پښتانه او راتلونکې ټاکنې

د ولسمشرۍ ټولټاکنو لپاره يواځې دوه کاله پاتې دي او سر له اوسه د شورا نظار پاتې شونو او د شمال ټلوالې ستمي او فاشېستو کړيو خپلې هڅې خورا ګړندۍ کړې دي، په تېرو ځلونو کې موږ او تاسې لږ تر لږه دومره ډاډه وو چې د لوبې ګټونکى يو څه معلوم و، خو دا ځل دا چانس هم نه لرو، ښايي دا خبره په بشپړ ډول سمه وي چې د غرب ملاتړ چې له چا سره وي، نو هماغه دا ځل هم ګټونکى دى، خو دا به هم نه هېروو چې د غرب له ملاتړ څخه د ولس ملاتړ ډېر اړين دى او که له چا سره نه وي، نو نه يې غرب کاميابولى شي او نه يې شرق.
دا ځل پښتانه څومره چانس لري؟؟؟
دا هغه پوښتنه ده چې سر له اوسه يې ځواب هم بايد وويل شي او د مثبت ځواب لپاره يې سر له اوسه کار هم په کار دى، سر له اوسه بايد پښتانه پر يو ملي محور راټول شي او له سياسي، سمتي او نورو تعصبونو ورهاخوا د راتلونکو ټاکنو لپاره پر يو ټغر کېني او د خپل زعيم د ټاکلو په موخه جرګه شي او هڅې پيل کړي، هسې نه خداى مه کړه که د اوس په څېر خبره وي، چې تر نهو چټ او کره پښتانه شخصيتونو نيت کړى چې ځانونه به راتلونکو ټاکنو ته نوماندوي، نو د پښتنو ټولې رايې به سره ووېشل شي او يو ځل بيا به د سقاوي او شورا نظار د وختونو په څېر هېواد له يو لوى ناورين او کړکېچ سره مخ شي او پښتانه به د غنمو په څېر د ژرندې د دوو پلونو ترمنځ دل کيږي.
نور د اکثريت پر ځاى کادرونه په کار دي، دنيا له دې وروسته زموږ په اکثريت حساب نه کوي، زموږ په کادرونو يې کوي او کادر به موږ خپله دنيا ته وړاندې کوو، موږ کادرونه لرو خو هغوى ملاتړ او حمايې ته اړتيا لري، راځئ پر يو داسې حرکت او خوځښت فکر وکړو چې له سياسي ايډيالوژيو پاک او د ياد شوي ملي رسالت لپاره پرې سلا شو.
شمال ټلواله په خپل منځ کې دومره ټکرونه او اختلافونه لري، چې پښتانه سياسيون يې ترڅنګ هم نه دي تېر، خو د خپلو ټوليزو ګټو لپاره تل پر يو محور راټولېږي او د پښتنو پر وړاندې خپل شتون او مقاومت ښه په زغرده ښيي، ولې پښتانه دغه وړتيا نه لري؟ ايا پښتانه اکثريت دي او د اقليتونو پر وړاندې درېدل ظلم او تعصب دى؟ که داسې مفکوره له موږ سره وي، نو بايد د دويم کارملي نظام انتظار وباسو، پښتانه د نړۍ هغه يواځينى ملت دى چې په يو هېواد کې هم اکثريت دى او هم مظلوم دى، هم غښتلي دي او هم تر ټولو کمزوري، هم کادرونه ډېر لري او هم تر ټولو وروسته پاتې دي، هم زړور دي او هم غولېدونکي، د دې هر څه په نظر کې نېولو سره بايد يو ملي حرکت رامنځ ته شي او پښتون قوم ته دا ذهنيت ورکړي چې نور دوى په يووېشتمه پېړۍ کې ژوند کوي او سياست يواځې پر جګړې او د وينو په قربانيو پورې نه دى محدود او دنيا ته هم بايد وښيو چې زموږ استازيتوب طالبان او حزب اسلامي نه کوي او موږ يواځې د جګړې او وروسته پاتې توب عاملين نه يو.
څنګه ملي خوځښت يا حرکت؟
که موږ همدغسې يو ملي خوځښت رامنځ ته کوو، نو بايد دې ته مو هرو مرو پام وي چې دغه خوځښت سوداګريزه بڼه غوره نه کړي او په رښتيني ډول ټول پرې باور وکړاى شو، د پښتون د ځپلي ولس د نجات لپاره يوه د باور وړ او هر اړخيزه برنامه ولري او د کوم نوماند څخه چې ملاتړ کېږي بايد دا باور راکړي چې زموږ د برنامې د پلې کېدو لپاره ژمن دى اوشعوري کس دى.
دا خوځښت بايد په خپل ټول ځواک او وړتيا سره خپلې رېښې د افغانستان ګوټ ګوټ ته ورسوي، خلک پردې ډاډه کړي چې د هغوى د رفاه او رڼې راتلونکې لپاره يو ځاى کېدل غواړو، په دې خوځښت کې دې له (ا) تر (ى) پورې هڅه وشي ټول سياسي ګوندونه، فرهنګي، ټولنيز او نور پښتني مدني بنسټونه سره يو ځاى کړاى شي او له مېډيا تر کليو پورې دې خپل شتون په زباد ورسوي، نړۍ دې پر دې باوري کړي چې دوى يو ريښتينى قوت دى او د خپل ولس استازيتوب کوي، بيا به تاسو وګورئ چې کورنۍ تالې څټې کړۍ خپل ځان د مرګ پر پوله ګوري کنه؟ اوس خو دوى قوتونه رامنځ ته کوي، ځان د ملت يواځيني استازي بولي او پر خپل چورليز راټولو لنډه غرو ته د مردم افغانستان خطاب کوي او پښتانه يواځې ورګوري او په شعر خپله غوسه سړه کړي، کله چې کږه خوله په سوک سميږي، نو کاذبه خوله په حقيقت بنديږي، اوس به موږ دوى ته دا حقيقت په ډاګه کوو چې مردم افغانستان يواځې ستاسو څو لنډه غر نه دي، دلته يو لوى ولس پروت دى چې د دغې خاورې پايښت او تګلورى ورپورې تړلى دى او دا که وغواړي د تل په څېر نظامونو نسکوروي او جوړوي.
راځئ چې بيا جرګه شو، ننداريزه او نمايشي جرګه نه، بلکې ريښتيني جرګه د پښتنو د کور کور دروازې وټکوو، باباګان راولړزوو، شاه زلمي بيدار کړو، خپل رباب وټنګوو او د پښتو او پښتون پت وساتو.
ميوند فدا