د کابل ادبي بنډار  د پښتو د ادب په ګل بڼ وزرې وغوړوې


د وردګو  د کلتوری یون په نوښت د یوه نوي بهیر بنسټ ایښودل
د ۱۳۹۱ کال د کب د میاشتې په ۱۸ مه نیټه د ښاغلی احمدي صاحب په کور کې یوه کلتوري غونډه جوړه شوه، چې نصیب ګل فیضي، ګل آغا احمدي، محمد یاسین امین، ظهور کمال، عبدالحلیم همت، همت الله خرم، قدرت الله خرم ، عبدالله الهام جمالزی، محمد ناصر بازون، زبیر احمد احمدي، عبدالروف، مصطفی، معراج الدین حقمل، انجنیر حمیدالله پکې ګډون درلود.
 د ګڼو موضوع ګانو سره سره  د یوه نوي بهیر د را منځ ته راوړلو په هکله پریکړه وشوه چې د (د کابل ادبي بنډار ) تر نامه لاندې خپل فعالیت پیل او په همدې ورځ یې خپله لومړۍ غونډه او یوه مشاعره وکړه.
شننه: د ۱۳۹۱ کال د کب د میاشتې په ۱۸ مه نیټه د ښاغلی احمدي صاحب په کور کې یوه کلتوري غونډه جوړه شوه .
غونډه د ښاغلی محمد یاسین امین لخوا د قران عظیم شان د مبارکو ایتونو په لوستلو باندې پیل شوه. د غونډې په پیل کې له پیژندګلوۍ وروسته د ګډونوالو لخوا، ښاغلی ګل آغا احمدي د غونډې د رئیس او ښاغلی نصیب ګل د مشر میلمه په څیر وټاکل شول.
ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته ښاغلی احمدي صاحب د غونډې اجنداء وارووله، چې د ګڼو موضوع ګانو تر څنګ یې د یوه نوي بهیر په هکله خپلې علمي او ګټورې څرګندونې وکړې او وړاندیز یې وکړ چې ددغه ادبي بنډار له نن څخه خپل فعالیت پيل کړي. ددې بهیر په ارزښت او خورا زیاته اړتیا یې هم رڼا واچوله او ګډونوال یې ورته ځیر کړل او همدارنګه  پدې لړ کې نوموړي د وردګو د کلتوري یون نه ستړې کیدونکې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې د وردګو کلتوري یون تل  خپلو مشرانو او سپین ږیرو ته په درنه سترګه ګوري او کتلي یې دي او ځوان نسل ته یې د خپل توان په کچه خورا پاملرنه کړې چې تل یې ددوی سره د کتابونو په چاپ ، لیکنو، علمي او کلتوري غونډو جوړولو او نورو سیاسي او ټولنیزو هڅو کې خپل توان نه دی سپمولی او د نوي ځوانانو ډګرته راایستل د خپلې باغچې د ګلونو ټوکیدل بولي.
د ښاغلي احمدي صاحب ټولې ګټورې خبرې د ګډونوالو د پام وړ وګرځیدې خو ترټولو زیاته پاملرنه د بهير د منځ ته راتلو په اړه وشوه ، چې ګډونوالو هریوه پخپل وار سره خپل نظر ورکړ.
پدې ترڅ کې د ښاغلي احمدي صاحب لخوا د بهیر لپاره درې نومونه د وړانديز په شکل غونډې ته وړاندې شول، هغه نومونه عبارت دي له :
د کابل ادبي بنډار، د مرکز ادبي بنډار او پلازمینه ادبي بنډار چې په هر یوه نوم باندې هر اړخیزې خبرې وشوې ، خو په پایله کې په غوڅ اکثریت پریکړه وشوه چې د دې نوي ادبي بهیر نوم به (د کابل ادبی بندار) وي  او له همدا نن څخه به خپل فعالیت پيل کوي.
لدې سره سره د غونډې د رئیس لخوا ځینې پوښتنې هم راپورته شوې چې ګډونوالو ته د یادښت په شان ورکړل شوې، تر څو په راتلونکې غونډه کې د هر پوښتنې لپاره خپل نظر له ځان سره راوړي او له ګډونوالو سره یې ګډ کړي. هغه پوښتنې دا ډول وې:
·       څرنګه کولای شو چې نوښت راولو او بهیر غښتلی کړو؟
·       ایا دا بهیر به د نورو بهیرونو په څیر وي؟
·       ایا موږ د دې بهیر په ترځ کې څه ډول نوښتونه  رامنځ ته کولای شو چې زموږ ځوان نسل ته د منلو او هیلو مرجع وي؟
·       ایا د کره کتنو او ادبي هڅو څرنګوالی به په څه ډول وي څو اغیزه یې زیاته وي؟
·       میلمه پالنه به په کوم دود کوو؟ او
·       خپل ځوانان به څرنګه غونډو ته رابولو؟
دا هغه پوښتنې وې چې د غونډې په ترڅ کې وویل شوې. د غونډې په اخره برخه کې د کابل ادبي بنډار د تاسیس یا پیل پریکړه وشوه او د مؤقت لپاره د یاد شوي بهیر لپاره رئیس ، منشي، د اړیکو مسئول او د مالي چارو مسئول و ټاکل شول.
ښاغلی ګل اغا احمدی مؤقت رئیس، ښاغلی امین الله عادل مؤقت منشي، ښاغلی ظهور کمال د اړیکو مسئول او ښاغلی محمد یاسین امین د مالی چارو مسئول په توګه وټاکل شو. له الله نه دوی ته بریالیتوب غواړو.
د غونډې په پای کې ښاغلي احمدي صاحب ، ټولو ګډونوالو ته د ښاغلی جمالزي صاحب د نوي چاپ شوي کتاب (وارورې او وینې) او د خپلو لس ټوکه کتابونو چې په لسو نومونو خو په هر یوه نوم کې یې د سولې نوم ځلیږي زیری ورکړ. د دې کتابونو نومونه په دې ډول دي چې د دې کتابونو هر یو د ۱۰۰۰ ټوکو په شمیر په بهیر مطبعه کې چاپ شوی او د توزیع به یې د یوه اغیزمن پلان له مخې صورت مومي:
۱.سوله په آیتونو کې
۲.سوله په حدیثونو کې
۳.سوله په حکمونو کې
۴.سوله په سیرتونو کې
۵.سوله په نظرونو کې
۶.سوله په شخصیتونو کې
۷.سوله په بنسټونو کې
۸.سوله په مکتبونو کې
۹.سوله په نثرونو کې
۱۰.سوله په شعرونو کې
 غونډه د ښاغلي ظهور کمال، ښاغلي یاسین امین او ښاغلي احمدي صاحب له خوا د شعرونو په اورولو او دعایې سره پای ته ورسیده.