هستی


تا دې تلونه باد 
څه هم راپاتی ندی
بس!
خړین دیوالونه
دیوال کې ستا تصویر
سورئ چت
تورې تیاری
لاس کې مې شراب
دګردو ډک ټغرباندې
یوسپین کاغذ دې
پروت
چې
توری پکې نشته
د تورو پرځای
زما خاوری شوی ارمانونه
د سګرټو هیرو په شکل
په کاغذ باندې 
پراته دې 
همدا زما هستی ده 

نقیب الرحمن لکڼوال 
ادیسه اوکراین 12.11.2009