د افغانستان روان او راتلونکی جنګ


په نړۍ کې ستر جنګونه رامنځ ته شوي د فادريانو او تاج تر منځ جګړه چې ډېره اوږده او له ستونزو ډکه وه ، نړيوال جنګونه چې دبشريت په تاريخ کې زياته انسان وژنه پکې شوې او داسې نورې په سلګونو او زرګونو جګړې د ملتونو ، قومونو او قبيلو تر منځ راغلې چې لاملونه يې بېلابېل دي خو زياتې يې د اقتدار لاسته راوړنې او عقيدوي مخالفتونو له امله شوي ، د افغانستان د تېر او نېږدې تاريخ پاڼې هم يوه په بله پسې د جنګ ، وژنې او لوټ ګواهي ورکوي ، داچې څه ډول په افغانستان کې جنګ رامنځ ته شوی څه پايله يې درلودلې او په څه ډول يو جنګ پای ته رسېدلی او بل شروع شوی دا بېل بحث دی چې په تØ
 �ريخ پورې اړه لري .
اوس راځو دې ته چې د افغانستان په روان او راتلونکي جنګ کې څه کيږي او څه به وشي ، له اوو کلو راهيسې موږ ګورو چې نړيوال ځواکونه او  افغان وسلوال ځواکونه له طالبانو سره پدې جنګ کې ښکېل دي خو ورځ تر ورځې د جنګ تودوخه پورته کيږي او د طالبانو ليکې لا پسې پياوړې کيږي ، غرب او امريکا سره د دومره پرمختللي ټېکنالوژی دا جنګ نشي ګټلی ولې ؟ ځکه: دا جنګ د نړۍ په تاريخ کې له نورو جنګونو سره توپير لري د امريکا او ملاتړو پوځونه يې که په مډرنو او پرمختلليو وسلو سمبال جنګيږي او بيا يې هم لاسته راوړنه په نشت حسابيږي علت يې دادی چې دا وسلې او دا ټېکنالوژي د چرېکي جنګونÙ
 ˆ لپاره نده جوړه شوې ددوی ساينسپوهانو پدې اړه فکر ندی کړی چې زموږ سره به يو داسې ځواک مخامخ کيږي چې په ځان پورې به بمونه تړي او په موږ پسې ځان چاودوي ځکه چې ځانونه يې دومره د کرکې وړ نه بلل دا فکر يې ندی کړی چې دا ځواک به موږ ته ټک راکوي ماين به ښخوي مېزائېل به راتوغوي او نور به لکه د پيري ورکيږي ، ددوی ساينسپوهانو دا وسله پدې موخه جوړه کړي چې ګواکې له يو پوځ او جبهې سره مخامخ شي او هغه په جيټ الوتکو ، چورلکو ، ټانکونو او داسې نورو وسلو مجهز وي نو په يو وار ترې ګړز وباسي    
امريکا او ملاتړي دې يې پدې غوږونه خلاص کړي چې دا جنګ د اسمان او ځمکې توپير لري له هغه جنګونو سره چې دوی يې په اړه فکر کړی دی ، اول دا چې طالبانو دې جنګ ته اېډيالوژيکي بڼه ورکړي ، د افغانستان په کليو بانډو کې پراته وګړي نږدې ٩٩ سلنې بې سواده دي او په عقيدوي مسائلو کې په دوو خبرو سمدلاسه د سر او مال قربانی ته حاضريږي ، طالبان او ملګري يې په تبليغ او پروپاګنده ددوی ځوانان خپلو ليکو ته رابولي او ستاسو سره په جنګ کې يې مرګ ابدي نېکمرغي ورمعرفي کوي .
دويم دا چې په چريکي جنګونو ډېر لګښت نه راځي په ځانګړي ډول دطالبانو ډوډۍ يې په خلکو ، ټرانسپورټېشن يې په بېګار او وسله يې په عشر زکات هغه که د کوکنارو وي يا نورو فصلونو پر دې سربېره د بهرنيو استخباراتو مرستې، هغه که په هره برخه دي ، ستاسو د ځواکونو په څېر عصري کمپونو ته اړتيا نلري نه قيمتي او پروټين لرونکې ډوډۍ پسې ګرځي ، نه چاکلېټونو او جوسونو ته اړ دي له وړوکوالي په وظيفو روږدي او تر مرګه وظيفې خوري ، د پنځو زرو افغانيو ماين درته ږدي د پنځو لکو ډالرو هاموي (زغروال موټر) له منځه درنه وړي له ځاني زيان پرته او همداسې يې هر عمل ستاسو پر وړاندې کم لګښØ
 �ه دی.
که دا جنګ په همدې ډول دوام ومومي ډېرې وحشي او خطرناکې پايلې به ولري ، که څوک پدې اند وي چې امريکا او ملاتړي به يې په افغانستان کې ماته ومني نو په غلطه دی ، دا مهال امريکا او ټول غرب ته د افغانستان جنګ ګټل د خپل پايښت حيثيت لري، که امريکا په افغانستان کې ماته وخوړه دا پدې مانا چې خپله ټوله امريکا يې له لاسه ورکړه او په همدې ډول ټول خواخوږي او ملاتړي يې، ځکه طالبان او القاعده که په افغانستان کې بريالي شي دوی بيا په همدې بسنه نکوي د سپټمبر يوولسمې پېښې په څېر او ورته نورې تروريستي پېښې به په ټوله نړۍ کې په درز سره روانې شي طالبان او القاعده به  ګاونډ
 يو هېوادونو ته د بنسټپالنې لېږدونې په تکل کې شي او په همدې ډول به د ګردې نړۍ د رانېولو په اړه پلانونه جوړ کړي ، نړيوال د طالبانو او القاعده په دا ډول نظرونو ښه پوی دي او په هېڅ ډول به دا ونه مني او داسې يو جنګ به رامنځ ته شي چې په هغه کې به نه د اټومي بمونو خواري وي او نه د نورو زهرجنو وسلو چې په پايله کې به يې د نړۍ پنځوس سلنې انسانان له منځه لاړ شي او افغانان به ددې هلاکت په سر کې وي.
طالبان چې څومره پښې ټينګوي همدومره به ددوی او بې ګناه افغانانو وژنې زياتيږي ، څومره چې بې دفاع افغانان وژل کيږي همدومره به د امريکا او ملاتړو په مقابل کې يې د افغانانو کرکه، مقاومت ډېريږي او په نړۍ کې به يې اعتبار ورځ تر ورځې کميږي.
څومره چې جنګ اوږديږي همدومره ستونزې ډېريږي. ډېری خلک اوس په يوه خوله پدې اند دي چې جنګ هېڅکله هم په نړۍ کې د ستونزو د هواري لار نده پاتې شوي ، که دا نظر سم وبولو او ووايو چې جنګ د ازادی د ګټلو لار نده ، جنګ د ستونزو د اواري لار نده او جنګ هر وخت بدې پايلې له ځان سره لرلې دي تر ډېره په سمه يو خو بايد هېر نکړو چې نن د نړۍ پرمختللي او خپلواکه هېوادونه چې ملتونه يې د سولې، ارامی او خوښيو په شېبو کې ژوند کوي دا يې د هغه پلرو نېکونو د وينو برکت دی چې د ازادی په جنګونو کې يې توی کړي.     
     اوله بېلګه يې دا چې هېټلر به چا خبرو ته کېنولی وی که نازيان په جنګ نه وی مات شوي ايا دوی به له خپلې دېکتاتوری او استبداده لاس اخيستی وی ؟ همدارنګه که کميونېزم په جنګ نه وی محوه شوی په خبرو او ډيالوګ به يې خپل تګلوری پرېښی وی او د مارکس او لينېن پلانونه او ارمانونه به يې هېر کړي وی ؟ د نړۍ دا پرمختګ او سهولت به موجود وی ؟ هېڅکله هم نه ، او ښه بېلګه يې دا چې طالبانو په خبرو او مذاکرو د زرګونو انسانانو قاتل محکمې ته سپارلو؟ چې نن يې سزا زموږ بې ګناه او بې دفاع افغانان ويني.
جنګ د کرکې وړ دی ، سوله ژوند دی ، سوله نېکمرغي ده خو جنګ هم هله رامنځ ته کيږي چې سړی تر پوزې راورسيږي همغه د دري متل دی چې  تنګ امد به جنګ امد .
ژوند چې په ټوله مانا په هر حالت کې د نېکمرغی لپاره هڅه ده جنګ هم کله کله ددې نېکمرغی لاسته راوړلو لپاره يوه هڅه بلل کيږي خو هغه جنګ چې يو شفافيت ولري ، ريښتينولي پکې وي او هدف يې مالوم وي نه داسې چې هلته په غړولو سترګو د خپل دښمن اډې ، روزنتونونه او مرستې ګورې هېڅ نه ورته وايې خو زما د کور کلي له څنګه چې پنځه طالبان تيريږي په ړندو بمباريو  زما کور او کلی پسې تباه کوي ماشومان مې راوژني، د دروغو په استخباراتو مې ناموس بې ستره کوي ، ماشومان او تورسری مې په سپيو داړي، دا د سولې او نېکمرغۍ لپاره هڅه نه بلکې په لوی لاس نړۍ د تباهۍ لورې ته بيايي .
راځو دې ته چې ددغه ناورين او تباهۍ نه دې خلاصون لاره څه ده ؟ د خبرو له لارې ، جرګې ، مذاکرې او پروسې خو موږ وليدې چې پايلې يې د امبلوکو په تول هم نه ارزيږې 
 که نړيوال ريښتيا دې جنګ ته د پای موندلو په لټه کې وي په سر کې دې د طالبانو هغه مالي سرچينې وتړي چې دوی ترې له هره پلوه سپوټ کيږي ، همدارنګه د کوکنارو کرکېله چې د راپوټونو له مخې تېر کال يې طالبانو ته نېږدې سل مېليونه ډالره ګټه رسيدلي وه ، پدې دې نړېوال او دولت کړی ټينګه کړي او بزګرانو ته دې پوره بديل پيدا کړي .
د افغانستان اوسنی دولت د اداري فساد په رنځ داسې ککړ دی چې يو افغان وګړۍ هم خواخوږي  ورسره نه لري، که چېرې ددغه درملنه ونشي د سولې خوب تعبير غلط دی ، ددې فساد محوه کولو لپاره په دولت کې يوې پرېکنده مشريزې ته اړتيا ده له ولسمشره نيولي ټوله کابينه کې بايد داسې کسان وي چې د هر عمل په وړاندې سمدلاسه عکس العمل وښيي ، د رشوت اخيستونکي او ورکوونکي ته داسې سزا وټاکل شي چې علني پرې عملي شي ، خو دا هغه مهال شوني ده چې دغه حکومت له بنسټه بيا ورغول شي ځکه چې د بن په پرېکړه جوړ شوی حکومت تراوسه حاکم دی دا بدلون ندی چې څو تنه يې له وزارتونو لېرې کړل او ددوی کاپی Ù
 �ې بېرته پرې کېنولې .
نړيوال دې پدې پوی وي چې طالبانو په پښتني سيمو کې څنګه امنيت راوستی ؤ او بشپړ حاکميت يې پرې درلود ، سره د دومره ظلم او وحشت بيا هم پښتنو ددوی حکومت منلی ؤ او هېڅ ډول پاڅون ته يې زړه نه ښه کولو، علت يې دا ؤ چې طالبان ټول پښتانه ؤ او حکومت بشپړ ددوی ؤ چې پښتنو دا حکومت خپل بللو او ټولې ناخوالې يې زغملې خو د خپل پښتون په وړاندې يې پاڅون نه کولو ، خو اوس چې همغه ستميان بيا په واک کې دي او يوازې څو سمبوليک پښتانه يې ملګرتيا کوي د پښتون ستر ټبر ته د منلو ندي ، تر څو چې نړيوال دغه ټکي ته ځير نشي او ويي نه مني ترهغې به دا جنګ روان وي که نن طالبان او حزب اسلامي ډلې
 دي او د پښتون ټبر په مټ جنګيږي او نړيوال دا چې له هرې لارې وي وټکوي او له منځه يې يوسي سبا به په بل نوم راولاړيږي او جنګيږي به ، او دغه اقليتونه چې نن د پرديو په مټ په اقتدار کې دي د پښتنو په وړاندې هېڅکله د ولاړېدو او شورش ځواک او توان نلري.