
د سيمه ييزوارګانونو
خپلواکې ادارې لوی رئيس عبدالخالق فراهي د بلخ ولايت څخه ليدنه وکړه او په هغه
جوړه شوې غونډه کې يې د يو شمېر وزيرانو او معينانو ترڅنګ ګډون وکړ، چې د بلخ
ولايت په مرکز مزارشريف کې د دې ولايت د پرمختايي او بيارغيزو چارو د ګړنديتوب په
اړه جوړه شوې وه، د غونډې برخوالو د بلخ ولایت په اوسنۍ اوضاع خبرې وکړي او د
اجنډا سره سم یې د کنفرانس په اوږدو کې د بلخ په پرمختايي پلان نظرونه تبادله کړل،
د سيمه ييزوارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئيس عبدالخالق فراهي د غونډې په جريان کې
پر نورو واليانو غږ وکړ، چې هغوئ دې د بلخ والي ښاغلي عطامحمدنور څخه زده کړه وکړي
او پاليسې دې د همدې والي د پاليسې مطابق جوړه کړي، د فراهي له خبرو او هداياتو داسې
برېښېده چې ښاغلی فراهي د استاد عطامحمد نور د کړنو څخه متاثره شوی او کړنې يې د
ستايلو وړ دي، خو زه ستاسومخ ته د استاد عطا د کړنو څو بېلګې کږدم، او بيا تاسو
قضاوت وکړئ چې ايا پکار ده نور واليان د استاد عطا محمد نور پالیسي او کړنلاره
غوره کړي او خپلې کړنې د نور د کړنو سره برابرې کړي؟
(۱): پاتې بدبخته واليان
څنګه کوښښ وکړي، چې کړنې او کارونه د نور د کړنو سره عیارې او له هغه يې زده کړې،
آیا دا ترې زده کړي، چې څنګه د ولسمشر انځورونه پر ځمکه وغورځوي او پرځای يې د
شمالي ټلوالې جنګي څهرې مسعود او خپل انځورونه نصب کړي، حال دا چې نور د همدې
ولسمشر په امضاء د خپل نماينده په صفت په بلخ کې والي شوی، خو اوس يې کړنې د
ولسمشر په خلاف او د ولسمشر د ټولو پاليسو خلاف دي او د ولسمشر پاليسي يې چلنج
کړې، ايا دا لار تعقيب شي؟
(۲): فراهي د نور له شاهي
ژوند، شاهي ماحول، مالي امکاناتو او غرور څخه متاثره شوی، چې نورو واليانو ته یې د
ده څخه د زده کړې هدايت ورکړی، فراهي د نور مالي قوت وليد او متاثره شو، چې نور
واليان هم بایدملت ته د خدمت پرځای خپلي مالي سرچينې قوي کړي تر څو نور واليان هم
د نور په شان فراهي ته په تحفه کې د نړۍ قيمت ترين ساعت ROLEX په
تحفه کې ورکړي، آيا همدا لار تعقيب شي؟
(۳): نور سره لدې چې د
ولسمشر نماينده او د ولايت والي دی، پکار ده، چې نور د ولسمشر ټول احکام او فرامين
پرځان ومني او دتطبيق په موخه يې هلې ځلې وکړي، چې يو حکم يې همدا دی، چې واليان
بايد په ټولټاکنو کې مداخلې ونکړي او ولس پرېږدي چې په خپله خوښه يو کانديد ته
رايه ورکړي، چې په رېښتني ډول استازی وټاکي، خو نور سره لدې چې د ولسمشر ټول
فرامين او احکام موجود ول، په لوی لاس او په ټول قوت يې په تېرو ولسمشريزو ټاکنو
کې د مالي امکاناتو علاوه خلاص مټ د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړۍ درغلي وکړه
او خلکو ته يې هم سپارښتنه کړې وه، چې رايه یوازې ډاکټر عبدالله ته ورکړي، آیا دا
لار نور واليان هم تعقيب کړي.
(۴): د هېواد جمهور رئيس
سياسي، قومي یووالي، ولسي يووالي، ملي پخلاينې او نور غوره شوې تګلارې، د نور له
لوري ماتې شوي، چې د بلخ سربېره يې په نورو ولایاتو کې هم د دې تګلارو د پلي کېدو
مخه نيولې، آیا نور واليان هم دا لار تعقيب کړي.
(۵): په بلخ ولايت کې بشري حقونه مطلقاً د سوال سره مخامخ دي، هېڅوک د
خپل حق غوښتنه نشي کولی هرڅه یې تر خپل انحصار لاندې راوستي، رسنۍ آزادي نه لري،
اداري فساد پکې اوج ته رسيدلی، غصب د والي له لوري قدم په قدم شوی، چې لا اوس هم د
ښار په منځ کې جريان لري، بيا پرې بلند منزلې، هوټلونه، شفاخانې جوړې شوي، چې ټولې
د والي عطامحمد نور ملکيت دی، او اوس يې د ملکيتونو بيه يوازې د بلخ په ښار کې لس
ميليونه ډالرو ته رسېږي، آیا نور واليان هم دا لار تعقيب کړي؟
که معيارونه د مشرانو له
لوري داسې ټاکل کېږي او داسې لارښوونې کېږي، لنډه دا چې د ولسمشر ټولې هڅې، چې د
ملي يوالي، قومي او ولسي روغې جوړې، د سولې روان بهير، بشري حقونو خپلواکي، د
امنيت لېږد، د اداري فساد سره مبارزه، د رسنيو ازادي او نورې مهمې او ملي کړنلارې به
د خاورو سره خاورې شي، ټولې روانې هڅې او لاسته راوړنې به ناکامې وي، ځکه چې د
ولسمشر شاوخواء او ګردچاپيره خلک د همدې تصميمونو پابند نه دي او نه ورته پابندي
لري.
فراهي خو دا خبرې د رسنيو
په مخ کې وکړې، د بلخ والي ته یې د زمري او ملي اتل خطاب وکړ، ولې د فراهي په
کاغذونو کې به څومره تکړه، بااستعداده، کارپوه او مننونکو واليانو ته به منفي
خطابونه شوي وی، او څو نورو واليانو ته به د زمري خطابونه کړي وی، څوک به یې د
تباهۍ کندې ته ټېل وهلي وي او څو نور به يې هڅولې وي، خو د تېرې غونډې نه په ډاګه
شوه، چې څوک د فراهي خواهش پوره کولی شي هغه زمری او څوک يې چې خواهش نه شي پوره کولی
هغه د تباهۍ کندې ته پرېوتی، يعنې ويلی شو، چې (معيار خدمت نه معيار تحفې او فيشن
تعينوي)
ولسمشره!!! تاسو چې په
تېرو کالونو کې څومره تصميمونه نيولي وي، د دې لپاره چې د ۱۲ کلنۍ دورې ټولې لاسته
راوړنې او هڅې دې د خاورو سره خاورې شوي نه وي، پکار ده، چې پدې تصميمونو يو ځل
بيا تجديد نظر وکړئ، ځکه چې ستاسو د اعتمادي اشخاصو چې تاسو ورته مسووليتونه ورکړی
وي پدې حالت کې وسي د پردې ترشاه به څه روان وي، دا به تاسو ښه پوهېږئ.
يو مشهور متل دی چې وايي؛
(کفر که از کعبه خيست کجا ماند مسلماني)،په ولسمشرۍ ماڼۍ کې چې داسې اشخاص په
تصميم نيونه کې برخه اخلي، او نورو واليانو ته سپارښتنې او هدايات ورکوي، چې د هغه
چا کړنلاره او پاليسي غوره کړي، کومه چې ستاسو، ستاسو د پاليسۍ او هڅو خلاف ده، چې
پدې کار سره به ډېرې ننګونې وزېږيږي او حالات به يو نامعلوم لور ته روان شي.
امين الله عباسي
aminullahabasi@yahoo.com