 
        	    
                    
                                    
                    وشينده وزرې د رحمــت پرښتې وشينـــــده
نن مو پر وګړيــو د کرم خــزانې وشينــــــــده
لپه د درغوټه کړه شهيد يم دعــا نه غـــواړم
روح ته مې د مينې د وطن تــــرانې وشينــده
دلتــه د خيام کوڅه کې مه لټــوه مړې ايــــرې
ورشه د زاهد په نغري سوي ښيرې وشيــنده
يه قاصده ژوند لرم وطن لــرمه ننګ لـــــــرم
درومه د دښمــــــــن په مخ زما ارادې وشينــــــده
ستونی مې درچاودي ساقي سترګې مې در ووتې
تــږی بــلا تــږی يــم په سر مې کاســـــې وشينـــده
                  
 
             
             
								    
                  
                  								