مساپر

يو ستومانه مساپر يم
د اوږدې شپې له مزله نه راغلم
ټوله شپه مې په ځنګله کې
د زاړه بوم له دوه سترګو نه رڼا اخيسته
ما ټوله شپه واوريدل
چې څانګو څنګه قهرجن باد ته ځګيروي کول په نيمه ژبه
خو باد پرې نه پوهيده