باى ذنب قتلت

دتېرې پنجشنبې په ورځ طالبانو  ٢٧ تنه هغه ځوانان  چې ديوې مړۍ ډوډۍ او  خپلې کورنۍ ته دنفقې دموندلو لپاره ايران ته روان وو دکابل _ کندهار پر لويه لار دميوند په ولسوالۍ کې  له موټر څخه ښکته اودوه ورځې وروسته پرته له هرډول محاکمې ، پوښتنې او اسنادو  په ډېرې بېرحمۍ سره ووژل .
که څه هم طالب چارواکيو رسنيو ته وويل چې ټول وژل شوي ځوانان دملي اردو غړي او دلغمان دپخواني او دهلمند داوسني والي ګلاب منګل مرستې ته روان وو. خو له طالبانو پرته ټول ولس،  دشهيدانو کورنۍ ، دسيمې خلک ، علما سپين روبي او عيني شاهدان وايي چې داځوانان  نه دملي اردو عسکر وو اونه دچامرستې ته روان وو.
دسيمې ټول خلک په ډاډ سره  وايي چې داخلک ډېر نېستمن ، بېچاره او ناداره وو او په پور او سوال يې  دومره پيسې پيداکړې وې چې  خپل تنکي بچيان او دزړه ټوټې پرې دمزدورۍ او غريبۍ   لپاره  ايران ته واستوي .
موږ له  طالب چارواکيو پوښتوچې تاسو خو ځانونه ددين ټيکداران ، ديني عالمان بولئ  ، پردين له نوروډېر پوه  او دين ته ځانونه ډېر وفاداره بولئ نو تاسو ووايئ  چې:
١_ ايا له محاکمې پرته چاته سزا ورکول روادي؟
٢_ اياتاسو محکمه، قاضي ، دېوان، دفتر، څارنوال او وکيل لرئ ؟
٣_ ايا چاته داعدام ورکولوپه درنه موضوع کې  محاکمه همدا ډول وي چې  نه محکوم وپوښتل شي ،نه وکيل ولري،  نه دوسيه ولري، نه شاهد او نه مشهود حاضر وي ، نه اسنادموجود وي، نه محکوم جرمي سابقه ولري  او نه  ورسره ( ټوپک په لاسه قاضيان  ) پخوانى شناخت ولري چې دمجرم ګڼلو او نه ګڼلو په اړه يې خبر ولري .
٤_  که فرض کړو چې محکمه هم ولرئ  نو ايا په ٢٤ ساعتونو کې  د٢٧ ځوانانو داعدام په اړه پرېکړه منطقي ده ، ايا په دومره کم وخت کې تيارې جوړې  دوسيې له مخې هم لوستل کېږي .
٥_   که ملايان ياست نوهرومروبه مو درښتنيواسلامي او شرعي قاضيانو داخبره اورېدلي وي چې : (که زه په عفوې کې چاته سهوه شم  داډېرغوره ده لدې  چې  چاته په سزاورکولو کې سهوه شم)
نو تاسو دکوم سند له مخې   ٢٧ تنه مسلمانان ځوانان په ډله ييزه توګه ووژل ؟؟؟
٦_    که ملايان ياست نوهرومروبه  مو دا هم اورېدلي وي چې يو صحابي  له مسلمانانو  سره جنګېدونکى  تن دجنګ په ډګرکې  له کلمې ويلو وروسته وواژه ، رسول الله ترې وپوښتل چې   دې تن چې کلمه وويله نوبيا دې ولې وواژه ؟ هغه وژونکي صحابي ورته وويل چې داخو يې زما دتورې له وېرې په ښکاره  کلمه وويله خو په زړه کې کافر وو، خو رسول الله ص په داسې حال کې چې له غوسې يې مخ تک سور او‌ښتى وو ورته وويل (( اشققت صدره)) ايا تايې زړه څېرې کړى  و؟
٧_ ايا تاسونه دي اورېدلي چې رسول  الله ص فرمايي : ترڅو مو چې  له يو مسلمان څخه ښکاره  شر نه وي ليدلى نو نېک ګومان پرې کوئ ) ايا دوى ستاسو پر وړاندې داسې کوم دروند جرم ترسره کړى و  چې له يوې مخې يې  مرګ روا شي ؟
٨_  شريعت خو وايي چې ترڅو بينه ، اقرار او يا شاهد نه وي نو ان که قاضي په خپلو سترګو هم  کوم جرم وويني نو مجرم ته سزا نه  شي ورکولى نو تاسو دکوم  سند له مخې ترټولو درنه سزا ورکړه ؟ .  که ستاسو په شريعت کې دا هم  جرم دى چې ولې يو ځوان   په خپل هېواد کې په لوى  سړک تېرېږي .
٩_  دابه هم پرېږدو چې دملي اردو  دسرتېري مرګ روا دى اوکه  نه او که فرضاً ستاسو دمذهب له مخې يې  دڅو شېبو لپاره روا هم وبولونو ايا  دا ځوانان   دملي اردو غړي وو. ؟ له دوى سره موڅه اسناد وموندل، ايا وسله ورسره وه ، داردوموټر ، ټانګ،  کارټ ، الوتکه څه ورسره وو؟؟؟
١٠-فرض کړو چې ستاسو په اند دا خلک مرتدين!! وو نو اسلام خوله مرتد سره دترحم، عاطفې او زړه سوي وصيت کوي، او وايي چې تر درې ورځو ورته وعظ او نصيحت وکړئ، اشتباه يې   لرې او غفلت فهمي يې ورته رفع کړئ که بيا هم بېرته مسلمان نه شو، نو ويې وژنئ، نو ايا تاسو دې ځوانانو  ته تر درې ساعته وخت هم ورکړ او ايا دوى بېرته مسلمانان نه شول  چې شاجورونه مو پرې تش کړل ؟
١١-تاسو له صليبي امريکا ګيله لرئ چې  ستاسو له بنديانوسره  په ګوانتانامو کې ناوړه چلند کوي او ان د جنګي اسيرانو حقوق هم نه ور کوي نو ايا تاسو مسلمانانو ، د  صلاح الدين ايوبي او حضرت عمر ابن  خطاب وارثانو؟؟ خپلو بې ګناه هېوادوالو مسلمانو وروڼو ته د ا حقوق ورکړل؟
١٢-  اسلام خو دجنګي کافر  دمړي احترام  هم کوي ، په  درناوي يې  د ښخولو   امر کوي  ايا  ستاسو په دين کې دمسلمان ورور له مړي سره همدا چلند په کار دى چې له وژلو وروسته يې مړي هم ځناورو ته وغورځول شي .
١٣-ايا  له قوي ثبوت  پرته په تش وهم او ګومان په اسلام کې د چا توقيف هم روا دى د مسلمان وژل خو پرېږده.
ايا تاسو خبر نه ياست چې له شرک څخه وروسته تر ټولو ستره ګناه ديوه بې ګناه انسان وژل دي ايا تاسو نه دي اورېدلي چې ديوه بې ګناه مسلمان له وژنې سره له هېبته دخداى عرش لړزېږي .
١٤ايا تاسو داسلام دراشد خليفه  داوينا نده اورېدلې چې که  ټول   انسانان هم ديو بې ګناه مسلمان   په وژلو کې شريک شي نو ټول به قصاص کړم.
١٥_اسلام خو په قصاص کې هم د خليفه اجازه ضرور ګڼي او داسلام د خليفه له توشېح پرته قصاص روا نه ګڼي نو ايا تاسو له خپل خليفه ( مشر) سره په يوه کال کې هم اړيکې نيولى شئ.
١٦_اسلام خو ان په حيواناتوهم   دترحم درس ورکوي ، له څارويو سره داړيکو  ځانګړې لارښوونې ، سپارښتنې  لري او ان هغه چاته تعزير ورکوي چې  په څارويو ظلم کوي نوتاسو ته ولې  انسان له څاروي  هم کم ښکاري . او بيا يې داسلام په نوم وژنئ هم .
کله چې تاسوهم  انسان ته هغه حقوق  نه ورکوئ چې په اسلام کې څاروي ته ټاکل شوي  نوبيا ولې په لوېدېځوالو نيوکې کوئ چې زموږ انسانان له لوږې مري خو هغوى سپيو ته غوښې ورکوي .
 تاسو خپله ووايئ چې  دې کاردرته ګټه وکړه که تاوان، ډګر ته ستاسو دراوتلو  ديارلسم کال روان دى خو په داديارلسو کالو کې په لغمان او ننګرهار کې   ستاسو پرضد چا شعار نه وو ورکړى او نه يې لاريون کړى وو خو اوس ټول ولس دزړه له اخلاصه  مړه دې وي طالبان شعارونه ورکوي .
ستاسو لدې  بې رحمه کار څخه دولت او بهرنيو ځواکونو  ، څومره تبليغاتي ګټه واخېسته .څومره بدنامه شوئ. اوس مو هغه نږدې ملګري په  هم دوستئ شرمېږي او له شرمه چاته کتلى نشي .
دا بې رحمه کار  مو ولې وکړ ، ولې په خپل ولس نه رحمېږئ   ولې داکړېدلى ولس نور هم کړوئ .
که څه  هم ستاسو ژوند له اشتباهاتو سره ملګرى دى ، زرګونه اشتباګانې مو کړي خو
 هيله ده چې داډول اشتباه  بيا ونکړئ او دا  اشتباه مو وروستۍ اشتباه وي