يوه بله رسوايي

د  کابل هوايې ډګر په سرک  دستاره شهر په نامه د ودوونو يو هوټل دي چې ، په مياشتو مياشتو چاته نوبت نه ورځي چې خپله خوښي پکې ولمانځي او تر ډيره پيسه داره او لوړپوړي چارواکي پکې د ودونو محفيلونه نيسي ، خو دا بدبختان خبر ندي چې هلته څه روان دي ، دا هوټل د پنجشيريانو دی او د ننه يوه کنټرول روم لري چې ټول هوټل او سالونونه اداره کوي ، پدې خونه لوي سکرينونه لګول شوي او د هوټل په بيلا بيلو برخو کې لګيدلې کمرې ورته انځورنه استوي ، خو د ښځو د سالونونو لپاره ځانګړى سيستم لګول شوي  يعنې مخفي کمرې د ښځو له سالونونو څخه تصويرونه اخلي او همغه کنټرول روم ته يوه ځآنګړي سکرين ته استوي او ټول ريکارډ کيږي او بيا دوی هغه له ځان سره ساتي ، نه پوهيږم چې د څومره خلکو د ښځو د ګډا او  نورو حالتونو فيلمونه به ورسره وي ، چې په راتلونکي کې به مافيايې کړۍ پدې فيلمونو له خلکو څومره پيسې راټولې کړي .دا موضوع کاملاً واقعيت لري ، ځکه يو کس چې د هوټل د مالک نږدې ملګری وو او د دوی په اصطلاح د يوه پيک ملګرى دى ، د نيشي په حالت کې يې  يوه شپه هلته بيولئ وو ترڅو  د واده مراسم په ژوندۍ بڼه وروښي.دا خو يوه نمونه ده چې په نوورو هوټلونو کې به څه حال وي.يوه ورځ به د ټولو خلکو فيلمونه بازار ته راوزي او د افغانانو حيثيت به خاورو سره سم کړي.