د ميوندۍ ملالې لار


د ملالې میوندۍ په لار روان شئ
پښتنو پیغلو ځوانانو سره کاروان شئ
زرغونې انا تاریخ  بیا راژوندی کړئ
په تدبیر کې لکه مور د میرویس خان شئ
دا هیواد درنه په نره خدمت غواړي
د ولس خپل د غوښتنو ترجمان شئ
له ځوانانو څخه هسې پوره نشوه
د قومونو د ې رنځونو له درمان شئ
د ځلانده لمر په لور پاڅئ یون وکړئ
یو له بله نه د هر څه مخکښان شئ
ستاسو ونډه په تاریخ کې کمه نه وه
lمیړنۍ میندې د یو یو قهرمان شئ
د میړانې د غیرت سره هم ښايي
چې سمبال د علم پوهې په عرفان شئ
مطیع غواړي پرمختګ مو د الله نه
ښکلی لمر په پاکه خاوره د افغان شئ