
په ممبي کې له بريدونو وروسته دهند او پاکستان اړيکو ته يوه کتنه
پيښه څرنګه رامنځ ته شوه
دپيښې په اړه معلومات
دپيښې وروسته حالت دپاکستان اوهند ترمنځ ناندرۍ
داکار چا کړی ؟
ايا هند به پر پاکستان بريد وکړي؟
دهند اوپاکستان تير لنډ تاريخ دواړو هيودادونو ترمنځ دڅو ځلې جګړو شاهد دی.واړه بريدونه ، تورونه خو دورځې خبره ده، خو کله کله داسې هيلي هم راپيدا شوي چې ګواکې ددواړو هيوادونو اړيکې دښه کيدو لورته حرکت کوي.
خو په ټوله کې ددغه هيوادونو اړيکې دکشمير په لانجمنې سيمې پورې تړلي له همغه پيله ۱۹۴۷زکله چې اوسنی پاکستان له هنده جلا شو دواړه هيوادونه دکشمير په سر شخړه لري چې ددواړو هيوادونو ترمنځ دجګړو رامنځ ته کیدو اساسي لامل هم دکشمير سيمه ګڼلی شو.
پاکستان ديو اسلامي هيواد په توګه له هنده جلا شو ، او دخپلو ملي ګټو دساتلو لپاره يې تل د دين له نامه ګټه پورته کړې او پورته کوي يې ، په کشمير کې هم له ورته تاکتيک کار اخلي ، دغلته يې داسلامي ډلو په نامه ډلې جوړې کړي چې دکشمير دازادۍ په نامه وخت ناوخت په هندي کشمير کې هندي ځواکونو ته سرخوږی پيدا کوی ، ددغه ډلو بريدونه او چريکې حملې يوازي په کشمير پورې محدودې نه دي پاتې شوي ددوي لاسونه البته دپاکستان دڅارګرو ادارو په مرسته کله کله دهند تر سترو ښارونو هم رسيدلي ، دهند پر پارلمان بريد هم ددغه ډلو له فعاليتونو شمارلی شو .
په تيرو بريدونو ډير فوکس نه کوو راځو دې ته چې دهند په ستره اقتصادي او کلتوري پلازمينه ممبي کې دنومبر د۲۶ بريدونه ، چې نړۍ او په خپله هندي حکومت ته يې سخت ټکان ورکړ څرنګه رامنځ ته شول او په اړه يې دنړيوالو مطبوعاتو په مرسته ځينې معلومات ستاسې مخې ته ږدو .
پيښه څرنګه رامنځ ته شوه ؟
هندي ولس دا پوښتنه کوي چې څرنګه يوازې ۱۰ نفرو دهند اقتصادي او سينمايي پلازمينه دڅو دقيقو په موده کې په ګونډو کړه ؟
دنومبر پر ۲۱ مه لسو تنو جنګياليو دکراچۍ له بندر څخه په وړو کښتيو کې خپل سفر پیل کړ دغو جنګياليو په بحر کې دتم کيدو پر مهال ځينې کښتۍ چلونکې وژلې او دځينو په واسطه يې ځانونه دهند خاورې ته رسولي . دچهارشنبي په شپه ۹ بجې هندي کب نيوونکو دښکار پر مهال ۴ شکمن کسان په داسې مهال ليدلي وو،چې له وړو کښتيو په شکمن حالت کې را کښته کيږي ، دوي وايې چې دغه ۴ نفر کله چې له کښتيو کښته کيدل هر يوه سره يې يو يو بکس هم و . يو ۲۵ کلن کب نيونکی چې دځان دخونديتوب په موخه يې نه غوښتل خپل نوم مطبوعاتو ته څرګند کړي
وويل :کله چې يې دغه شکمن کسان وليدل نو ورڅخه يې پوښتنه وکړه چې تاسې څه کوی ؟ يويې په ډيره چټکۍ ځواب راکړ خپل کار کوه مونږ دومره وخت نه لرو . مونږ هم هغوي په خپل حال پريښودل ، هغوی دټکسي موټر په واسطه په ناريمان کې داوبري ټريډنټ هوټل ته مخه کړه ،چې دلسو په نښه شويو ځايونو څخه يو و، دا نو ددوی دبريدونو دکړۍ لومړی بريد و. دغه بريد کوونکي د بازار پارک له لارې چې دکب نيوونکو يوه وړوه سيمه ده او د اوبري تريدنت له هوټله ديو ميل اندازه کې پرته ده دهند خاورې ته داخل شوي، دهند دپوځ يو افسر وايي ، چې دغه يوه عادي سيمه وه چې مونږ يې هيڅکله په اړه داسې فکر نه وکړی نو ځکه خو يې دامنيت په اړه هم جدي نه وو . ويل کيږي چې دويمه ډله دتاج محل په څنډو کې دبحر له لارې دغه هوټل ته داخله شوې ده.
هندي پوليسو دهغه کس له خولې ، چې دعملياتو په ترڅ کې نيولی ، دغه کس چې اجمل امير قصاب نوميږي وايي : چې عمليات دکراچې له تنګي پيل شوي ، نوموړی وايي :چې په کښتۍ کې مو له دغه ځايه حرکت وکړ وروسته مو ديوه هندي کب نيونکي کښتۍ يرغمل ونيوله ، او خپل سفر ته مو ادامه ورکړه ، ورته عمل له ۴ نورو کښتيو سره هم شوی ، هندي پوليس وايې چې هغه وړې کښتۍ يې هم په داسې حالت کې پيدا کړي چې ماڼو ګان يې دکښتيو دپاسه مړه تړل شوي او سرونه يې پرې شوي وو . دا خو دهغو کسانو کيسه وه چې په همدغه شپه له بهره راغلي خو داسي هم ويل کيږي چې ځينې کسان لا دمخه په ممبي کې ديره وه او ددوی دراتګ انتظار يې کاوه .
ځينې هندي استخبارتي کړۍ داهم څرګندوي چې ددوی دپلان دکاميابۍ اساسي لامل په دې کې وه چې دوي دبحر له لار ې دغه پلان عملي کړ هغوي وايې که دوچې له لارې ددغه بريد دعملي کولو کار تر سره کيده نو ددې امکان ډير وه چې ددوي دغه پلان دې رسوا شي ځکه دوی بايد دخپل کار دترسره کولو لپاره له ځينو هندي وګړو مرسته اخستې وای، چې په داسې حالت کې يې دپلان درسوا کيدو ويره زياته وه ، خو هر څه چې و پلان ډير دقیق و او ديو ډير پياوړي سازمان په واسطه جوړ شوی و چې په ډير لږ وخت کې په لسو بيلابیلو مهمو ځايونو: دريل ګاډي تم ځاي ، ديهودانو مرکز ناريمان هاوس کې ليوبولډ رسټورانټ داوبري او تاج محل هوټل ...کې نږدي ۲۰۰ کسان ووژ ل او ۳۰۰ زيات يې ژوبل کړل
دپيښې په اړه دمطبوعاتو څرګندونې
هندي ورځپاڼې
ډيلي بيونيير : ورځپاڼه دې عنوان لاندې ( دويښ ښار خپسکه ) دغه پيښې ته داسې اشاره کوي : ممبي هغه ښار ،چې وګړي يې تل ويښ وي خو دچهارشنبې دشپې بې سارې بريدونو دغه ښار په ګونډو کړ او دغه ښار يې له جنوبه ترشماله دامينتې کړيو دمحاصرې لاس ته وروغورځواه ، دښه او بد پيژندل ګران وو، دامينتي موټرو آوازونو دخلکو په زړونو کې ويره لاپسې غښتلې کوله ، خلک ويرې پسې اخستي وو هر چا دپټنځای دلټولو هڅه کوله .
ټربيون انډيا: دغه ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې ( ښار په خپله په ګوڼدو شو ) پيښه داسې انځور کړې ، دممبي خلک وارخطا دي. هرسړی په ويره کې دی، چې له پيښو وروسته چې په لسګونو مړي او زخميان يې ترشا پريښودل په نوموړي ښار کې به څر نګه خپل عادي ژوند بيا له سره پيلوي .
انډين ايکسپريس : هندي ولس هک پک دی چې څرنګه يوې کوچنۍ ډلې په ډیره اسانه په وړو اتوماتيکې وسلو ،او لاسي بمونو دهند ستر ۱۰ ستراتيژیک او سياحتي ځايونه په نښه کړل ، او په سلګونه کسان يې وژل او همدومر ه يې زخميان کړل ۱ مفکره الاسلام بريښنا پاڼه
نړيوال مطبوعات :
الجزيره تلويزيون : خبريال نبيل ريحاني
هندي حکومت دداسې پيښې اټکل نه کاوه چې دممبي ښار په واټونو کې دې جنګيالي ددغه هيواد ستر سترايژيک او سياحتي ځايونه په نښه کړي ، دريل سټيشن تمځای ، دراګيان رستورانټ ، روغتون .. او په سلګونه کسان دې برمته کړي همدغه مهال يوې ناپيژندل شوې ډلې د دکن مجاهدينو په نامه ددغې پيښې مسوليت پر غاړه واخیست، دوي ادعا وکړه، چې دهند پر حکومت دفشار دراوړلو په خاطر یې داکار وکړ، چې ددوی بنديان راخوشې کړي. خو دهند لومړي وزير من موهن سنګ بيا وايې چې : برید کوونکي له ګاونډيو هیوادونو راغلي که څه هم نوموړي په څرګنده دکوم هيواد نوم وانه خیسته خو له خبرو يې معلوميده چې بنګله ديش او پاکستان ته اشاره کوي همدغه مهال يو هندي پوځي چارواکی په ډاګه وايې چې په پيښه کې دپاکستان لاس دی
الشرق الاوسط :
تاج محل هوټل چې دممبي ښار په ښکلا کې ستره ونډه درلوده او دبحر پر غاړه پروت دی تر درې ورځو سختو نښتو وروسته اوس پکې شوې وارنې ددغو تيرو دري ورځو کيسه دحال په ژبه بيانوي، وينې ، مړي ، زخميان دهوټل په ښکلو قالينو او فرشونو هاخوا او ديخوا ليدل کيږي ، کله چې دغه هوټل ته ورنيږدې شې دوينو ، لوګيو ، بارودو او مړو بویونه دې له اجازې پرته په بدن خپل اغيز شيندي ، اوس دې دلته له خندا په ډکه خوله هغه موظفين چې درې ورځې دمخه به يې درته په خوښۍ هرکلی ويلو استقبال نه کوي ددې پرځاي اوس ماتې شيشې او هندي کوماندوز ټوپک په لاس په وچ او شکمن نظر ستا هر پل څاري ، په ديوالونو دوينو او مرميو نښې له ورایه ښکاري ، داور وژنې ټيم لا هم داور په وژلو بوخت دی ، ځينې خلک دمړو اوژوبلو په راويستلو بوخت دي له نښو څرګنديږي ، چې ډيری قربانیان دډوډۍ دخوړولو پر مهال په نښه شوي .
ويل کيږي چې ددغه هوټل بيا رغونه به يو کال وخت ونيسي او نږدې ۱۰۰ ميلونه ډالر به پرې ولګيږي ، ديادولو وړده چې دغه ښکلی هوټل په ۱۹۰۳ ز کې په ښکلې معمارۍ سره جوړ شوی
بی بی سی :
ممبي په دې ورستيو کې ديو لړ بريدونو شاهده وه په ۲۰۰۶ ز کې يو لړبريدونو په دغه ښار کې ۱۹۰ کسان ووژل شول او تر ۷۰۰ پورې پکې ژوبل شول ، هغه مهال هم هندي پوځي چارواکو پاکستاني څارګرې ادارې ته دپړې ګوته نيولې وه او ويل يې چې دلشکر طيبه په واسطه يې دغه بريدونه سمبال کړي ، دغه وروستي بريدونه په داسې مهال کې ترسره کيږي چې دهند اوپاکستان اړيکې مخ په ښه کيدو وي ، لږه موده دمخه پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري څرګنده کړې وه چې پاکستان به پر هند دتوغندیو په جګړه کې دمخه نه شي ، او دواړه هيوادونه په دې سره سلا شوي و چې دترهګرۍ پر وړاندې په ګډه مبارزه کوي
ګارډين :
د ګارډین ورځپاڼې د راپور پر اساس د غه برید کوونکي ډیر په ارامه او ډیر په یخو مغزو خپل کار ونه کول دوی هیڅ کومه عجله نه درلودله ، همدارنګه نورو عیني شاهدانو ویلی چی دوی ډیر خوشحاله ول او تل به یی په مخونو مسکا وه ، بیا یو شمیر رسینو راپور ورکړی و، چی د بریدکوونکو په ډله کی بریتانویان هم ول خو تر اوسه پورې هندي چارواکو لا په دی اړه څه نه دي ویلي .
د غو وسله والو برید کوونکو سره د بانک کارډونه هم ول چی د پولیسو په خولی د یو سره یی د د د جسد ترڅنګ د سټی بانک کارد پیداکړی چی دا بانک په هند کی نشته .
سکی نیوز:
بیا راپور ورکړو چی د دغو وسله والو څخه یی یو داسی چغی وهلی چی ( تاسو پوه یاست چی تاسو څومره بی ګناه خلک په کشمیر کی وژلي ؟ تاسو خبرتیا لری چی ستاسو ځواکونو څومره مسلمانان وژلي دي ؟؟ د غه سرچینه زیاتوي چی نوموړي دغه چغی په اردو ژبه وهلي او لهجه یی کشمیریانو ته ورته وه
دپښې وروسته حالات دهند او پاکستان ناندرې
کله چې هند له دې وزګار شو چې په نښه شوي ځايونه د بريد کوونکو له منګولو خلاص کړي نو په دې يې فکر شروع کړ چې په بريدونو کې به دچا لاس وي ؟څوک دي چې غواړي دهند مخ پر وده اقتصاد په ګونډو کړي ؟ . خو هماغسې چې تمه يې کيدله هند دا ځل هم دپړې ګوته خپل تاريخي غليم ته ونيوله ددغه هيواد لومړي وزير که په ښکاره دکوم هيواد نوم وانخست دومره يې وويلې چې پيښه بهرنۍ ريښې لري خو ددغه هيواد د کورنيو چارو وزير بيا په ډاګه وويل چې په بريد کې دپاکستان لاس دی ، خو پاکستان هم ډير ژر غبرګون وښود او ددغه هيواد دکورنيو چارو وزير وويل چې هند دې له پيښې سياسي ګټه نه پورته کوي ، بلکې ددې پرځاي پر پاکستان پړه ور واچوي ددغه هيواد سره دې ددغه ګډ دښمن په له منځه وړولو کې ګډ کار وکړي
دپيښې دڅيړنې په موخه نړيوالو څارګرو شبکو خپل څيړونکې سيمې ته استولي چې په دې لړ کې دامريکا دمتحده ايالاتو او برتاني دڅارګرې ادراو چارو اکي لا دمخه هند ته رسيدلي او داسې نښې نښانې يې هم ورکړي چې په دغه بريد کې په پاکستان ديره ډلې لاس لري . که څه هم په پيل کې پاکستاني دولت اعلان کړی وه چې دخپلې څارګرې ادارې مشر به دڅيړنو په موخه هند ته استوي خو وروسته دنامعلومه دلايلو له وجه پاکستان له خپلې دغه پريکړې لاس په سر شو او وي ويل چې دڅيړنو په موخه يو بل کس هند ته استوي .
پيِښه که هرڅه وي خو ددواړو هيوادونو ترمنځ چې په دې وروستیو کې اړيکې يو څه تودې شوي وي يو ځل بيا دغه دواړه هيوادونه ديوې مودې لپاره له يو بله لرې کړل اوس نو حالت دومره ترينګلي دي چې څارونکي ويره لري چې دواړه اټومي هيوادونه يوځل بيا يو بل ته ګوته په ماشه نه شي
په دې لړ کې داسې ګونګسۍ هم دمطبوعاتو له لارې خپرې شوي ، چې ګوندې هند هوډ لرې چې دغچ اخستنې په پلمه په پاکستان بريد وکړي او خپلو هوايې ځواکونو ته يې دتيارسۍ امر کړی پاکستاني مطبوعاتو ، سياسي او پوځي کړيو بيا دا ګواښ دومره پړسولی چې ويلي دي چې راتلونکي ۷۲ ساعته ډير خطرناک دي ، ديو پاکستاني پوځي چارواکې په حواله ويل شوي چې دهند دکورنيو چارو دوزير له خوا ورته په ټيلفون کې ګواښنه هم شوي .
پاکستان چې وراخطا دی زر يې اعلان وکړ که پر پاکستان دبریدمسله مطر ح کيږي نو پاکستان اړ نه دي په داسې صورت کې دترهګرۍ پر وړاندې دنړيوالې ټولنې مبارزې ته ژمن پاتې شي پاکستان په همدې لړ کې اعلان کړه چې په داسې حال کې به افغانستان سره په پوله خپل ديره سرتيري هند سره خپلو پولو ته وليږدوي او دخپل هيواد څخه به دفاع وکړي ؟
دلته هم پوښتنه داده چې پاکستان به په ريښتيا دورته کړنې په تکل وي او که نړيوال ټولنې ته به خپل زور ښايې ؟
داکار چا کړی ؟
مخکې مو ذکر کړه چې هندي حکومت خو پړه دپاکستان پر اوږو وراچوله اګر که څه هم دوي شواهد په ډيره کې دهغه نيول شوي بريدکوونکې دڅرګندونو پر بنسټ راڅرخي دغه شخص چې دپاکستان دپنجاب دسيمې اوسيدونکی دي وايې : چې دبريد دمخه يې روزنه په پاکستان کې ترلاسه کړې دري مياشتي په يوه ځاي کې يو ډول اودرې مياشتې بيا په بل ځاي دمارين روزنه ورکړل شوي هغه وايې دبريد دمخه ورته هغه سيمې چې بايد په نښه شي دويډيو له لارې ښودل شوي هند وايې په پيښه کې دپاکستان داستخباراتو لاس دی چې دترهګرې لشکرطيبه ډلې په واسطه يې دغه بريدونه تنظيم کړي . د ایس ټی اندریوس د پوهنتون پروفیسور د ټیلګراف ته په یوه مرکه کی ویلی چی القاعده د نورو ترهګر لپاره یو بنیاد کیښودلو ځکه اوس بیلا بیل خلک په بیلا بیلو ځایو نو کی د القاعده بریدونه کاپی کوي او په ټوله نړی کی یی کوي
د نومبر په ۲۸ ۲۰۰۸ کی د القاعده لوړپوړي چارواکي ایمن الظواهري یو ویډیوی پیغام کی چی په کی یی د ممببی بریدونو ته هیڅ اشاره ونه کړه ۱۰۴ دغه خبره لاس انجلیس هم راخیستی او وایی چی القاعده په کی هیڅ رول نه لري
همدارنګه د دغو برید کونکو څخه یو سټلایټ هم ترلاسه شوی چی د برید نه مخکی پری کراچی ته زنګونه وهل شوي و ۹ . همدارنګه مجر جنرال هودا چی د ترهګری پر ضد د عملیات پر مخ وړي وایی چی هغو ترهګرو چی د تاج هوټل کی محاصره کړی و په پنجابي ژبه خبری کولی خو دوی داسی ژبه کوله چی خلک پری ګمان وکړي چی دوی د حیدراباد څخه دي. خو سعد الله بابر او عمران بابر به یا د حیدر اباد (اندراپردیش) و چی په اردو یی خبری کولی رسنیو ته ویلی چی موږ دغه برید کوو لا تراوسه معلومه نه ده چی دوی څوک دي خو داسی ویل کیږي چی دوی په اردو ژبه غږیدل د او هم یی ورسره په پښوری پښتو غږیدل .
خو ايا ريښتيا هم پاکستان په دغه پيښو کې لا س لري که څنګه ؟
څارونکي دلته په دوه ډلو سره ويشل شوي ځيني يې دهند حکومت دلايل قانع کوونکي بولي او ځينې بيا وايې چې هندي حکومت دپاکستان په تورنولو کې تادي کړې دوي وايې چې داکار دپاکستان نه بلکې دالقاعده دی
دوي وايې دپيښو دتاکتيکونو څرګنديږي چې په بريد کې دالقاعدي سازمان لاس لري ، ځکه چې ورته بريدونه القاعدې په ۲۰۰۵- ۲۰۰۷ کې په لندن کې هم ترسره کړي همدارنګه د۱۱ سپټمبر پيښه هم ورته پيښه ګڼي
بله داچې په پيښه کې بهرني قربانيان امريکان او یهودان ترنورو بهرنيو قربانيانو ډير دي دا هم ددې دليل کيدلی شي چې دا کار دالقاعدې دی ځکه دالقاعدې لومړی درجه دښمن امريکا او اسرايل دي . هند چې پړه يې پر پاکستان کې په شته ترهګرو سازمانونو ور اچولي څارونکې په څو دلايلو دانه مني
لومړی هند ځکه په چټکټيا سره پړه پر پاکستان کې په شته ډلو ور واچوله څو خپله ماتې چې دبريدونو په مخنيوي پاتې راغلی پټه کړي ځکه هند بله لار نه درلوده بغير له دې چې پړه پر خپل پخواني حريف پاکستان ور واچوي ، بله خبر داده کله چې د۲۰۰۱ ز د ډيسمبر پر ۱۳ مه دهند پر پارلمان بريد وشو نو له دې وروسته پاکستان لشکر طيبه او جيش محمد ډلې ناقانونه اعلان کړې .
دویمه خبره داده چې پاکستان په داسې يو حالت کې چې خپله په کور ددننه دسختو ستونزو سره لا س اوګريوان دي په قبايلي سيمو کې دترهرګرو سره په جګړه ښکيل دي دنړيوالي ټولنې سره دترهګرۍ په وړاندي جګړه کې هم همغږي دی ،بل لوري ته يې هند سره په تير و پنځه کالو کې اړيکې يو څه تودې شوي وي لږه موده دمخه ددغه هيواد نوي ټاکل شوي ولسمشر اصف علي زرادری داسې اشارې ورکړي چې غواړي هندسره دپاکستان شخړه پآي ته ورسوي ... نو په داسې یو حالت کې به پاکستان څنګه زړه ښه کړي چې ځان لپاره دجګړې يوه نوې جبه خلاصه کړي !
او کومه ډله چې دمجاهدين دکن په نامه ځان معرفي کوي اوددغه پيښو مسوليت په غاړه اخلي دا هم دمنلو نه ده دايوازي دهندي چارواکو، امريکا او اسرایلو داذهانو مشوش کولو لپاره ديو پلا ن له مخې ترسره شوی ، ورته کار داسلام اباد دماريوټ په هوټل کې له چاودنې وروسته هم شوی وه يوې وړې ناپيژندل شوې ډلې (فدايان اسلام ) ددغه بريد پړه پر غاړه اخستې وه حال دادي ، چې داسې ستر بریدونه ورته واړه سازمانونه هيڅکله په يوازې ځان نه شي ترسره کولی ، مګر پاکستاني چارواکو همغه مهال پړه پر القاعده ور اچولې وه
که څوک وايې چې هندي مجاهدينو به داکار کړی وي خو داهم دمنلو نه ده ځکه دهغوي له پخوانيو بريدونو څرګنديږي چې يوازې هندي وګړي په نښه کوي او ستراتيژکو سيمو سره کار نه لري
دالقاعدې دښکيلتيتا دلايل
دځينو رپوټونو پر بنسټ په برید کوونکو کې دوه برتانويان او يو بل بهرني هم شامل وه چې دغه تعدد الجنسيات د۱۱ سپټمبر پيښو ترسره کوونکو ته ورته دي
د امريکا دراندپه تحقييقاتي موسسه کې دجنوبي اسیا دچارو يوه کارپوه کريستن فير وايې : هغه تاکتيک چې دممبي په بريدونو کې کارول شوی ، دپاکستان د لشکر طبيه دسازمان او دهند دمجاهدينو دسازمان دکړنو سره ورته والی نه لری ، ځکه دغه ډلې دخپلو عملياتو په ترڅ کې څوک نه يرغمل کوی ، دټايمز مجله ددې سرليک لاندې چې( هند دې په کلي ډول پر پاکستان پړه نه ور اچوی ) دې ته اشاره کړې چې په بريد کې دالقاعده لاس دی
ولې القاعدې داځل هند په نښه کړ او ايا په خپلو موخو کې کاميابه ده ؟
ډير ګمان کيږي چې القاعدې ځکه هند په نښه کړ چې په دې ورستيو کې دهند اړيکې داسرايلو او امريکا سره ډيرې پر مختللي ، هند له اسرايلو ډيرې وسلې ترلاسه کوي ، همدارنګه نوی ډيلی دکشمير دازادۍ غوښتونکو تنظيمونو په ځپلو کې داسرايلې پوځي کار پوهانو له مشورو هم ګټه اخلي دوي دفلسطيني ازادۍ غوښتونکو دځپلو تجربي هندي ځواکونو سره شريکوي ، همدارنګه دامريکا او هند ترمنځ داتومي ټيکنالوژۍ دپراختيا تړون په افغانستان کې دهند دحضور او نفوذ پراختيا ، او په دې ورستيو کې خو داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې امريکا له هنده غوښتي چې دافغانستان سرحدي سيمو ته دې دپاکستان دغاړې د راتلونکو جنګياليو دمخنيوي په موخه افغانستان ته سرتيري واستوي ، القاعدې غوښتل په دغه بريدونو سر ه دامريکا نوي ولسمشر باراک اوباما ته داپيغام ورکړي چې القاعده لا هم غښتلې ده او کولاي چې هر چيرې وغواړي خپلې موخې په نښه کړي .
بل لوري ته هند حکومت چې پړه يې پر پاکستان وراچولي په همدي موخه يې په دغه هيواد کې دپاکستان سفير دبهرنيو چارو وزارت وربللی او ورڅخه يې غوښتي چې ددغه بريد دعاملينو پر وړاندې دې جدي اقدام وکړي او دا يې هم ورته په ډاګه کړې چې هند په دې جدي فکر کوي چې دبريد دتنظيمونکو سره څه قسم برخورد وکړي
نړيوال غبرګونونه
البته دغه پيښه په نړيواله کچه وغندل شول دافغانستان ولسمشر حامد کرزي همدغه بريدونه په کلکه وغندل همدرنګه دنړۍ نږدي ټولو مشرانو ددغه بريد غندنه وکړه ځينې مشرانو خو حتی هند ته سفرونه درلودل ، دبرتاني لومړي وزير ، دامريکا دبهرنيو چارو وزيره کونډلیزا رایس ، او دمتحده ايالاتو دديموکرات ګوند دتيرو ټولټاکنو کاندید سناتور جان کيري ددغه جملې څخه یادولی شو ، ځينو خو يې په خپلو څرګندونو کې داسې اشارې ورکړي چې په پيښه کې په پاکستان ديره ډلې لاس لري .
ايا هند به په پاکستان بريد وکړي ؟
راځو دې ته چې ايا ريښتيا داګواښ همدومره جدي دی لکه څرنګه چې پاکستان چيغي وهي ؟او که پاکستان غواړي بيا هم له موقع ګټه پورته کړي او دنړيوالو پام ځانته راواړوي چې تاسې دې خبر ياست چې پر پاکستان بريد کيږي دغه اټکلونه له همغه پيله کارپوهانو کول ،چې هند به دغچ اخستنې په موخه پر پاکستان يو لړ هوايې بريدونه وکړي خو لا هم په کلي ډول دا احتمال نه شي رديدلی چې هند به په پآکستان بر يد وکړي او که څنګه ؟ همدغه تيره ورځ دهند دبهرنيو چارو وزير مکرجي څرګنده کړې که پاکستان ورته هغه شل تورن کسان ونه سپاري نو حالت لا ترينګلي کيدای شي، خو هغه څه چې دغه بريدونو پرې مخامخ خپل اغيږ وشينده په ډيسمبر کې ددواړو هيوادونو ترمنځ ټاکل شوې خبرې وځنډيدې ټاکل شوې شوه په اسلام اباد کې ددواړو هيودونو ترمنځ دسير کريک دحدودو اوسوداګريزو اړيکو په اړه خبرې ترسره شي خو اوس هند ورته خبرې ترهغه ځنډولي ترڅو پاکستان ورسره دبمباي دبريدونو دطراحانو په نيولو کې همکاري ونه کړي ، دغه ناندرې اوس دمطبوعاتو په ژبه تودې دي دهند دپوځي چارواکې له خولې نشر شوي چې ويلي و په پاکستان کې به پنځه زره موخې په نښه کړي همدغه ګونګسۍ دي، چې پاکستان داخبرونه نور هم پړسوي او په همدې پلمه غواړي افغانستان سره له سرحده خپل ځواکونه هندسره خپل سرحد ته واستوي چې همداپرون همداسې خبرونه خپاره شول چې پآکستان خپل ځواکونه له سرحدي سيمو خوځولي دي پوښتنه داده ، چې اياريښتيا هند غواړي ، په پر پآکستان بريد وکړي او که دهند موخه له ورته څرګندونو داده ، چې دغه هيواد چې په اقتصادي ډګر کې په ګونډو دی نور هم کمزوری کړي خو فکر کوم چې دغه جګړه به په څو دلايلو تر سره نه شي
هند به داکار ددې لپاره کوي چې ۴ مياشتې وروسته په هند کې ټولټاکنې ترسره کيږي او واکمن چارواکې ، چې اوسمهال يې په ولس کې محبوبيت يو څه راکم شوی دورته څرګندونو له لارې غواړي دځان لپاره کمپاين وکړي ، بله خبره داده چې هند په دې پوهيږي که پاکستان سره په داسې حساسو شيیو کې په جګړه کې ښکيل کيږي نو دابه دپاکستان دتجزيې په مانا هم وي نو په داسې حالت کې به پاکستان خپله اټومي وسله همداسې ونه ساتي بلکې که هغه پوه شي چې ځمکمنۍ پشپړتيا ته يې ګواښ متوجه دی نو له دغه وسلو به کار واخلي داهغه څه دي چې هند نه غواړي اټومي وسلې استعمال شي ، بله خبره داده چې هند په خپله دپاکستان له دوستانو چين او سعودي عربستان څخه غوښتي چې ددغې ستونزي په حل کې لازمه همکاري وکړي همدارنګه نړيواله ټولنه به هم هندسره په داسې حساس وخت کې دجګړې په کولو کې يوه خوله نه شي خو بيا به هم وخت ته تم شو چې وړاندې څه پيښيږي .
په پايله کې ويلی شو که دابريدونه هرڅه وه خو هغه څه چې ثابت دي هغه دا چې دسلګونو کسانو دمړينې او ملينونو ډالرو تاوان هند ته ټکان ورکړ خو دايې هم ورپه زړه کړه چې هند له هم ديوداسې دښمن سره په يوه داسې جګړه ښکيل دی چې په هر وخت او هر زمان کې دورته بريدونو سره مخامخ کيدای شي