نو يو خو دا چې کله له دې ځاى نه فارغ شی نو له دينی عالم سره سره به يو خدا ترس ډاکټر، انجنئر، افسر او نور هنر هم ولری او په اقتصادی توګه به په ټولنه باندې بوج نه جوړيږی. او همدا رنګ چې هر کله دوی په يو ځاى ژوند وکړی او درسونه ووائی نو بيا به په يو بل پسې دروغه پروپېګنډې نه کوی او له نزدې نه به د يو بل له مسلک نه خبر شی. او په ائنده کښې به د مسلمانانو د اتحاد او يووالی سبب وګرځی. همدا رنګ علامه صېب به خپل جومات، خپلې امام باړې او خپلو غونډو ته زيات سنی عالمان رابلل او وېناګانې به يې کولې او په يوبل پسې به يې نمونځونه کول او همدا رنګ به خپله هم سنی جوماتونو او غونډو ته تلو او نزدې وه چې د پاکستان ټول مسلمانان يو موټى کړی خو امريکې پرې نښود او د خپلو اېجنټانو او لاس پوسو په ذريعه يې شهيد کړ. چې دغه پښتونه سيد د مسلمانانو د اتحاد او يووالی لپاره يوه مخلصه بېلګه او نمونه وه. که څه هم هغۀ خپله قربانی ورکړه خو تر ډېر حده پورې يې د خپل مسلک له پېروکار او تر يو حده پورې د سنی وروڼو له زړونو نه نفرتونه او بغضونه ختم کړل.
نو مقصد مې دا ؤ چې تر څو هغه مذهبی مشران چې له افراط او تفريط نه بالا تر وی په خلوص سره د اسلام په نامه نه وی راغونډ شوی نو هيڅکه له دې تباهۍ نه ځانونه نه شی ژغورلې.
بل مهم ټکى چې ورته مذهبی فرقو، مسلکونو او ډلو ته زياته پام لرنه پکار ده هغه (( اجتهاد )) دى او تر څو چې مسلمانو فرقو او ډلو د اجتهاد دروازه نه وی خلاصه کړې تر هغه نه يواځې دا چې له زمانې سره تګ ورته ګران دى بلکې تل به د اسلام له دښمنانو نه د خپلو زړو او متحجرانه خيالاتو په وجه وهل خوری او دا هم امکان لری چې بالکل له منځه لاړ شی. ځکه چې په داسې د فتنې دور کښې اجتهاد يواځېنۍ لاره ده چې له فتنو او تباهۍ نه پرې بچ کېدې شی. نن هسې هم که مونږ د نړۍ حالاتو ته سترګې وغړوو نو يواځې هغه نظرياتی مسلکونه، ګوندونه او ډلې مخ په وړاندې روان دی او د هر ډول حالاتو مقابله کوی چې اجتهاد لری.
نو همدا دوه ټکی دی چې پکښې د اسلام او مسلمانو د بقا او ژوند راز پټ دى او هغه دوه ټکی ((اتحاد)) او ((اجتهاد)) دى چې په دې کښې که په وړومبی ټکی عمل وشو او د خلوص، مينې، او ورورولۍ څرګندونه وشوه نو که له بده مرغه کوم مسلک پکښې اجتهاد نه وی خپل کړې نو بيا هم څه اميد شته چې د اجتهاد لرونکو مسلکونو او ډلو په خاطر خپل ژوند وکړی خو که اتحاد هم ونکړی او اجتهاد هم و نه لری نو له تباهۍ او فنا نه نۀ شی بچ کېدې او يواځې او يواځې به په اسلام کښې هغه مسلکونه او ډلې ژوندۍ او کاميابې پاتې شی چې اجتهاد يې لرلې وی. د نړۍ د ټولو مسلمانانو د يووالی، ورورولۍ، خلوص، او اجتهاد ته د مخې کولو په دعا سره.