
حامدکرزي دمارچ پر۱۰مه کابل کې
دښځود نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې: ((امریکا او طالبان
دخپلوګټوپه خاطرجګړه اوږدوي، په ښکاره له یوبل سره جنګیږي، خوپه پټه خبري سره کوي،
امریکاوایې طالبان یې دښمنان نه دي خو د طالب په نامه خلک ځوروي اوطالبان بیاپه
خپلوبریدونوسره دبهرنیانوحضورته لار پرانیزي )). دامریکا سفارت د کرزي دیادو شووخبرو
په غبرګون کي ویلی چي: د طالبانوسره یې د۲۰۱۲ مارچ کي
خبري درولي اوتراوسه متوقف دي. دغه رازپه افغانستان کي دیرغلګرو ځواکونو عمومي
قوماندان جوزیف ډنفورډ د کرزي خبري یومخ ناسمي اوبې مسؤلیته وبللې .
کرزي داونه ویل چي دجګړې په اوږدیدوکي دامریکا او طالبانو
څه ګټه ده، سړی نه پوهیږي چي کرزی به د خلکو دا پوښتني څنګه ځواب کړي. دامریکا له
یرغل څخه مخکي چي طالبانو دلته ډیر ښه امنیت تامین کړی ؤ، افغانستان یې له تجزیې
څخه خلاص کړ، اودافغانستان پر۹۵سلنه باندي یې حاکمیت درلود ؟ جلالتماب! دجګړې په جاري
ساتلو کي د طالبانو کومه ګټه؟ داچي حکومت یې بایلود؟ دطالبانو په ګډون په لسهاوو زره
عام هیوادوال شهیدان، زخمیان، دشبرغان، پلڅرخي، بګرام، ګوانټانامو او.....بندیوان
شول؟، بهرني تاړاکګر او داخلي ملاتړي یې په خپل کورکلي کي ترهګربولي اوپه همدې
توجیه یې کورکلی بمباروي ؟!.همدا ګټه یادوئ !.
که راشو د امریکا ګټو ته، هغوی چي پرافغانستان له یرغل
څخه وړاندي یې نړیوالو له ډاره سوڼ نشوای وهلای، بش یې په افغانستان کي دجګړې ګټل
اعلان کړل، ویل یې چي :((لږترلږه پنځوس کلونه به دلته پوځي حضورولري )).خو د طالب
په قیادت د افغان ولس د سپېڅلي مقاومت له برکته نړیوال ویني چي: اوس د مغروري
امریکا څخه له افغانستانه دوتلولار ورکه ده، کله منځنۍ اسیاته منډي وهي اوکله بیا پاکستان
ته زارۍ کوي چي د وتلو لارورته برابره کړي. امریکا د همدې جګړې په ټس کي د سریښو په
ډنډکي بنده شوه چي له امله یې شمالي کوریا په خار اټومي ازمویني کوي، ایران
اخطارونه ورکوي، چین او روس ملنډي پرې وهي. په کوردننه یې اقتصادي بحران ملاورماته
کړه، په ملیونونو وګړي یې له دندو لاس پرسرشول، په سلهاوو کمپنۍ یې فلج شوې، د نړیوالي
بادارۍ هڅي یې تش خوبونه شول، أن رقیبانو ته یې د پور کچکول ونیو، سپکه شوه، نړیوال
حیثت یې بایلود، غروریې په عجز بدل شو. د بشر دوستۍ پرده یې له مخه لیري شوه اوس
چي څوک د امریکا نوم اخلي په اتومات ډول یې وحشت، تروراو وژل تر سترګو سترګو کیږي
.
ولسمشره که همدا ګټه مو منظور وي؟! جهان بینۍ ته
مونړیوال ستراتیژیستان او کارپوهان سرونه ټیټوي !!، څومره متوازي شننه اوڅومره
معقوله ارزیابي !.
کرزی بایدولس ته روښانه کړي چي دجګړې اوږدولو خارجي او اصلي
قاتل لوبغاړي (امریکا) ته یې د کوم مصلحت له مخي سر تور لمن نیولې چي :«د۲۰۱۴ز، څخه
وروسته هم دلته پاته شي أن د قانوني مصؤنیت په بدل کي».ستراتیژیک تړون یې ولي ورسره لاسلیک کړ؟ امنیتي تړون ته ورسره
ولي خوشحاله دی او.....؟
طالبانوله لومړۍ ورځي دکرزي سوله ساتی او دوست ځواک د هیواد،
ولس او اسلام دښمن باله، مګر د کرزیخېلو پر خولو ورته د دوستو قواوو، دوستو قواو
ورد جاري ؤ، او د افغان ولس د دښمنانو پر ټټر یې د وزیر اکبرخان او امان الله خان
مډالونه وټومبل. په هرصورت غنیمت ده ولسمشره! چي دولس کاله وروسته ورسیدې چي دوستي قواوي د افغان ولس سرسخته
دښمنان دي .
څېړونکي د کرزي د دې خبرو اصلي انګیزه د بګرام زندان د واک
ترلاسه کولو پرله پسې بې پایلو هڅو او له
میدان وردګ ولایت څخه د ضرب الاجل د پوره کیدو سره سره د امریکایې سپیشل فورس
ځواکونو نه وتل په ګوته کوي، ځکه همدې موضوعاتو د کرزي عدم صلاحیت په اثبات ورساوه
، او د ولس په وړاندي یې حیثیت خاوري شو.
دتنګ امد به جنګ امد په عملي کولو د کرزي د خولې واګي
سستي شوې داسي څه ترې توی شول چي په سیاسي قاموس کي ځان وژنه بلل کیږي. ځان یې ولس
ته نورهم سپک کړ او هم یې نړیوالو دوستانو ته ارزښت دوه توته شو. د امریکا دفاع وزیر چک هیګل په همدې ورځ د کرزي سره د ګډ خبري
کنفرانس اعلان کړی ؤ، خو د کرزي د دې خبرو څخه وروسته یې لغوه کړ. ظاهرا د ګډي
ناستي لغوه کیدو ته امنیتي دلایل او د کرزي بوختیا بهانه شوه، خو شنونکي یې اصلي
وجه د کرزي خبري ګني اوهمدې بهانې ته د ډیپلوماټیک ترمیم نوم ورکوي .