دسولی پیغام

یو افغان ځوان چې د جنګ نه ستړی او د سولی په آرمان دی نړیوالو او په خصوص د افغانستان ګاونډیانو ته په افسوس وايي:...
په ډیره خواشینی سره یې وایم چې لامو شل کلن جنګ نه اوږه د ټوپک نه په دمه شوې نه وه، چې مو بیا را ته په اوږه ټوپک په لاس چاړه او په سینه بمونه وتړل چې د خپل وران شوی هیواد د ابادولو  پر ځای دا هیواد نور هم ویجاړ کړو او د نړۍ نه روسته پاتی شو. ولې داسې موږ سره کیږی د افغان ځوان قلم، کتاب او پرمختللی تکنالوژۍ ته اړتیا لري. نه چې د راکټ او د ټوپک په ګولو یې لاسونه تل زنګ وهلی پاتی شی.او یا د خپل هیواد نه لری په پردیسی کی خپل ټول عمر تیر کړی...  او لا مو دمیندو اوښکی وچی او د یتیمانو ګریوانونه راټول شوی نه وو چې مو بیا ډیری میندی وژړولی او ډیر کوچنیان هم ددی بدمرغه جګړی قربانی او هم یتیمان شول. افغانان سوله علم او اتحاد او اتفاق غواړی او هیڅ ګناه نلری چې د دریو کلیزو زیات په جګړو کی وژل کیږی، زخمیان کیږی او ورکیږی.  افسوس دی ایا افغانان په سوله کی د ژوند حق نلری نو مونږ افغان زلمیان یو ښکلی، هوسا،  پرمختللی او سر لوړی افغانستان په هیله یو .
دادمحمد مومند