
ا.م.ز
ای دملت په کورکې ناست قانون جوړونکیه !
ای دملت په کورکې دقانون نه دحمایت ډلې مشره !
ای دسولې کاروان بنسټګره !
مشره کله دې فکرکړی چې دومره ستر نومونه کیښودل دومره ډیربنسټونه جوړول له دغه نومونو سره دځان جوړول څومره مهم دي .
ګرانه مشره !ته دقانون جوړونې په کورکې ناست یې ایا کله دې فکر کړی چې قانون جوړول څنګه کاردی مشکل که اسان ؟دا هغه پوښتنه ده مشره چې له ځانه باید تا څومره ځلې کړی وی خو زه نه پوهیږم تا به داکار کړی وي اوکه نه ؟
مشره!قانون جوړونه ډیر سخت کاردی خو قانون ماتونه ستاپه څېر خلکوته ډیره اسانه ده پوهیږی په لومړي ځل زه په تاوغولیدم ماخپله رایه تاته درکړه او ګمان مې وکړ چې لکه دیوڅو ریکشا چلوونکو په څېر به یوه ورځ زما په څېردبې وزلو زده کړیالانو پوښتنه هم وکړي خو نه پوهیدم چې داسې به کیږي .
پوهیږي په لومړي ځل مې چېرته ولیدي؟پوهیږي څه ډول احساس مې وکړ چې ته مې ولیدي؟پوهیږي چې څه ډول عمل ستا په لیدوترسره کړ ؟زه یې درته وایم ،په لومړی ځل مې په کامه کې په یوه جنازه کې ولیدي ،ډیر دنفرت احساس مې درڅخه وکړ ،اوکله چې مې ترخوا دجنازې په لمانځه ودریدي ماهغه ځای پریښود چې ګنې ستا په ترسره شویوګناهانو کې زه ګډ نه شم اوکه په تا څوک حمله وکړي نو زه درسره د دوزخ سختو لمبوته ولاړ نه شم .
ګرانه مشره!نورې خبرې پرځای پریږده چې زموږدرایو پروړاندې دې څه ډول عمل ترسره کړ اوڅه دې وکړل اوڅه نه ،خو خبره داده چې په ننګرهار سربېره به په نورو څومره ځایونوکې کورونه ولري اوڅومره اپارتمانونه به ولري خو ته لاهم دبې وزله زده کړیالانو په ژوند مستي کوي .
مشره کله دننګرهار پوهنتون دښوونې او روزنې پوهنځي ته راغلی یې ،کله دې ددغه پوهنځي په لیلیه (شپه غالي)سر وردننه کړی هلته دې کتلې چې څومره تعداد زده کړیالان په یوه اطاق کې سره پراته دي ،څه ډول ژوند ترسره کوي .
زه په دې پوهیږم چې ته په دې ټولو خبرو خبر یې ،خو په دې نه پوهیږم چې څنګه دې ځان ناخبره اچولی دی . دننګرهار دښوونې اوروزنې پوهنځې کې ستا درڼا انسټیټوټ جوړونه اودبې وزله زده کړیالانو ځای نیونه څه مانالري .په بار بارهمدغه زده کړیالان ستا ترخوا دراغلل تاورسره دمرستې په پلمه سر هم وخوځاوه خو داچې په خپله شوې وعده ایمان نه لري دا به دیوه ملت په کورکې ناست وکیل سره څومره اړخ ولګوي په دې ته ډیرښه پوهیږې .
مشره نن یې درته دزړه له ډیر درده لیکم دلته زده کړیالان لکه دحیوانانو په څېر ژوند تیروي ،په یوه پنځه نفري اطاق کې ترشلو هم زیات پراته دي که فکري اړخ دې قوي وي نور دې پرې خپله مغز په کارواچوه چې دبې وسه به څنګه ژوند ولري اوڅنګه به خپل درسونه پرمخ بوځي .
سر دې نور نه خوږم ځکه تاسې یو خوی لرۍ چې ورته درته کاریدلي الفاظ نه شۍ زغملی .
راځه مشره خپل له لقبونو اونومونو سره ځان پرتله کړه اویو ریښتنی قانون جوړ کړه په ننګرهار کې ټوله چهل متره ستا ده ،ټوله قصبه ستا له کورونوډکه ده ،دښار په هره برخه کې لسګونه کورونه لري چې په لوړه بیه دې موسساتو ته په کرایه ورکړي دي.
راځه مشره ریښتنی مشرشه دغه دبې وزله زده کړیالانو ځای ورته پریږده چې لویه حوصله خپل درس ووایي اوپراخ ژوند وکړي هله به دې خپل ریښتنی قانون جوړونکی اوله قانونه دحمایت مشر وبولو.