د نسيم سالارزي خندوونکى منطق!

د حزب اسلامي يوه څانګه د غره له سره خوري او بله څانګه يې د ارګ له منځه دا پورتني بې مسؤوليته او خارښتي الفاظ د نسيم سالارزي دهغې ليکنې د وروستي پاراګراف ټکي دي چې د تيرې دوشنبې په ورځ د محور په ورځپاڼه کې )د سولې په اړه د حزب اسلامي منطق( تر عنوان لاندې خپور شوي.
سالارزي پخپلې په دې ليکنه کې د ګيدړې په څېر د مکر او چالاکي په ښکاره کولو سره ددې خبرې د ثابتولو کوښښ کړى چې ګويا د حزب اسلامي دواړه څانګې له يو ډډ نه سرچينه اخلي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د راجستر شوى حزب اسلامي او حکمتيارصاحب د حزب اسلامي د تګ لارې ترمنځ څرګند فرق دى، په کابل کې راجستر شوې حزب اسلامي په هېواد کې دننه د خپل ولس په ملاتړ د سياسي فعاليتونو له لارې په خپل ګران هېواد کې د مثبت بدلون د راوستلو فعاليت کوي، چې الحمدلله د ليدو او حساب وړ لاسته راوړنې هم لري، خو نسيم سالارزى د حزب اسلامي له سياسي فعاليت نه په ويره کې دى او غواړي چې پخپلو اوتو بوتو سره يې مخه ونيسي، په داسې حال کې چې په ولس کې د حزب اسلامي مقبوليت له بل هر ګوند نه زيات او ريښې يې دومره غځيدلي چې د افغانستان لويشت لويشت خاوره يې د شنو کبلو په څېر سمسوره کړې ده، چې ښکاره ثبوت يې په پارلمان او ولايتي شوراګانو کې د حزب اسلامي د وکيلانو اکثريت او د هېواد په ديرشو ولايتونو کې ددغه ګوند د دفترونو فعال شتون په همدې واقعيت ستر دليل دى.
دا چې سالارزى صاحب په افغانستان کې دننه په سياسي فعاليتونو بوخت حزب اسلامي يې د ارګ له منځه په خوړلو تورن کړى دا نو دهغه د زړه د حسد هغه سره لمبه ده چې مطبوعاتو ته هم رسيدلى، خو په دې خبره هر څوک ښه پوهېږي چې ارګ د هېواد د ولسمشر د اوسېدو ځاى دى نه د خوراکي توکو پلورنځى.
حزب اسلامي په افغانستان کې تر ټولو لوى پراخ نفوس لروونکى حزب دى، ډيرى غړي يې د خپل قانوني حق له مخې ددولت پر لوړو او ټيټو څوکيو دندې اجرا کوي نو ځکه د نورو افغانانو په څېر له بيت المال نه معاش ترلاسه کول دهغوى شرعي حق دى، که بيا هم د سالارزي په عقيده له بيت المال نه معاش اخيستل او په دولت کې کار کول جرم وي نو بيا پخپله د خپلې هغې دندې په اړه څه فتوا ورکوي چې په معارف وزارت کې ترسره کوي او معاش اخلي؟ همداراز په حکومت کې دهغو نورو سياسي ګوندونو په دندو ولې خوله ګنډلې چې د دولت زياتې څوکى يې اشغال کړي دي او ډالري معاشونه اخلي؟! که هغوى لپاره حلال وي نو بيا د حزب اسلامى هغو ورونو ته چې په دولت کې د خپل خدمت په بدل کې حلال معاش ترلاسه کوي ولې وينه زوه کيني؟ لعنت دې وي په داسې انصاف چې سالارزى يې کوي،  له يوه دوه وزارتونو پرته، نه خو ټول وزارتونه له حزب اسلامي سره دي او نه هم ټول معينتونه او نورې لوړى څوکۍ، نه جمهور رئيس د حزب اسلامي له ګوند څخه دى او نه يې معاونين.
حزب اسلامي يواځنى ګوند دى چې تراوسه پورې د سولې، اتفاق او ملي يووالې لپاره تر بل هر چا زياتې هلې ځلې کړي او له ټولو سياسي ګوندونو سره د يو آزاد، مستحکم او پرمختللى افغانستان لپاره نژدې اړيکى لري او تفاهم ورسره کوي، نه يې حکومتي زمکې غصبې کړي او نه هم دچا شخصي زمکې، نه چېرته شهرک لري او نه هم شخصي دفتر بلکې تراوسه په کرايي دفترونو کې خپلې چارې پرمخ بيايې، ايله په اونۍ کې يو وار د شهادت په نوم ساده اوونيزه اخبار چلوي، مګر ددې برعکس ډېر داسې بې هويته او خائنې ډلګۍ شته چې هره ورځ رنګين ورځپاڼې چې خپلمنځي جګړو او نورو تخريبي اعمالو ته له ودې ورکولو پرته بل کوم تعميري او اصلاحي بڼه نه لري بازار ته راوباسي، له همدې ځايه اصل واقعيت په ګوته کېږي چې څوک له کوم ځايه خوري او د چا په سرمايه ورځپاڼې او نورې نشريې خپروي.
سالارزي اصلاً په دې خفه دى چې د حزب اسلامي خلک ولې په نظام کې شريک دي، ولې په سياسي بهير کې د شامليدو پرځاى جنګ ته ملا نه ده تړلې، ولې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره ګړندې او فعال کارونه کوي، ولې د اسلام او اسلامي فرهنګ د ودې او يو موټې افغانستان لپاره کار کوي؟ که نه نو د حزب اسلامي د سياسي او سوله ييز فعاليت سره مخالفت څه معنا لري؟ که څوک غره ته خيژي دهغوى د زغملو توان هم نه لري او که څوک د سولې په فضأ کې د سياسي فعاليت لاره خپلوي دهغوى د زغملو توان هم نه لري، داسې خو نشي کيدلې چې د لکونو شهيدانو په وينه د ګټل شوې هېواد سرنوشت دې يو څو خرڅ شويو احمقانو ته وسپارل شي. او حزب اسلامي دې په چوپه خوله دې دهغوى د خيانتونو ننداره وکړي، نه! هرګز نه! حزب اسلامي به د لکونو شهيدانو په وينه دا ګټل شوې هېواد کله هم وطن پلرونکو ګيدړانو ته پرې نږدي او د قيامت تر ورځې به د خپلې خاورې او عقيدې له خدمت څخه لاس په سر نشي.