درې ازاد نظمونه

 
    شپږ ګلونه
 
ستا د ښکلیو سترګو لاندې
ستا د ښکلي مخ په پیڅه
شپږ ګلونه
پینځه سره دي او یو زیړ دی
سره د ستا د سره سالو په رنګ کې رنګ دي
زیړ رامات دی
ستا د ښي لاس په سپینچکه ګوته باندې
لکه زیړ غمی په سپینه اینه پروت
ته د ښکلیو سترګو لاندې
څه خواږه خواږه راګورې
اخ درځار شم صدقه شم
په بدن کې مې روانې
د خوږو شاتو ویالي دي
دا ویلې د خدای د نور
 په کرشمو باندې لمدې دي
نیمه شپه ده شپه پخه ده
شپه په مینه کې اوده ده
رانه تاو د عواطفو دایره ده
زه په ټوله مینه ستایم
ته په ټوله مینه مینه
د خپل ښکلي ګلالي تصویر په رنګ
زما له سترګو نه
 پخپل تصویر راورې
===
 
دوې کرښې 
دیو ګورځنګل په منځ کې
یوه ښه غټه ډبره
چې په خوا کې یې چینه ده
دا چینه دومره رڼه ده
چې تصویر یې اینه ده
د چینې نه په شمار درې قدمه لرې
یوه پلنه زاړه ونه
چې شاخونه یې له ډیر زړښته لویږي
په دې ونه کې یو ډډ دی
په دې ډډ کې
یوه لجرومه یو دسمال دی
په دسمال کې په سپڼسیو
فقط  دوې کرښې  لیکلي
په میرو ورکه یاره راشه
ملالۍ سترګې انتظار درته کوینه
==
 
 
بېلګې
 
په سر دې تاج دښکلا
چې د زرګونو رنګینیو سرچینه نومیږي
او ستا وجود
د پسرلي د وږمیزو بارانونو نه جوړ
دنګ ، دنګ ، دنګ او ځلیدونکی غر دی
چې ستا د مستې بخملینې ځوانۍ ځمکه باندې
اوبه اوبه ولاړ دی
خو زما تن د ګرم اوړي د غرمې وهلی تږی لوښی
دومره تږی
ښايي له تندې نه ایره ایره شي
خو ته یو څاڅکی اوبه
په دغه تږي لوښي نه لوروې
نو ته او زه د یویشتمې پیړۍ
دانساني مینې
دوې داسې بیلګې
===
سیدجیلاني جلان