
د هندوستان دآزادۍ په زيار کې پښتنو لويه برخه لرله .د پښتنو تودې وينې ددې ارت ملک په سرخرويۍ کې هر کله او هر چيرې ډير کارونه شوي دي . د هندوستان تاريخ (که تر حق تير نشي ) بايد د هندوستان د خپلواکۍ په ماڼۍ کې د پښتنو غوڅو شويو ککريو ته د يو ټينګ او نه ړنګيدونکي بنسټ په سترګه وګوري . د هندوستان د تاريخ په شهادت ددې خبرې ثبوت لره صرف د يوۀ پښتانه جرنيل بخت خان نکل له ننګيا لي پښتانه څخه را اخلو :
د حافظ رحمت خان بړيڅي په تباه شوې کورنۍ کې د حسن او اخلاق لمر عبد الله خان پښتون چې سلطان پور ته ولاړ نو د شجاع الدوله د کورنۍ يو شهزادګۍ ور باندې مينه شوه او اخر يې له عبد الله خان سره نکاح وشوه .
عبد الله خان ته سلطان پور جاګير ورکړل شوی وو هلته يې له دې شهزادګۍ څخه د عبدالله له نورو علمونو سره د جنګ فنونه هم زده کړل .د سلطان پور جاګير دومره نه وو چې د ټول خاندان ګذاره ور باندې کيدای شوی .ډير زلمي يې يو او بل خوا ته خواره شول .بخت خان هم د خپل لوړ عزم په وجه چپ ژوند کله تيرولای شوای . د فر نګيانو په توپ خانه کې نوکر او په لږه موده کې د اوچتو افسرانو په قطار کې شمار شو .
دبخت خان په خټه کې اسلام او پښتو دواړه څنګ په څنګ اخښلي وو ځکه نو په ده د فرنګيانو مخ ښه نه لګيده .د عالمانو مجلسو ،د غزا او جهاد جرګو د پښتنو د تير تاريخ مطالعې د پښتونوالي نوم بخت خان دې ته تيار کړ چې د فرنګي په نوکرۍ لعنت ووايي او د ځان دپاره بله لار خوښه کړي په (۱۸۵۷ع۱۲۷۳ه ق)کال چې له ميرټ نه تر کلکتې پورې په هندوستان کې د فرنګي خلاف دآزادۍ جنګ ونښت بخت خان په بريلي کې وو .له خپل پير حضرت سرفراز علي صاحب نه يې اجازت واخيست او د آزادۍ په غزا کې شريک شو .
دحافظ رحمت خان لمسی (نواب خان بهادر بړيڅی)د بخت خان په بخت او تدبير په بريلي قبضه وکړه او چاپيره ملک دهغه په ولکه کې راغی بخت خان د بهادر شاه لقب ورکړ سوبهارام يې دديوان (دفتر دار)نياز محمدخان يې جرنيل او مدار علي خان يې سپه سالار مقرر کړ اول يې (بدايوان)ونيو بيا له فرخ آباد نه تير شو په بلب کړ وروخوت دلته هم د بهادر شاه (نواب خان بړيڅي)سکه جاري شوه .
انګريزان د شيطانۍ په کار کې دومره ميړني دي چې ابليس ورته په غوږونو لاس ايښی دی .غداران په هر قام کې مونده شي غدارانو په بډو او انعام انګريز ته ميدان صفا کړ ـ نواب خان بهادرخان يې په خپل مقصد کې ناکام کړ .ګرفتار او په بريلي کې پانسي شو .
ډهلی د ټولو هنګامو مرکز و ښاغلی بخت خان د زمري په شان په (۲)جولای سنه(۱۸۵۷ـ۱۲۷۳ه ق )ډهلي ته ورسید . یواځې نه د څوارلس زره روهیله فوځ توپو اود ډيرو وسلو سره جرنيل بخت په ډهلی وزننووت.
د بخت خان او د بريلي غازيانو ډهلي ته د رسيدو خبر شهزاده مغل ميرزا خپل پلار بهادر شاه ظفرد (ډهلي )مغل پاچا ته ورکړ . بهادر شاه ظفر په ډير اخلاص د جنرال بخت خان هرکلی وکړ او د فرزند خطاب يې وروباخښه .يو ښکلی ډال او د جواهرو ډکه توره يې ورته عنايت کړه او په ټول ډهلي کې اعلان وشو چې دټول فوځ اعلی افسر جنرال بخت خان مقرر کړی شو .
جرنيل بخت خان خپل فوځي دفتر بيل جوړ کړ .او د خپل شخصيت انتظامي استعداد او قابليت په وجه يې د فوځ په حيثيت کې ډير زياتی وکړ .په (۹)جولای (۱۷سرطان)جرنيل بخت خان د لس زره فوځ سره په انګريزي فوځ حمله وکړه او په ((تيس هزاري))ميدان کې يې ورته شکست ورکړ آسونه ،توپې ،وسلې او ډير څيزونه د غازيانو په لاس ورغلل .
بيا د غازيانو د فوځ دوې پلټنې د پنځو سوو سپرو رسالې ،شپږو توپو او ډير اسباب جنګ سره د جنرال بخت خان په حکم باغپت ته روانې شوې .په دې غرض چې انګريزانو ته د پل جوړولو موقع ور نکړي .
له دې نه علاوه يو لوی فوځ له جنګي ساز او سامان سره علي پور ته وليږل شوه .غرمه جرنيل بخت خان ته خبر راغی چې غازيانو لويه سوبه کړې ده په دې خبر ټول ډهلی کې جوش او خروش پيدا شو ا و د غازيانو حوصلې اوچتې شوې.
فوځ عالمانو او عام ولس د جرنيل بخت خان په مشرۍ کې د ځان او مال قربانۍ ته ملا وتړله د جرنيل بخت خان سره له بریلی او شاو خوا څخه سل عالمان راغلي وو له دې نه علاوه د ټونک ،جی پور، بهوپال، هانسي ،صاو او اګرې نه ډير زیات عالمان رارسیدلي وو که سپاهیانو له تورو اوټوپکو نه کار اخیست نو دحق عالمانو د مذهب په روح د جهاد په جوش د شهادت په شوق دجنت په نعمت د حوض کوثر په شرابو او د الله تعالی ددیدار په امیداو یقین د مسلمانانو په غیرت کې زیاتوالی راووست
هرهر ځای چې په هندوستان کې د انګریزانو خلاف د آزادۍ انقلاب راپورته شو د هغه سر پرستي جرنيل بخت خان کوله ځکه د بیل بیل ځایه به دا نقلاب فوځ سپه سالارانو له جرنيل بخت خان نه هدایت اخیستل . ډهلي څلور میاشتې او څلور ورځې د جرنيل بخت خان په لاس کې و .خو د جرنيل بخت خان په لاره کې لوی خنډ شهزاده مغل ميرزا و ځکه چې بهادر شاه ظفر خپل ځوی ((مغل ميرزا)) ته چې بې تجربې بيکاره او د دښمن له چل او فريب نه بيخبره و د ټولو فوځونو سپه سالار ي ورکړې وه او بل دا چې د فوځ له پاره تنخواه نه وه هندوانو ،بڼيا ګانو به قرض ور کاوو ،اما دشهزاده مغل ميرزا خسر (ميرزا الهی بخش ) لوی بې ايمانه او د فرنګی تالی څټ دهغه په لمسون د بڼيا ګانو قرض ورکول په جرنيل بخت خان باندې بند کړل .
حکيم احسن الله د ډهلي نه د فوځ يوه لويه برخه بهر وليږدوله . بل کار دې حکيم احسن الله دا وکړ چې د بيګم ثمر حويلۍ کۍ پنځوسوو کسانو ګولۍ دارو جوړول يوه ورځ يې هغه ته اور ورته کړ او سوه منه ګولۍ دارو او د هغې کاريګر په کې وسوځيدل . د جرنيل بخت خان په کوښښ عالمانو فتوا ورکړه چې د فرنګيانو په خلاف غزا کول فرض دي اوويشت زره سپاهيان د جرنيل بخت خان تر مشر توب لاندې شپه او ورځ غزا ته تيار وو چې احسن الله ګو لۍ دارو والوزول .
پادشاه (بهادر شاه ظفر)له او ل نه زړه بايللی وو بيا نو الهی بخش څه داسې جادو ور باندې وکړ پادشاه له کلا نه مقبره همايون ته د پناه اخيستو د پاره و تښتيد .چې انګريز په بډو ميدان صفا کړ او پادشاه وتښتيد .نو جرنيل بخت خان هم په هغه شپه ډهلی پريښود او له خپل ځان سره يې هغه ځوانان واخيستل چې ور باندې باور يې وو په همدې شپه جرنيل بخت خان د بهادر شاه ظفر په مخ کې هغه الفاظ وويل کوم چې د هندوستان تاريخ يې بدلولای شو جرنيل بخت خان په ډير تا ثر پادشاه ته وويل (( سره ددې چې فرنګيانو د ډهلي ښار اخيستی دی خو زموږ ډير څه تاوان شوي نه دي ټول هندوستان له موږ سره دی پادشاه دې بې له تردد نه ما سره روان شي زه به په غرونو کې داسې مورچې جوړې کړم چې د فرنګي شيطانانو ته به هم هغه معلوم نه وي ډهلی پايتخت دی خو کلا نه ده
په دې جنګ کې لويه خرابي داوه چې شهزاده مغل ميرزا د فوځ سپه سالار و اودی د جنګ له فن نه بېخبر ه وو دانه وه ورته معلومه چې بې سره فوځ څنګه قابو کيداشي که شهزاده زما په کارونو کې اړ او پيچ نه اچولای نو يقينا چې ددې خود سره فوځ په قوت به هم موږ انګريزي فوځ ته شکست ورکړی وو .ولې اوس هم څه تللي نه دي بيابيا عرض کوم چې هيڅ تلي نه دي .
د هر رياست زړه زموږ سره دی هغوی له فرنګيانو نه ويزار د ي او د هغوی دا يقين دی چې انګريزان په کراره کراره د هندوستان ټول رياستونه هضمول غواړی هر کله که لږزموږ پله درنه شوه نو ټول رياستونه به زموږ مرستې ته رارسيږي .
د پادشاه پلار او نيکونو ډير شکستونه ګاللي وو .په بابر شاه او همايون او اکبر باندې تر دې زيات تکليف راغلی وو دوی به سعيه پرې نښودله آخر به بريالي شول
ددې خبرو په بهادر شاه ظفر هيڅ اثر ونشو ميرزا الهی بخش د پادشاه په رګونو کې وينه داسې سره کړې وه چې د بابر، همايون ،اواکبر ننګ اچولو هم پرې هيڅ اثر ونه کړ .جرنيل بخت خان د هندوستان د بخت ویښولو ته راغلی وو و لې بهادر شاه ظفر له ويښولو نه انکار وکړ او له دې انکار نه پس جرنيل بخت خان خپل فوځ سره ډهلي ته اخري ځل په مخه ښه وويله او لکهنو ته روان شو او د لکهنو نه بيا جلال آباد ضلعې (هر دويي)ته ولاړ .
بخت خان وليده چې غداران هر ځای را پيدا شول دين خرڅونکي ،ايمان خر څونکي ،وطن خر څوونکي ،قوم خر څوونکي په انګریز پرستۍ کې یو له بل نه وړاندې کيږي يوه شپه داسې د ولس له منځ نه غيب شو چې تر اوسه يې نښانه معلومه نشوه .
سيد الرحمان بهير ستانکزی