د هوګو شاویز مرګ او سویلي بانک (Bank of the South)

په ۲۶ د نومبر کال ۲۰۰۹ کې د وینوزویلا د ولسمشر هوګو شاویز په وړاندیز سویلي امریکايي هیوادنو ( وینوزویلا، برازیل، پیراګوی، یوروګوای،ایکواډور،بولیویا او ارجینټینیا) د سویلي بانک په نوم د ګډ بانک بنسټ کیښود. په پیل کې بانک لپاره ۲۰ بیلونه ډالره سرمایه وټاکل شوه چې دی کې هر یوه وینوزویلا، برازیل او ارجینټینا ۴ بیلونه ډالره چې مجموع ۱۲ بیلونه ډالر شول او پاتی نورې یسی واړه هیوادونو لکه ایکواډور، پیراګوای او بولیویا ورکړې. د دی بانک موخه دا وه چې سویلي امریکايي هیوادونو ته قرضه ورکړل شي ترسو دا پیسو په اجتمايي پروګرامو او په بنسټيزو پروژو مصرف شي. دا کار نړیوال بانک. (IMF) د پیسو نړوال صندوق ته لوی ګوزار وو. د پریکړې له مخی دا بانک خپل بشپړ فعالیت اپریل ۲۰۱۴ کال کې پیلوي.
اوس جالبه خبره دا ده چې ولی د سویلي امریکا هیوادونو مشران په کینسر اخته کیږي؟ د سویلي هیوادونو د ولسمشرانو لیست چې په کینسر اخته شوي:
 
کال ۲۰۰۹ د برازیل ولسمشره دیلیما زوزیف په کینسر اخته شو
 
۲۰۱۰ د پیراګوای ولسمشر فرنینډو لوګو په کینسر اخته شو خو په ۲۰۱۲ کال کې بیرته روغ رمټ شو
 
کال ۲۰۱۰ د وینوزویلا ولسمشر هوګو شاویز په کینسر اخته شو
 
۲۰۱۱ د برازیل ولسمشر لولا ډیسیلوا په کینسر اخته شو خو ۲۰۱۲ کال
کې نوموړي وویل چې اوس په بشپړه توګه روغ دی
 
کال ۲۰۱۲ د وکولمبایا ولسمشر جویان مینول مینتوس په کینسر اخته شو.
 
ځیني سیاسي کارپوهان به دی اند دي چې د دغو هیوادنو سیاسي او اقتصادي مخالفت له امریکا سره د دی سبب شو چې امریکا د دوي په طبعي وژنو لاس پورې کړي. سویلي بانک یو له دغو لاملو څخه دی چې امریکا یې لا پسی وارخطا کړې. دی ته ورته پروګرام د لیبا ولسمشر قدافي هم درلود چې افریقا لپاره ځانګړې افریقايي مرکزي بانک ولري ترسو د امریکا څخه څه نا څه اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي.
 
بله ښه بیلګه په یوګانډه هیواد کې د جوزیف کووني ده. جوزیف کووني په یوګانډه کې یو ګوریلايي قومندان ده چې تیرو ۲۵ کالو راهیسی ډير جنایتونه یې کړي. کال ۲۰۱۲ کې امریکا د جوزیف کووني د نیولی خبرې تودی کړې. د جوزیف کووني ارزښت په دی کې دی چې د یوګانډ په هغه برخه کې چیرې چې جوزیف کووني واک لري الته په ډيرې کچې سره اوومه مواد دي امریکا د جوزیف کووني له منځه وړلو سره غواړي هغه اوومه موادو ته لاس رسې پیدا کړي.
پورته دلیلونه د دی دلالت کوي چې د امریکا جنګ اسلامي او غیری اسلامي نړئ سره یو اقتصادي جنګ دی. د دی اقتصادي جنګ ګټه یوازی او یوازی د ګوتو په شمار هغو بانکدارانو ته ځي چې د نړئ د هیوادونو د سیاستونو برخلیک ټاکي د دوي سر کې یوه انګریز بانکداره کورنۍ کورنۍ قرار لري چې (Rothchild) کورنۍ نومیږي. د ۹ سیپتمبر ۲۰۰۱ کال د دمخه نړئ کې یوازی ۷ هیوادونه (افغانستان، عراق، کوبا، شمالي کوریا،سوډان او ایران) پاتي ول چې د هغوي په مرکزي بانک باندی (Rothchild) واک نه درلود خو ۲۰۱۲ کې یوازی۳ هیوانه پاتی شول په نوره ټوله نړئ کې په مرکزي بانکونو د (Rothchild) کورنۍ واک او غیزه ده. دوي د امریکا په څپیړه ټول هغه قوتونه او واکداران له منځه وړي کوم چې د دوي په اقتصادي مافیايي سیستم کې خنډ جوړوي.
اتل زاهد صافی
کیومین لاکسو پوهنتون
فینلیډ