ر اغلې ستا په سترګو د دنيا د حر ص لړ ې
نه وينې چې درومې دعقبا په لوري شخړې
مينې ددنيا قارون ژوندی په ځمکه ډوب کړ
د ه ته په ډير پند د کليم پا که ژبه ستړ ې
شپږ لکه کلونه عزازيل په طاعت تير کړه
بو خت شو لکه خرآخر د کفر په چقړ ې
خوی د چارپايانو کړې جوسه دې دسړي ده
شين ډکی چې وينې له ګړنګه پسې رغړې
تن چې د مشغول د باري خدای په طاعت نشي
څه شو که ژوندی يې په صورت په معنی مړ يې
وايه دا ګفتار و دانايانو ته (حافظه )
څه لره پڅخه د زړه په عام مجلس کې سپړې
وروستي