د هيواد تعليمي نظام او د ولس ونډ ه اخيستنه

 د ښوونکو د روزنې د پروګرام  تخنيکي مشاور       
 
مقدمه
په دې مقاله کې په ښوونه او روزنه کې د ولس د ونډې اخيستنې نړيوال مفهوم او نړيوالې تجربې په خلص بيان شوي او ورپسی بيا د ولس د ونډې اخيستنې افغانې مفهوم او په دې هکله په  هیواد کی تیرې تجربې  تر لنډ بحث لاندي راغلې او په راتلونکي تعليمي نظام  کې د ولس د ونډې اخيستنې اهداف، شکلونه او اړتياوی  په ګوته شويدي. هڅه شوې چې دغه مفهوم د يوه تقلید او سياسي شعار  په حيث نه  بلکې  د يوي اړتيا په حيث وړاندې شي. هيله کيږي چې دغه بحث  به د هیواد د تعلیمی نظام د اصلاحاتو  په مباحثو کې د ولس د ونډې اخيستني په اړه ګتور مفاهيم وړاندې او ذ يعلاقه خواوې او مقامات به مناقشي او بحث ته راوبولي.
دغه ليکنه په تعليمي چارو کې د ولس د ونډې اخيستنې په اړه ده؛ که څه هم، ظاهرآ  د ولس ونډه اخيستنه  په ټولګي کې له  تدريس څخه لرې بريښي او په دې توګه يې  د ښوونې او روزنې  له کيفيت سره اړيکې کمزورې ښکاري، خو څيړنې او تجربې يې د تعليمي نظام  د ګټورتوب او اغيزمنتوب له لارې د ښوونې او روزنې په کيفيت باندي اغیزمن  عامل بولي او مثبتې اړيکي يې په ګوته کوي. بر سیره پر دی د هیوادونو په تعلیمی چارو کی د ولس د ونډی اخستنی  مفهوم، اهداف او پایلی که له یوی خوا نړیوال او سره ورته کیدونکی ښکاری، خو له بلی خوا د ورځ په ورځ  زیاتیدونکو تفاوتونو او پیچیلتیاوو له اړخه بیا د لریوالی او تفاوتونو څرګند میلان هم پکی ښکاری چی په ملی سطحو او قرینو کی د دغه تصور تحلیل او تعبیر ایجابوی.
دغه لیکنه می د 1384 هش کال د اسد په 6 نیټه د افغانستان د ښوونې او روزنې د کيفيت د ښه والي او اصلاح  په اړه دوه ورځنی ملي سيمينار ته تهیه او معرفی کړی وه. د مسلی  اهمیت او د هیواد تعلیم نظام په مخکی پرتو ستونځو ته په کتو سره د دغی لیکنی محتوی لا بشپړ د اعتبار وړ را ته ښکاری او له یو څه زیاتوونو، توضیح او تجدید سره یی بیا نشرول له خیر او ګټی څخه خالی نه بولم.
 
 په ښوونه او روزنه کې د ولس د ونډې اخيستنې نړيوال مفهوم
په نړۍ کې په نولسمه او شلمه پيړۍ کې ” عصري “ ښوونې او روزنې زياته پراختيا وموندله او دغه پراختيا معمولاً د مرکزي حکومتونو له پرمختيا سره يوځاى رامنځ ته کیدله. عمومى تصور داسې وو چې دولت د ښوونې او روزنې د چارو د معياري کولو او کنټرول دنده په غاړه لري. د مرکزي تصميم نيونې او معياري کیدنې له برکته د ښوونيزو نظامونو لپاره ملى اهداف، ملى تعليمي نصاب، د ښوونکو لوايح، د ښوونځيو معيارونه، د حاضريو مقررات، تمويلول او مساويانه ويښ رامنځ ته شول. د ښوونې او روزنې د چارو په مخ بیول او کنټرولول د دولتى ناظرينو او مفتشينو دنده وه او تر اوسه هم دولتونه د ښوونې او روزنې په بیلابیلو اړخونو کې لوى لاس لري.  په دې اخيرو لسيزو کې له يوې خوا د نړيوالۍ  (Globalization  ) په قرينه کي د  دولتونو دندې او ماموريتونه بدل شوي او له بلې خوا له ښووني او روزنې څخه  غوښتني دومره زياتې او متنوع شوي دي چې د ښوونيزو نظامونو د چلولو او  پر مخبیولو کې د عنعنوې لارو د بدلون سبب شويدي.  په دی ترتیب  په ښوونه او روزنه کي د ولس د ونډې اخيستني اصطلاح په نړيواله سطحه د ښوونيزو اصلاحاتو يوه حتمي  برخه ګڼل کيږي.
په ښوونه او روزنه کې د ولس د ونډې اخيستنې له  لارې  د تعليمي چارو په اړه په تصميم نيولو کې د ولس  د واک زياتوالی اساسې موخه وي. په دې وسيله ولس ته په ښوونيزو چارو کې په بیلابیلو درجو صلاحيت ورکول شوي وي. په ښوونيزو چارو کې د تصميم نيولو واک محلي سطحوته ليږدول په نړيوالو  ښوونيزو اصلاحاتو کې يو عمومي ميلان دی. داسي پتيله کيږي چې کله چې د تصميم نيولو واک غير مرکزي شې، نو تر ټولو مهمه به دوالدينو برخه اخيستنه وي. ددې لپاره چې والدين د خپلو اولادونو د تعليم لپاره تر ټولو ښه تصميم ونيولای شي،  نو بايد چې دوي ونډې اخيستنې ته وهڅول شي.
 د غير مرکزي کیدنې په صورت کې داسې توقع کيږي چې په تصميم نيولوکې د ولس برخه اخيستنه ښه شي. په ځانګړي ډول، داسې انګيرل کيږي چې والدين به د ښوونځيو په چارو کې زياته ونډه اخلي. په دې حالت کې د والدينو برخې اخيستنې ته رسمي بڼه ورکړل شوى وي. د مثال په ډول د ښوونځى بورډ او شوراګاني رامنځته شوې وي. په دغه ډول حالاتو کې د والدينو دنده او واک ډېر متفاوت وي، چې په ځينو شوراګانو کې د ناظرينو او نورو کې د پياوړيو واکدارانو او تصميم نيوونکو په حيث رول لوبوي. د والدينو اغيزي او برخه اخيستنه په دې پورې اړه لري چې ښوونځي په محلي کچه د کومو چارو د تصميم واک لري؟ د پلرونو د ونډې اخيستنې لپاره کوم ډول نظم موجود دى؟ د دوى نمايندګان څنګه ټاکل شوي دي؟ او د دوى دندې او مسؤليتونه څه دي؟ د پلرونو عمومي وړتيا وې، دلچسپى، هڅونې او ددې کار لپاره له دوى سره د وخت موجوديت او همدارنګه د دوى ټولنيز اقتصادي اوکلتوري سوابق هم هغه اړخونه دي چې ترډېره حده د پلرونوپه ونډې اخيستنې باندې اغیزې لري. 
د ښوونځيو په چارو کې د والدينو د ونډې اخيستنې تر شا د سياستمدارانو د نيتونو او ارادو په هکله ځیني څيړونکې  شک لري. څرنګه چې ښوونه او روزنه په ټولنو کې  منځنئ فعال سياسي قشر راپيدا کوي چې دغه قشر د سياستمدارانو لپاره د مزاحمت سبب ګرزي.  محلي رسمي ميکانيزم (جوړښتتونه) په محلي سطحه د دغو سياسي فعالينو د فعاليت ساحه محدودوي او په محلي سطحه د هغوی مصروفيدل  مرکز او سياستمداران د دوى له مزاحمت څخه تر يوه حده بې غمه کوي. په بل عبارت، د سياستمدارانو هدف دا وي چې د ټولنې فعال منځنى سياسي قشر تجزيه او په وړو محلي رسمي جوړښتونو کې يې مصروف کړي، تر څو ددغوسياسي فعالينو لاس د دوى له ګريوان څخه وخيزي  او د دوى ساحه په وړو سطحو او کم اهميته ټولنيزو مسئلو پورې محدوده شي.  خو د ښوونځيو په چارو کې د والدينو د ونډې اخيستنې په ځينو حالاتو کې په محلی سطحه د د غه ډول نهادونو صلاحیتونه ډیر زیات وی، لکه په  استراليا او نيوزيلاند کې ، چیری چی حتى د مکتابو د مديرانو تقرر او انفکاک هم شامل دي.
داسی ویره هم وی چی په ډېرو حالاتو کې په دغه ډول غير مرکزي جوړښت کې د محلي اوسيدونکو نمايندګان موجود نه وي، بلکي معمولاً پخواني مقتدر افراد او يا د ټولنې په ممتاز قشر پوري اړوند خلک په دغه ډول واک کې لويه برخه لري.
د ښوونځيو په چارو کې د واک د ونډې اخيستنې نور ډولونه هم شته. مثلاً د والدينو او محلي قانون پوهانو په ځاى،  مسلکي محلي خلک د ښوونې او روزنې اداره په غاړه لري. د دغه ډول ونډې اخستنې ترشا دلايل دا وي چې ښوونه او روزنه بايد غير سياسي صحنه وي او په ساينسي څیړنو او تخصصي پوهې باندې اتکا ولري. لږ تر لږه په دې هکله چې په ښوونځيو کې څه زده کړل شي او څنګه يې زده کړي ( تدريس ) بايد د متخصيصينو په واک کې وي. په دغو صورتونو کې د ښوونځى په بورډ يا شوراګانو يا نورو تعليمي مراجعو کې مسلکي افراد يا اکثريت وي او يا د ويتو حق لري،  خو د تصميم نيوني حق د محلي سياستوالو  په اختيار کې وي. د ښوونځيو مديران او کله کله ښوونکي په خپلواکه توګه د ښوونځيو د چلولو واک او صلاحيت لري. کله چې ښوونکي دغه واک ولري، نو دوى پخپله  رهبري شورا  ټاکي. د ساري  په ډول په لاس انجلس کې دغه مثالونه پيدا کيږي .
په پرمختلونکو هیوادونو کې معمولاً غوښتنه دا وي چې محلي ولس د ښوونځيو په چلولو او تنظيمولو کې بايد ونډه واخلي. دغه ونډه اخيستنه يا مستقيمه مالي برخه اخيستنه او يا غير مالي برخه اخيستنه وي.  د مثال په توګه د ولس ونډه د ښوونځى په تعمير جوړولو کې کارونه کول  او د ښوونځي په شورا کې د غړيتوب له لارې د ښوونکو په تقرر کې د اغیزو په بڼه وي.
 
په ښوونه او روزنه کې د ولس د ونډې اخيستنې اهداف (موخي)
عمومي هدف يې د دموکراسۍ اصل وي او توقع کيږي چې په دې وسيله به ولس ته زيات واک ورکړل شي. په نورو هدفونو کې يې د تعليمي نظام لپاره مالې مرستې برابرول او د ولس د ملکيت ښه والي هم وي ، چې په دې وسيله د تعليم او تربيې د کيفيت ښه والی را منځته کيږي. دغه هدفونه په بیلابیلو اړخونو کې د ولس د ونډې د زياتوالې او جلبولو له لاري ترسره کيږي. يوه بڼه يې د ښوونې د محتوی او جوړښت په اړه د ولس د  واک زياتوالې دی. مثلاً د ملې  وضع شوی تعليمي نصاب په حدودو کې د محلې ولس د خوښې او غوښتنو سره سم کموالی يا زياتوالی او په مجموع  کي د بدلون اجازه درلودل، يا په بل عبارت د تعليمي نصاب داسې انعطاف پذيري وي،  چي د محلي ولسي غوښتنو سره برابر يداي شې. مثلاُ د تعليمي کال مو ده، د رخصتيو وختونه، د ښوونځې ځای،  د محلې ژبو تدريس او يا نور.  بله بڼه يې په تعليمي چارو کې د ولس  د مالې ونډې اخيستنې له لاري د ولس د واک زياتوالی وي، چې دښوونځيو تعمير جوړول، بيا رغاوني( ترميم)،د درسې موادو برابرول او نور يې مثالونه دي.  په نورو اهدافو کی یی د ټولو لپاره د تعلیم په لاره کی له دولتونو سره مرسته او  په  محلی سطحو  د حل د مناسبو لارو پیداکول راځی.    
 
زموږ په هیواد کې دولس د ونډې اخيستنې تاريخ او تجارب
زموږ په ګران هیواد کې لکه څومره چې ښـــــوونه او روزنه اوږد تاريخ لري، همداسي ولسې ونډه اخيستنه هم اوږد تاريخ لري. دا جوته خبره  ده چې له دغو تاريخې سوابقو څخه ولس زياتې تجربې هم تر لاسه کړيدی. له بده مرغه چې دغو تاريخي تجربو ته معمولاً په سطحې  سترگه کتل شوي وي او دغو تجربو ته علمي بڼه  نه ده ورکړل شوې ، د را ټولولو هڅې يی نه دي شوي  او نه گټه ځنې اخيستل شويده.
د عصری تعليمی نظام  (مکتب) تر معرفي پخوا په هیواد کې اسلامي تعليم او دتعليم نور شکلونه مروج وو چې تقربياً ټول يې دولس  لخوا تنظيمیدل او تمويلیدل؛ په جماتونو کې زده کړه په بشپړه توګه د ولس کار وو او تقريبا دټولو لپاره ميسر وو او تر نن پوري په يو او بل رنګ دوام لري.
د نولسمې عيسوي پيړۍ په اخر او دشلمې پيړۍ په پيل کې،  کله  چې عصري ښوونه اوروزنه  د دولت لخوا معرفې شوه، د ولس برخي  اخيستنی حتې جبري  شکلونه درلودل. مثلاُ د  محلې حاکمانو له خوا  له ولس څخه  د تعليمي اعانو غوښتل، د ښوونځيو تعمير جوړول ، مځکه ور بخښل، تعليمی ماليه وضع کول او داسي نور. پخوا هم په هیواد کې د «چهل يک»، «سرمردي» او تعليمي مالياتو مفاهيم تجربه او ليدل شويدي. د شورويانو له تهاجم څخه په مخکې دورو کې د هیواد په رسمي ښوونيز نظام  کې د ولس د برخې اخيستنی او اغیزو کومه خاصه بڼه نه وه موجوده او دا چاره  په اصطلاح  \" سرکاری\"  دنده بلل کيده، خو د شورويانو د اشغال په دوره کي، چې کله مرکزی اداره کمزورې او د اختياراتو ساحه يې ښارونو ته محدوده شوه او د هیواد په اکثروسيمو کې په اصطلاح  د \"بې حکومته ټولنې\" حالت وو،  د کليو، ولسواليو او حتى ولايتونو په کچه ولسي جوړښتونه ،لکه شوراګانې،  رامنځته شوي او د خپلو سيمو د ښوونې په اړوند چارو کې فعالې وې. که څه هم دغه ډول سيمه ايزو جوړښتونو د هیواد په  بیلابیلو برخو کې  ډېرتوپيرونه  درلودل . ځينو يې سياسي بڼه درلوده، ځينى يې د ولسي ګټو لپاره نه وي او ځينو يې دواړه شکلونه خپل کړي وو،  خو ډيرو يې په خپل رواجي ډول دوام پيدا کړ- په تیره په محلي سطحو کې. دغه ډول کليوالي شوراګانی په ښوونيزو چارو کې سهيمي وي او آن تر اوسه لاهم دخيلي دي. په هغه وخت کې دغه ډول شوراګانو ښوونځي پرانستل، ښوونکي يې استخدامول او مالي منابع يې ورته راټولول او پلرونه يې دې ته هڅول چې خپل اولادونه ښوونځيو ته وليږي او له غير دولتي مؤسساتو سره به يې همکاري کوله اوداسې  نور. د دغو محلی ونډو اخيستنو له برکته وو چې په ډيرو کليوالي سيمو کې، حتی د نجونو  لپاره، ښوونځي پرانستل شول ، چې غالبا په تاريخ کی به لومړني ښوونځی وو.  دغه ډول کليوالې او محلي شوراګانې اوس هم فعالې دي او جوته  خبره ده چې بايد له هغو تجربو څخه ګټه واخيستله شي. د ښوونځيو د تنظيم په چارو برسیره، ولسونو د مالي ونډي اخيستنې بیلابیل شکلونه هم تجربه کړي دي؛ د مثال په توگه په ډيرو سيمو کي ولسونو د ښوونکو لپاره مدد معاشونه ورکول. ډېرو ولسونو په خاص ډول په كليوالى سيمو كې د تعليم كولو د نويو  او غير مروجو ډولونو تجربه وكړه (د مثال په ډول د نجونو  د كورنيو ښوونځيو په هکله)، چیري چې دوى د ښوونځيو په چلولو كې يو ډول واك درلود. كه څــه هم دغه ډول امكانات محدود او هم د هیواد په محدودو سيمو كې پيدا كیدل، خو بيا هم ولسونو د ښوونې غير مروج ډولونه وليدل.
پدی اواخرو کی په هیواد کی د ایکویپ (د تعلیم د کیفیت د ښه والی پروګرام)  پروګرام د نړیوالی ټولنی په مرسته ولس ته د مکتب په چارو کی د اختیار او صلاحیت ورکولو له لاری د ولس د برخی اخستنی موډل او ستراتیژی تجربه او عملی کیږی. ایکویپ یو نړیوال مودل دی چی نړیوال بانک یی د نړی په وروسته پاتو او پر مختلونکو ملتونو کی د تمویل له لاری ترویج او تشویقوی. هدف یی له مرکز څخه د مکتب سطحی ته د یو شمیر صلاحیتونو انتقال او هم د ولس د ونډی اخستنی زیاتوالی وی. په هیواد کی دایکویپ د تجربو د عملی کولو په منظور د مکتب شوری چی ۱۳- ۱۶ پوری غړی لری،  را منځته شوی دی.  د شوری غړی  د مکتب معلمین، شاګردان، والدین، د مساجدو امامان وی چی په داو طلبانه توګه حاضری شوی وی او د مکتب مدیر د شوری ریاست کوی. د مکتب د مدیر تر ریاست لاندی غړی دنده لری چی د خپل مکتب لپاره یو د انکشاف پلان جوړ  او  ضرورتونه او ستونځی یی د لومړیتوب په تر تیب تنظیم او د حل لاری یی پیشنهاد کړی. د وزارت لخوا د هر مکتب شوری  ته یو معیین مقدار نغدی بودجه په اختیار کی ورکول کیږی او د شوری صلاحیت د دغو مالی امکاناتو په څای مصرف او راپور ورکول وی.
 په هیواد کی د ایکویپ د د غو تجربو په هکله تر اوسه کومی خاصی څیړنی ندی تر سره شوی او نشی ویل کیدای چی تر کومه ځایه دغه اهداف ترلاسه کیږی. خو هغه څه چی له ورایه ښکاری دا دی چی د مکاتبو یو شمیر ستونځی به ورباندی حل او فصل شوی وی. اما داسی نښی نه ښکاری چی ولسی ابتکارات او نوښتونه به یی را منڅ ته کړی وی.
زموږ په هیواد کي د ولس د ونډې اخيستنې د ښه والي لپاره د ښوونځيو خاصې شوراګانې او يا د والدينو اتحاديې کیداى شي يو په زړه پورې بديل وي، خو دا خبره ډېره مهمه ده چې هیڅ ډول جوړښت بايد له باندې څخه ور باندې تحميل نه شي او يوازې ولس ته اختيار ورکړل شي چې څه ډول جوړښتونه خوښوي.   د نورو هیوادونو تجربې ښيې چې چیرې دغه ډول ولسي برخې اخيستنې موجودې وي، هلته معمولاً د ولسونو منځنی خبير قشر د ښوونځيو په چارو کې فعاله برخه اخلي. کيداى شي زموږ په هیواد کې هم دغه تجربه تکرار شي او د نورو ملتونو د منځني قشر معادل قشر زموږ په ولس کې هم دغه رول ولوبوي، خو په هیواد کې د اکثريت د بې برخي کیدلو وېره دومره لويه نه ښکاري او هيله کيږي چې په هر صورت کې به د غريبو کورنيو د اولادونو لپاره ګټوره وي. فقر او غريبى په هیواد کې عامه ده ( که څه هم له اخـرنيو بدلــونونو سره لــږ تر لــږه د هیواد په پلازمینه اولویو ښارونو کې وړوکئ منځنئ قشر د راپيدا کيدو په حال کې دي )، خو د زکات نظام په دې مورد کې په ټولنه کې د عدالت د تامين ښه ضامن کيداى شي، ځکه چې په غريبانو زکات لازم ندی.
 د هیواد په ښوونه او روزنه کې د ولس  ونډې اخيستنې ته  اړتيا
د هیواد تعليمي نظام له  لويو چلنجونو سره مخ دي. دغه چلنجونه دا ايجابوي چې د مروج عنعنوي تعليمي نظام او عنعنوي تعليمي پاليسي په هکله بايد د ولس د ونډي اخيستنې په  اړه  له سره غور وشی. هغه مسئلې او ستونځې چې د هیواد تعليمي نظام ته په مخ کې دي،  په لاندې توګه خلاصه کيداي شی:
·         سره له دې چې د هیواد تعليمي نظام بي ساری پراخ شوی، خو بيا هم د ولس تعليمي غوښتنوته پوره ځواب نه شي ويلای.
·         له یوی خوا د تعلیمی نظام د پراختیا په تناسب د دولتی ادارو مدیریتی او نظارتی وړتیاوو کمه وده  کړی او له بلی خوا د مرکزی نظام په صورت کی د ټولو لپاره د تعلیم اسانتیاوی برابرول په مرکزی  سطحه یو ډیر غوښین او پر مصرف اداری جوړښټ ایجابوی چی د غیر ضروری اداری مصارفو او عاطلی بیوروکراسی زیاتوالی یی یو حتمی امر وی.    
·        د هیواد تعليمي نظام په باندينيو مالي مرستو اتکا لري او ملې عايداتې نظام لا بشپړ فعال نه دی چی د دی په سبب د ډیریو هیوادوالو د مالیی ورکول هیر شوی دی.
·        د موجوده تعليمي نظام د کيفيت په هکله لويې انديښنې موجودې دي.
·        که څه هم د ښوونکو معاش د ښوونې او روزنې د کيفيت د ښه والي يوازينی عامل اود هغه لپاره  کافي شرط نه بلل کيــږي، خو بيا هم د ښوونکو د هڅوني له اړخه يو اغيزمن عامل دی.  د ښوونکو د معاشونو منځني حد ډېر ټيت دی او د ملي عايداتو په موجوده وضع کې يې د جګوالي توقع هم نه شي کيدلاي.
·        ولس له تعليم سره له حده ياته  مينه لري او په دې هکله له دولت سره د همکاري هيله ځني کیداي شې خو په موجوده وضع کی یی د تنبلی په خوب د ویده کیدو ویره زیاته ښکاری.
·        د اخرو کلنو ولسي تجربې لا ژوندۍ دي.
د دموکراسۍ ډنډورې، د ټولو لپاره با کيفيته تعليم، په اوسني حال کې د ښوونې او روزنې ټيټ کيفيت، په باندينيو مرستو د اتکا وېره ، د تعليمي نظام دوامداره پر اختيا او تر ټولو مهمه،  له يوې خوا له  ښوونې او روزنې څخه د ولس ډېر لوړ، حتی غير واقعبينانه ،  توقعات او له تعليم سره مينه او له بلی خوا په موجوده حالاتو کې د نړيوالې ټولنې بې کنتروله او يې باوره  مرستې او په هیواد کې د ولسې ونډې  اخيستنې اوږد تاريخ او اخرنۍ تجربې  دا ايجابوي   چې په ملي سطحه بايد په ښوونه او روزنه کې د ولس د ونډې  اخيستنې په هکله جدي غور او اقدام وشې.
 د هیواد په تعلیمی نظام کی د و لس د ونډی اخستنی اړتیا او اهداف باید د دوو اساسی مسایلو له اړخه وڅیړل شی:  یو داچی د تعلیمی نظام له پراختیا سره له مرکزڅخه  محلی سطحو ته د صلاحیتونو او مسولیتونو د لیږد له لاری به له یوی خوا د تعلیمی چارو د سنبالولو په هکله مرسته وشی او له دی لاری به د ریښتینی ولسواکی په لور هم یو حرکت وشی؛ دوهمه  دا چی په هیواد کې د تعليمي مؤسساتو پراختيا او د تعليمی نظام د  بقا د تضمين لپاره دې ته  اړتيا ليدله کيږي چې تعليمي نظام بايد د باندينيو مرستو په ځاي په خپلو امکاناتو متکي شي.
د مکتب په چارو کی د محلي ولس برخه اخيستنه  د ښوونځيو د تمويل د چارو تر څنګ د مکتب چلولو چارو  کې ډېره مرستندويه واقع کیداى شي.  له مکتب او ښوونکو سره د مرستي،  تقرر، له ښوونکو سره د جنسي مالي مرستوکولو، د ښوونځيو د ساتنې او ترميم، د ښوونيزو کمپاينو، دتعلیمی اعانو او مالیو را ټولول، او د محلی ستونځو آواز مرکزی سطحو ته رسول، محلی کامیابی تجربی ازمایل او شریکول، او نورو په هکله به په هیواد کې د دغه ډول برخې اخيستنې لپاره اړتياوي او ډيري  ګټوري به وي. په محلی سطحه  د مکتب د چارو د نظارت یو مطمئین انتظام په مرکزی سطحه د نظارت او تصدیق سر خوږی ډیر راکمولای شی. په اوسنی وضع کی د وزارت د لوړپوړو چارواکو د ارزښتمن وخت لویه برخه  په اداری چارو ، که څه هم ډیری مهمی دی، تیریږی. مثلآ که یو ریس په یوه دقیقه کی د دولسم ټولګیو د فراغت لس تصدیقونه مهر او امضا کړای شی، نو ټول ټال د کال  یوه کاری میاشت لږ تر لږه د سل زره  تصدیقونو د امضا لپاره پکاریږی.  
په هیواد كې د ښوونې او روزنې موجوده وضع د تعليمي نظام د دوامداره پرمختګ له اړخه د ډېرې انديښنې وړ ده: نړیوالی اعانی او مرستی د هیواد د داخلی (کورنی) ټول تولید ( GDP)  71%برخه جوړوی چی د هیواد کلنی پرمختیایی ټوله بودجه او حتی د عادی بودجی تر 45 ٪ زیاته برخه له خارجی بلاعوضه مرستو او اعانو څخه تمویلیږی. په بشپړه توګه د لګښتونو پوره كول له باندينيو مرستو څخه په راتلونكې كې \"باندينيو مرستو ته د محتاجۍ\" وېره او خطر رامنځته كوي، چې دا بيا په خپل وار د واك او خپلواكى په محدودوالى او يا د راتلونكى نسل په پوروړي كيدلو منتج كيږي. تر هغو پورې چې د ښوونيزو لګښتونو لپاره د ملى منابعو د پيدا كولو تلاش ونه شي او په تدريجى ډول د مالى مسئوليت د په غاړه اخيستنى لپاره پلان جوړ نه شى، د موجوده ښوونيزو اسانتياوو دوام او بقا به له خطرې  سره مخامخ وي. د ښوونيزو اسانتياوو موجوده پرمختګ چې د نړيوالې ټولنې لخوا هڅــول كیده او د ولس لخوا يې غوښتنه كیده، د موجود ملى مالى او بشرى وس او منابعو په نظر كې نيولو سره نده پلان شوې.
د ښوونې او روزنې لګښتونه د ټولنو د عمومى بودجو لويه برخه جوړوى. په پر مخ تلونکو ټولنو کې د ښوونې او روزنې د وزارت کارکوونکي تر ټولو لوى دولتى توظيف شوى پرسونل او د ښوونکو معاشونه د ملى بودجو تر ټولو دروند بار وي. د ښوونکو معاشونه د ښوونې او روزنې د بودجې معمولاً 80 - 90 فيصده تشکيلوى. په هیواد کی د تعلیمی سکتور اوسنی وضع هم دغه حالت لری. تعلیمی بودجه د دولت د ټولی عادی بودجی 16.6 % او تعلیمی انکشافی بودجه د دولتی ټولی ملی انکشافی بودجی 14 % دی.  د معلم معاش د معارف د عادی بودجی تر 80 % هم زیاته برخه تشکیلوی. دغو حقایقو ته په کتو  موجوده وضع د تعلیمی نظام د تمویل له اړخه د هیواد لپاره یوه لویه ننګونه بلل کیدای شی.
  په  2004 م کال کي د افغانستان د راتلونکي د تضمين ( Securing Afghanistan’s Future ) په نامه په تيار شوي  سند کې راغلي دي چې  په موجوده وضع کې  د هیواد د ښوونکو منځني  معاشونه د ټول کورني عايد 2،7  ځله دي او هدف دادی چې تر 2015 م کال پورې  به دغه اندازه  1،3 ځله شي. د دغی فرضیی له مخی  که اوسنی ټول کورني عايد (900) امریکایی دالره وی، نو په اوسط ډول د معلم میاشتنی معاش باید 230 دالر (11500 افغانی) په شاوخوا کی شی. که څه هم د معلم اوسنی معاش دغه حد ته ور نژدی ښکاری خو په داسي حال کي چې دولت لا تر اوسه په لويو ګمرکي عايداتو د تسلط پيدا کولو په مرحله کې دی او د مالياتو د را ټولولو ملي نظام  بشپړ فعالیدل يو وخت ته اړتيا لري، نو دښوونکو د معاشونو زياتوالی په موجوده دولتي بودجه کې ممکن نه ښکاري او په دې اړه  به د ولس ونډه اخيستنه يو لازمي نوښت وي.    
په غريبو هیوادونو کې د تعليمي لګښتونو د پوره کولو او د تعليمي نظام د دوامداره پر اختيا لپاره مختلف مودلونه تجربه شويدي. يو مثال يې هم د لګښتونو دشريکولو  Cost Sharing مودل دی. په دې تجربه کې ولس د ماشومانو دتعليم يوه برخه مصارف پخپله پوره کوي. مثلاً  کتابونه، قرطاسيه او نور. کیدای شی چی په هیواد کی دغه تجربه د مکاتبو د موجوده شوری ګانو له لاری وازمایل شی.
که د ملګرو ملتونو د  ټولنیزو او اقتصادی چارو د دفتر د تخمین سره سم  فرض کړو چی د هیواد د تقریبآ 30 میلیونیزی کتلی څخه 16 میلونه یی د تولید دعمر ( د 18 او 65 کلونو تر منځ) نفوس تشکیلوی او که هر یو یی  د ورځی یوه افغانی د خپلو اولادونو د تعلیم لپاره وقف  کړی نو ټول ټال به هر یو د کال لږ تر لږه 7 دالره جمع کړی او پدی ترتیب به ټول په ګډه سره د کال تر سلو میلیونو زیات نغدی مرسته وکولای شی. دغه رقم د موجوده کلنی تعلیمی مصارفو څلورمه برخه جوړولای شی. که دغه مثال ته فکر وکړی شاید ومنلای شو چی د تعلیمی مصارفو تمویل به د ولس په مرسته یو ناشونی کار نه وی. د ورځی یوه افغانی بچت کول د ډیرو غیر ضروری مصارفو د نه کولو، مثلآ د پیپسی نه چښلو له لاری هم آواریدای شی.   
د دولت لخوا د يوه شاګرد د يوه کال د تعليم لګښت تقریبآ 60 امريکائي ډالره په شاوخوا کی بلل کیږی . که څه هم د دغه معيار له مخې کيداي شي  چې داسې و پتيله شې چې د هیواد د اقتصادي پرمختګ په صورت کې به ملې منابع د دغو لګښتونود پوره کولو جوګه شې. لدی سره سره که د ولس برخه اخستنه تشویق او تجربه شی، کیدای شی د تعلیمی نظام د تمویل یوه برخه مستقیمآ له ټولنو څخه تر لاسه کړای شی او پدی وسیله به نظام دوامداره انکشاف تر یوه حده تضمین شی. 
 
د ولس دونډې اخيستنې پاليسۍ او لاري
تر ټولو مهمه مسئله په دې هکله د هیواد په تعليمي پاليسيو کې بدلون او اصلاحات را وستل دي. ددې  لپاره بايد څيړنې تر سره شي او ولسي تجربې را ټولې او په يوه منظم چوکاټ کې راوستلې شي. تعليمي پاليسې بايد د دغو ولسې تجربو په بنا جوړې شي او د راتلونکي لپاره د لارښود په بڼه تنظيم او ترتيب شي.
  ښه به وي چې د ولس د ونډې اخیستنې لپاره دغه ډول موجوده جوړښتونه  تقويه شی او کيدای شي محلې تعليمې شورا ګانو کی محلې مخور، د تعليم  مينه وال او مسلکې افراد نور زیات شي. البته دا ډيره مهمه ده چې د ولسي شورا ګانو غړي بايد دخپلې خوښې رضا کاران وي، نه رسمي دولتي مامورين. د محلي جوړښتونو او د ښوونځيو په چارو کې د ولس د ونډې اخيستنې لپاره مقررات او لوايح وضع شې. د مکتب د شوری د صلاحيتونو او مسؤوليتونو په باب لوايح او مقررات  وضع شي. کيدای شي چې د صلاحيتونو ساحه ئې  یوازی د ښوونځيو د چلولو تر چارو پوري ( د ښوونځيو د رخصتيو وخت، کنترول او نظارت، د تعميرونو  ساتنه)  محدوده نه شی، بلکه  د ولس د مالی ونډی اخستنی مسولیت هم ور ته ورکړل شي، مثلا تعلیمی مالیو او اعانو را ټولول او نور. . پکار ده چی د تعليمي مالياتو د راټولولو لپاره محلي ولسي جوړښتونه په نمونوي توګه وازمول شې. همدا راز په ښوونه او روزنه کې د ولس د ونډې اخيستنې په هکله کاميابې تجربې بايد  د تعليمي پاليسۍ يوه برخه وګرځول شي او تعميم شې.  
د متوقعه ونډې اخستنې يو شکل به هم مالې ونډه وي. کيداي شي چې د اعانې او يا اضافې تعليمي مالياتو په نوم په محلې سطحه تنظيم شې. په دې اړه کيداي شې دولت د تعليمي اضافې ماليې په نوم پاليسې وضع کړي، مثلاً د پخوا په شان  ((سر مردي))  او ((چهل و يک)) ته ورته د ((سرماشوم)) په نوم د مالياتو پاليسي وضع کړي او محلي ولسي شورا ګانو ته ئي د راټولولو يا تعقيبولو مسئوليت وسپارل شې.
په دې وسيله هيله کيــــــږي چې په ښوونه او روزنه کي د ولس د ونډې اخيستني له لاري به له يوي خوا تر يوه حده  د هیواد د ښوونيز نظام دوامداره پرمختګ  تضمين شي او له بلې خوا به   په محلي سطحه د ښوونځيود نظارت او ولسي مرستې له لارې د ښوو نې او روزنې په  کيفيت  کې ښه والی رامنځته شي.
هيله ده چې پورته څو ټکي   د هیواد په  ښوونيز نظام کې د ولس د ونډې ا خيستنې په هکله مناقشې وهڅوي او ګټور به تمام شي