د پسرلي پیغام

د سپرلي د ليدلو امید لرونکي د پسرلي فضا غواړي،لکه مرغان شنې ونې،بلبلان دچمن ګلونه،حیوانات د غرونو شینکۍ او تازه هوا، الله ج دې وکړي چې د سپرلي په راتلو سره زمونږ په هېواد کې د سولې فضا د بیارغاونې انځور او یو له بل سره د ورورولۍ فکر راشي، ځکه چې هر د روح خاوند د دوه ډوله څیزونو څخه جوړ دی،چې یو وجود او بل روح دی چې دادواړه یو له بل څخه نه بیلیدونکي دی .
لکه څرنګه چې د جسم په تکلیف روح نا ارامه وي، په همدې ډول د روح په نا ارامۍ سره جسم وده نه کوي،که هر څومره نعمتونه جسم ته برابر وی خو د روح د تکلیف له امله یې زړه نه قبلوي،چې دا هم د جسم یوه برخه ده او که یې وخورې نوورته ګټه نه رسوي .
دغه راز سوله،خوشحالي، ورورولي،یو والی،د عافیت ژوند،مینه،خوږې خبرې او د خوښۍ خبرې د روح لپاره غذا ده،نو موږ د لوی الله ج له دربار څخه غواړو،چې دا هېواد زموږ لپاره د سولې کور وګرځوي،لکه څرنګه چې مرغان د ځان لپاره بڼ خوندي او د سولې ځای احساسوي،نو هیله لرو چې ددې هېواد دبچیانو لپاره هم ګران افغانستان د سولې بڼ جوړشي .
د پسرلې په رارسیدو سره اړينه ده چې د ونو له کینولو څخه هم یادونه وکړم.
دا چې نیالګي يو طبعي موجود دی چې له خپل چاپیریال سره څو اړخیزه اړیکي لري،که چيرې د انسان او د هغه د چاپیریال ترمنځ دغو اړيکو کې طبعي توازن له منځه ولاړشي،د انسان ژوند له ګواښ سره مخامخ کیږي،د انسان او نورو ژونديو موجوداتو اړیکي له چاپيریال سره د ایکولوژي په نوم یادیږي،چې په دغه چاپیریال کې خاوره،ډيرې،اوبه،هوا،ونې،بوټې،کروندې،او غورونه هر یو یې مونږ ته ګټور توکې برابر وي. نو په چاپیریال کې د انسان لپاره هغه سرچینې شته چې د بشر په لاس نه دې جوړې شوې، بلکې په قدرتي ډول موجودې دي، او زموږ ژوند ورسره تړلی دی،څکه چې ونې هم د نورو طبعي منابعو په شان دوه ډوله ګټې لري.
۱ محسوسه ګټه : چې به ارقامو او اعدادو یې ښودلای شو،لکه یوه ونه د اتلس کسانو لپاره هوا تصفیه کولای شي .
۲ غیرې محسوسه ګټه : د دغه ګټې ارقام نشي ښودل کیدلای .
څرنګه چې اسلام د چاپریال او ژوندانه د وسایلو د خوندي کولو او نه ویجاړولو په اړه حکم کوي همدا راز د بیا رغولو،ابادولو او د دوامدارۍ پراختیا په اړه هم حکم کوي،دطبیعي زیرمو د ساتنې او د دوي د ابادولو ترمنځ دغه لاس وهنه د نیالیګو کینولو او ابادۍ له لارې د شاړې ځمکې د ابادولو په باره کې نبی اکر ص فرمایلي دي،که هرڅوک یو نیالګی کینوي او له هغې یو انسان او یا دالله ج له مخلوقاتو څخه یو مخلوق یې وخوري، نو د هغه لپاره صدقه ده او همدا رنګه که چیري قیامت واقع شي او نیالګي مو په لاس کې وي نو ژر یې کینوئ .
په اوسني وخت کې د نیالګو په کينولو باندې زیاته پانګه لګول کیږي، دا ځکه چې ونې مونږ ته د اقتصادي ګټو سربېره هوا تصفيه كولو, د ځمکې او اوبو د ذخیرې تقویه کولو،په هوا کې درطوبت زیاتوالي، دبارانونو له وریدو او زیاتیدو سره مرسته کول، د وخشي ژویو ته ځای او پانګه چمتو کول، د سیلابونو څخه مخنیوی کول، د غذایي توکیو تولید کول، د چاپیریال د موازني ساتل، د شدیدو بادو کموالی او داسې نورې فائدې هم رسوي .
نو د افغانستان د قهرمان ملت په ځانګړي ډول د ميدان وردګو ولایت شریفو ولسونو څخه غواړم،چې هر یو تر خپل توانه پورې پخپلو سیمو کې ميوه لرونکي او غیرې ميوه لرونکې ونې کینوي ترڅو له ذکر شویو ګټو برخمن او له یادو زیانونو څخه وژغورل شو.
په درنښت
عبدالمجید خوږیاڼی د ميدان وردګو والي