
یو سړي په کنایه له یوه ړانده څخه وپوښتل: خدای هیڅ شی بې ګټې نه دی پيدا کړئ ستا د ړوند والي ګټه څه ده ؟
هغه ځواب ورکړ: دا چې ستا مخ ونه وینم .
***
یو سړي یو بخیل ته وویل: خپله ګوتمۍ ماته راکړه چې هر وخت دي پر یادو م.
بخیل ځواب ورکړ :هر وخت چې غواړې ما په یاد کړې سوچ وکړه چې تا دغه ګوتمۍ غوښتل او ما درنه کړه.
***
یو ډم د خواجه سر خرېیي ناببره يې لاس ختا شو او سر يې ورټپي کړ.
هغه چغه کړه: هي سړیه! زما سر دی پرې کړ!
هغه ځواب ورکړ : چوپ! سر پرې خبرې کولی نشي.
***
طلحک ته خدای یو زوی ورکړ.
سلطان محمود له هغه څخه و پوښتل: ماشوم لور ده که زوی؟
هغه ځواب ورکړ : د فقیرانو هغې یا زوی وي یا لور
سلطان وپوښتل :اې سړیه! چې د فقیرانو یا زوی وې یا لور نودشتمنو څه وي؟
هغه ځواب ورکړ :بد کاره،ظالیم، ناساز او کور تباه
***
یو سړي له یو ځوان څخه وپوښتل: د چا زوی يي؟
هغه ځواب ورکړ :د فلاني وراره یم.
هغه په اریاني وویل:: عجبه ده زه طولاً پوښتم ته عرضاً ځواب راکوې.
***
د یونان یو نامتو سردار له خپل لښکره مخکې یو کلي ته ورسید دا چې هغه ډیربدرنګه وو یوې ښځې فکر وکړ هغه مریي دی؛ هغه ته يې وویل: دا لرګي مات کړه!
هغه د لرګو په ماتولو اخته وو چې لښکر يې راورسید.
یو کومندان يې له هغه څخه وپوښتل: څه کوې؟
سردار ځواب ورکړ : خپل د بد رنګي مالیات ورکوم!
***
یوې مینځې پر یو پتنوس پوښ اچولی او د خلکو تر منځ تیریده چې یوسړي ترې وپوښتل: په پتنوس کې څه شی دي؟
هغې ځواب ورکړ :که مې غوښتل تاسو په هغه پوه شی نو ولې مې پوښ پر اچوئ.
***
یو طبیب یو سړي ته چې دوه خواړه يې یو ځای خوړل وویل:
دا دواړه سره ضد دي هغه یو ځای مه خوره!
هغه سړی ناروغ شو او طیب ته ورغئ طبیب ورته وویل:
ما درته ویل دا دواړه خواړه سره ضد دی نه جوړیږي.
ناروغ په سړه سینه ځواب ورکړ :اوس خوسره جوړ شوي دي او زه یې ناروغ کړی یم
***
یو سړی یو هلک ولید چې پر ویاله پروت اوبه څښي
هغه ورته په نصیحت وویل: داسې اوبه مه څښه!
هلک وپوښتل : ولې؟
هغه ځواب ورکړ : عقل لږوي!
هلک وپوښتل: عقل څه شی دی؟
سړي ځواب ورکړ: تاته نه وایم خپل کار کوه!
***
یو سړي په عربې له بل سړي څخه وپوښتل : شونډان دي ولې پرې شوي دي؟
هغه ځواب ورکړ: انځر چې خواږه شي پرې کیږي.
***
یو شاعر چې له حج څخه راغلی وو خپلو دوستانو ته يې ویل: چې د خدای کورته ورسیدم د خپل شعرونو دیوان مې د تبروک لپاره په حجرالاسود وموښئ
ملګرو یې ورته وویل: بهتره وه د زمزم په اوبو دي پرېولی وای.
***
خواجه منعمي د ځان لپاره یوه مقبره جوړه کړه او یو کال یې په هغه کې کار وکړ بیا یې له بنا څخه وپوښتل : بل شی خو کمبود نه دی ؟
هغه ځواب ورکړ: یوازې ستا شریف بدن
***
هارون الرشید له بهلول څخه وپوښتل : تاته ښه سړی څوک دی؟
هغه ورته وویل : هغه څوک چې زما نس موړ کړي.
هارون الرشید وپوښتل: که زه ستا نس موړ کړم زه ښه سړی یم ؟
هغه ځواب ورکړ: دوستي په پور نه کیږي.
***
یو شاعر بل ته وویل: زړه مې غواړي داسې یو شعر ولیکم چې موضوع یې نوې وې او چا تر اوسه په هغه موضوع شعر نه وي لیکلی
هغه بل ورته وویل :دا خو اسانه ده د خپل ځان په مدح کې یو شعر ولیکه!
***
وایي د جامي بدن ډیر وېښتان لرله په حمام کې یو ناټکي دهغه وپوښتل: مولانا! ولې د پوستین سره حمام ته راغلی یې؟
جامي ځواب ورکړ:ستا د سړو خبرو په خاطر!
***
په ایران کې د رضا شاه په وخت کې د رسنیو آزادی ډیره محدود وه ان پر دولت يې دیوې کوشنی نیوکې د چاپولو اجازه هم نه ورکوله.
فرخي یزدي دا لاندې شعر چاپ کړ:
خرس خوانسار فراری شده امسال به کوه
سارق زلقی از امنیت آمد به ستوه
الغرض از ستم و جور اثری نیست که نیست
خبر این است که اینجا خبری نیست که نیست
«لوڅونکی یږان ښږکال غره ته وتښتیدل .مالومداره غله له امنیته په عذاب شول نچور داچې هیڅ جوراوستم نشته او خبر دا دی چې دلته کوم خبر- مبر هم نشته چې نشته)
***
کله چې کریستف کولمب د امریکا لویه وچه کشف کړه د ا د هسپانویا نو خوښه نه شوه چې یو ایتالوي ملاح دا نوم تر لاسه کړ نو د هغه د ځوریدو لاره يې ونیوله.
په هسپانیا کې یوه لویه میلمستیا جوړه شوه موخه يې دا وه چې په کولمب باندې ملنډې ووهي.
دخوړو په میز یومیلمه کولمب ته په نیوکه وویل: ته ګمان کوې د امریکا کاشیف یوازې ته يې؟
هغه چوپ وو، چې ټولو خپلې نیوکې خلاصي کړې هغه یوه پخه هګۍ را پورته کړه او د میلمنو څخه يې وپوښتل: په تاسوکې څوک شته چې دا هګۍ په اوږدو ودروي؟
هغوی ټولو هڅه وکړه خو هګۍ په اوږدو نه دریده؛ بیا کولمب د هګۍ د سر پوستکی لږ مات او لیري یې کړ او هګۍ يې په اوږدو ودرول
ټولو میلمنو نارې کړله: دا خو موږ هم کولی شول.
کولمب وپوښتل :
ولې مو ونه کړل؟
امریکا هم دغه ډول وه هغه موجوده وه که څوک هغه خواته رهي شوی هم وای نه ورسیدی ما په خپل همت هغه ومونده
***
اخځلیکونه:
En.netlog.com-1
Yanzpardaz.blogfa.com-2
7arts.jameatulquran.com-3
webgozaramir.blogfa.com-4