
سیدسعید
دمارچ پر۲۰مه ،بي بي سي اوپژواک اژانس خبروکړچي
دهلمندولایت په موسی کلاکي دلاریون پرمهال
خلګوته مرګ ژوبله اوښتې ده .پیښه داسي ده چي
دموسی کلادکنجک په سیمه کي پولیس دخاکساراواحسان الله په مشري یومسجدته ورغلی اوهلته یې دقران عظیم الشان سپکاوی کړی دی
.خلګویې پرضدلاریون پیل کړی اوپه پیښه کي دککړوکسانودنیولوغوښتنه یې کوله چي دپولیسودبې دریغه ډزوسره مخ شوي دي .دعیني
شاهدانوپه ویناچي دپولیسوپه ډزوکي شل (۲۰)تنه مظاهره کونکي شهیدان شوي دي .دشهیدانوهمدې شمېرته پژواک اژانس هم اشاره کړ
ې ده .
دهلمندولایتي چارواکو دولسي خلګووژنه په دې
ټکوتوجیه کړه چي ګویادلاریونکونکوڅخه وسله والومخالفانوپرپولیسوډزې وکړې چي په
غبرګون کي یې پولیسوهم ورته عمل ته لاس
واچاوه .خوددوی دادعابرعکس وروسته جوته شوه چي دمظاهره کونکوسره وسلې نه وې ،ځکه
که وسلې ورسره وای نوبیاپولیس ولي ونه وژل شول
چي مرګ ژوبله یوازي په اصطلاح همدې
وسله والومظاهره کونکوته ورسیده .
لوستونکي پوهیږي چي دملي ارزښتونواواسلامي
شعایروپه تېره دمسلمان ملت دمومن به کتاب (قران عظیم الشان )سوځول ،په مرمیوویشتل
،تربوټونولاندي کول ،په کثافاتوکي اچول او.... همدالومړی ځل نه دی ،په تېره لسیزه
کي دهیوادپه لراوبرکي بې شمېره ورته کړني - چي زیاتره یې دیرغلګروځواکونوله
خواترسره شوي - رامنځته شو ي دي .خوکله چي
هم خلګودخپلومقدساتودتوهینونکوپرضدلاریون
پیل کړی دډیموکراسۍ پوځیانویې په سپکوسپورو،وهلو- ډبولو،اوشهیدولوځواب ویلی دی
.دتېر(۲۰۱۲)ز،کال دفبروري بېلګې یې په لاندي کرښوکي لوستلای شو !.
دفبروي پر۲۱مه
نیته دپروان ولایت دبګرام دهوایې اډې ومخته
په زرهاووولسي وګړودامریکایانوله لوري دقرآن کریم دسوځولوپرضدپراخ لاریون
پیل کړ چي په غبرګون کي یې یرغلګرواودهغوی
مزدورانوزیات شمېرمظاهره کونکي په ديره بې رحمۍ له تیغه تېرکړل .
دفبروري پر۲۲مه
نیټه دپروان ولايت دشينوارو
ولسوالۍ کي پولیسو«اته» کسه لاریون کونکي
شهیدان او«پنځه لس »تنه یې ټپیان کړل .
دفبروي پر۲۲مه
نیټه دجلال ابادپه ښارکي محصلینواوعاموخلګوپراخ لاریون ترسره کړ،مظاهره
کونکودیرغلګروضدشعارونه ورکول اودقرآن شریف دسوځونکومحاکمه یې غوښته ،خوپه همدې
مهال دملي !! پولیسوتربریدلاندي راغلل چي په پایله کي «یو»تن شهیداو«شپږ»کسه ژوبل
شول .دغه رازپه همدغه نیټه دلوګرولایت
دبرکي برک ولسوالۍ په برک راجان سیمه کي هم دلیسې زدکړیالانواوولسي
خلګودیرغلګرودیادشوی نارواعمل پرضدمظاهره وکړه ،دلته هم مظاهره کونکي
دپولیسوترډزولاندي راغلل چي له امله یې «یو»تن دلیسې زده کونکی شهیداو«اووه »تنه
ټپیان شول ،او «دوولس» تنه مظاهره کونکي
دلاریون په جرم !! یرغلګروبندیان کړ ل .
دفبروري پر۲۳مه
نیټه دپروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کي
پولیسوپرلاریون کونکوبریدوکړ چي له امله یې «څلور»تنه مظاهره چیان شهیدان او«پنځه »زخمیان شول .داروزګان
ولايت ددهراودولسوالۍ په بازارکي دکابل – کندهاردلویې لاري پرسردسره پله په سیمه کي
پرلاریون کونکوډزي وکړې چي له امله یې «یو»تن مظاهره کونکی شهید او«یو»بل تن بیاټپي شو .
دفبروری پر۲۶مه
نیټه دکندزولايت په خان
ابادولسوالۍ کي خلګودقرآن کریم دسوځویدوپه غبرګون کي لاریون وکړ،خلګوداشغالګرواودهغوی
دمزدورانوپرضدشعارونه ورکول اوژرترژره یې له افغانستانه دخارجیانودوتلوغوښتنه کوله
،خوعسکروپه لاریون کونکوډزي وکړي چي له کبله یې «څلور» تنه ولسي وګړي شهیدان
اوټپیان شول . دغه رنګه پرهمدې نیټه دسمنګان ولايت په مرکزايبک کي هم دداخلي عسکروله لوري «دوه» تنه
مظاهره کونکي شهیدان شول .
پوښتنه داده چي دوی (خارجي اوداخلي عسکر) دربړي
ګولیواواوښکي بهونکي ګازڅخه ولي کارنه اخلي چي
کله هم دمړیني اوسختي ژوبلیداسبب نه ګرځي ؟!.
چارواکي
تل دخپل عادت له مخي دتاوتریخوالي تورپه مظاهره کونکو پوري کوي ،که څه هم
خلګوهرځل همداډول تورونه ردکړی دی ،خوکه
فرض کړوچي لومړی لاریونکونکي اخ وډب ته لاس اچو ي ،سمه ده ،دوی که ډیرغښتلي شي
ډبري به واوروي لکه چارواکي چي هم همداډول ادعاو ي کوي ،نوځواب یې ولي دټوپک په شپېلۍ ورکول کیږي
؟.دوی دي ولس ته ځواب ووایې چي دموسی کلالاریون کونکي کي یې ولي ،په کو م قانون اوڅه ګناه په خپلووینوکي لت پت کړل ؟!.ایاله وژني پرته یې بله لارنه وه ؟!.