
د امريکا دفاع وزير چک هيگل له ټاکليدو سره جوخت د افغانستان په سفر کابل ته را ورسيد، لمړۍ يې د امريکايي فوځيانو له مراکزو ليدنه وکړه له خپلو قوماندانانو سره يې مذاکرات سرته ورسول، روان حالات يې وڅيړل خپلو روحيات بايللو فوځيانو د ډاډ او اطمينان په منظور يې اعلان وکړ چې زما سفر ديرغلگرو فوځيانو د انخلا پر موضوع څرخي او دفوځيانو د ايستلو په څرنگوالې به بحث کوي، اما کله چې له روان بحراني حالت سره مخ شوو دفوځيانو د انخلا موضوع يو تش په خوله خبره وگرزيده او بس، د بگرام د زندان او زندانيانو سپارل کابل واکمنو ته ، چې کرزى بار، دبار او په شد او مد اعلانوله چې سبا ته به زندان او زندايان په اصطلاح کابل واکمنو ته وسپارل شي ، ټاکلي نيټه (دمارچ اتمه (٨) ) را ورسيده هماغه زندان وو او هماغه امريکايان د کرزى خبره او وعده هسى دهواگرزول ثابته شوه نه بل څه ، همدارنگه له ميدان وردگ ولايت څخه چې کرزى د اشغالگرو جنايت کاروو وحشي فوځيانو د ايستلو امر کړى وو هغه نيټه هم پوره شوه ، هماغه جنايت پيشه فوځيان دى او هماغه وحشت، دهشت او جنايت دى چې ددې ولايت مظلوم او بى دفاع مسلمانان ورسره مخ دى .
دا مسايل چې دکرزى اصلي څيره دصلاحيت اوواک اندازه يې وښوده دکابل دواکمنو لپاره يو دروند او ملاماتوونکى گذار وو چې ويې ليده، دا او دپردى ترشا نورې ډيرې داسې خبرې وې چې چک هيگل او کرزى ترمنځ يې فضا خړه، پړه کړه ، دې وضعې او حالت خبره دې اندازې ته را ورسوله چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيرى دکرزي ټاکل کيدل غير شفاف او له درغليو ډک و بلل او په ډاگه سره وويل چې کرزي په ټول ټاکنو کې ماتې خوړلى وه او همدا مونږ وو چې هغه مو د دوهم ځل لپاره دقدرت په گدۍ کښيناوه ، په همدې کش مکش کې د امريکا ددفاع وزير راتگ افغانستان ته نه امريکايانو او نه هم د کابل د واکمنو په گټه تمام شوو بلکې له ځان سره يې زياتې رسوايى او د دواړو لوريو لپاره له انساني معيارونو څخه لويدلى کار نامې په ډاگه شوي .
د کرزي او چک هيگل ترمنځ په ارگ کې ناسته د گيلو، شکايتونه او يو په بل باندې په نيوکو په تاوجن حالت کې بې له کومې لاسته راوړنې پاى ته ورسيده هغه هم پداسې حالت کې چې د امريکا ددفاع وزير د گډې اعلاميه ورکولو ته چې سياسي دود دى حاضر نشو، چې دا واقعه د خبري رسنيو له لارې د امنيت موضوع بهانه ونيول شوه د گډې اعلاميه دنه ورکولو علت همدانه امنيت وښودل شو، عجيب د خندا وړ دليل، ارگ چې دکرزي او هيگل لپاره دخطر ځاى وي نو بيا خوبهتره داده چې کابل واکمن دى له خپلو يرغلگرو بادارانو سره کډي په شا کړى او ودې تښتي .
واقعيت دې خبرى دادى چې د دواړو خواوو ترمنځ ديو په بل اعتماد له منځه تللي په گډه ناسته کې دکوم دپام وړ څه نه درلودل چې خلکو ته يې ووايي ناسته په ترينگلى او بد حالت کې پاى ته ورسيده، چک هيگل په تش لاس بيرته امريکا ته ستون شوو، د کرزى راتلونکى تياره او تته ښکاري، باداران يې نور پدې پوه شوي چې کرزي يې په درد نه لگى او د کوم ديگ دارو يې نه بولي چې په ساتلو يې ځان ستړي کړي.
کرزي هم داخبره درک کړى، ويني او گوري چې امريکايي واکمن يې دبى اعتباره کولو په هڅو سردي، غواړي په عامه سطح دده بې ماهيته ماهيت، له منځه يوسي، کرزي په خپل وار، کوښښ کوي ځانته ملي صبغه ورکړي، ځان دملت خواخوږى وښيي د امريکايانو معامله گريو او له طالبانو سره پټو ناستو ته گوته نيسي په خپلو څرگندونو کې مخ په وړاندې ځي په طالبانو کي ديو په بل د بى اعتماده کولو په ترڅ کې وايي چې وطن دوست طالبان له له مونږ سره په تماس کې دى مونږ ته دامريکايانو او طالبانو ترمنځ د ناستو او مذاکراتو راپورونه را کوي او دا کار د افغانانو په گټه نه بولي، هو !! دې ته وايي منطق او استدلال، نه پوهيږو چې کرزي له خپل دارنگه متضاده موقف گيرى څخه څه لاسته راوړل غواړي او يا دا چې د امريکايي بادارانو قهر او غضب يې مازغه ور خراب کړى، سياسي جنون په سروهلى، د نن خبره يې دپرون خبرې خلاف ده ، عصبي توازون يې له لاسه ورکړي، دريځ او موقف يې معلوم ندى، شايد ډير ملامت هم نه وي، په سياست کې دغصب څپيړه هغه هم دهغه چا لخوا چې دده ژوند په هغوى پورې تړلي دا داسې څه دى چې سړۍ بې حاله کولى او بې توازونه کولى شي .
د امريکا دفاع وزير له بيرته ستنېدو سره جوخت خوله په کرزي را واړوله او له طالبانو سره يې دناستو په هکله درواغجن وباله ، دسپينې ماڼۍ نطاق اوپه کابل کې د امريکا سفير هر يوه په خپل وار سره د کرزي خبرې رد کړي دي د حالت ته په کتو سره کرزى غواړي ديرغلگرو فوځيانو وتل خپله کارنامه وبولي، ډاکټر نجيب د روسي فوځيانو تېښته خپله لاسته راوړنه وبلله حال دا چې روسانو له نظامي او مادي پلوه داسې ماتې خوړلى وه چې نور يې په افغانستان کې تم کيدل گران او نا ممکن وو که فرض کړو چې نجيب دروسي فوځيانو په وتلو کې څه رول ادا کړى وي، نو ښه خو داوه چې د روس امپراطورى يې ماتيدو ته نوى پرې ايښى، دکرزي خبرې هم دنجيب خبرو ته ورته دي، هغه وايي چې ٢٠١٤ م کال يونيک شوگومه کال دى چې بهرنۍ فوځيان له افغانستان څخه وزي، هغه دا واقعيت درک کړى او پوهيدلي دي چې ديرغلگرو ملاماته شوي، نه يې اقتصادي وضع ددې اجازه ورکوي چې په افغانستان کې پاتې شي، نه يې وحشي فوځيان د قهرمانو مجاهدينو دمقابلې توان لري او نه يې هم ديرغلگرو هېوادونو داخلي ستونزې او مشکلات ددې اجازه ورکوي چې په دې استعمار ماتونکى هېواد کې دي خپل فوځيان وساتي، که په کرزى او ملگرو کې يې څه افغاني غيرت موجود وي په ډاگه دى اعلان وکړي چې هېواد اشغال کړى شوي دي امريکايي او ناتو هېوادونو نيواکگر فوځيان دى ژر تر ژره دى افغان خاورې ترک کړ او ودې وزي، که دا جرئت يې وکړ نو بيا دکرزي په دې خبرې باور کيداى شي چې هغه ٢٠١٤ م کال ته دسپرلى نوم ورکوي او خارجي فوځيانو وتل غواړي .
که له يوې خوا د امريکايي واکمنو او کرزي ترمنځ د اعتماد فضا خړه ښکاري ، لگيا دي يو په بل نيوکې کوي بل لوري ته دشمال ټلوالې وارخطايي او له شرمه ډکې نيوکې او څرگندونې دليوب تر حده رسيدلي دي هغوى په کرزي باندې ټکونه کوي او وايي چې کرزي نه بايد طالبانو ته د ور ورخطاب وکړي همدارنگه په واز کومې اخته دي وايي دحکومت مخالفين نه بايد چې ديوه سياسي ځواک په توگه وپيژندل شي، دا ښاغلي چې ځانونه د حکومت سياسي اپوزسيون بولي د دوى له شان سره همدا موقف گيرى او غوغا گانې سرکول مناسب ښکاري که ددوى ماضي ته لږ غوندې ځير شو و به گورو چې د دوى ژوند د ښکيلاکگرو په چوپړ اومزدوري کې تير شوي د ائتلاف غړي په اصطلاح گوندونه لکه د پرچم د باند غړي شعله يان، ستميان، دشعيه گانو بيلا بيلې برخې کيان گروپ ، شوراى نظار، جمعيت ، گيلم جمان ، او سياف ډله پکې را ټول شوي ، چې زياته برخه يې د روسانو د يرغل په دور کې دهغوي په چوپړ او مزدورى کې لگيا وو ، په ټولو سرته رسول شوو جناياتو کې له روسانو سره شريک وو، د امريکايانو په راتک کې يې پوره ونډه درلوده، دشتې ليلې کې د مظلومو طالبانو قتل عام د دوى کار وو، د امريکا دپلى فوځ او جاسوسي کارونه يې په پوره رښتين ولى سره لکه څنگه چې ديو غلام له شان سره ښايي په هماغه توگه يې سرته ورسول، د دوى ژوند د استعمار او استعمارچيانو تر جلب لاندې تير شوي، د ښاغلي قانوني دا خبره واقعاً دمکس او خندا وړ ده چې وايي حکومت دى له مخالفينو سره د صلحې خبرې نه کوي، دهغه دخبرې دا اړخ له واقعيت سره يو څه سر خوري او هغه دا چې د امريکايانو او انګليسانو په وړاندې د دولت په نامه اصلاً کوم څه وجود نه لري دهغوي په موجوديت کې دکابل واکمنو لپاره له مجاهد ځواکونو سره دخبرو په خوله راوړل لويه بې ادبي ورته ښکاري .
په هر صورت دى دبې ماهيته کسانو دماهيت په هکله خبرې هسې دوخت ضايع کول دي د امريکايانو او ائتلافي هېوادونو بيړۍ په غرقيدو ده ، لا لهانده ، منډې ترړى او په خپلو غلامانو نيوکې او محتونه د دوى ماتې اوناکامۍ ښيي له خپلې کاميابي په يو مخيزه توگه نا اميده شوي دي يرغلگر ځواکونه د تېښتى په لار لټولو بوخت دي ديرغل دور د دوى لپاره درانه تاوانونه له ځان سره درلودل، د افغان مسلمان او مجاهد ولس آه په قبليدو ده ، دوحشي نيواکگرو تور دور په ختميدو دى، د امريکا او ورسره هېوادونو له ماتې او له افغان خاورې په پښو سپکيدو او وتلو سره دې د شمالي ټلوالې او کرزى خيلانوپاڼه په ژړيدو او ريږديدو ده .
انشاءالله ژر ده چې د وحشي يرغلگرو په ماتې او تېښتى سره زمونږ د مومنو، دردول شوو او ځورول شو هېوادلو دى اوږدي غميزې ته دپاى ټکې کيښودل شي په آزاد او خپلواک افغانستان کې داسلامي نظام تر سيوري لاندې د نيکمرغه او سوکاله ژوند په پيلولو سره د صليبي او يهودي استعمار د مختورنى ماتې د تاريخ يو نوى باب پرانيزي او دا واقعاً دهر مسلمان لپاره دلوى افتخار او وياړ ځاى دي .