د ننګرهار واکمن څوک دي؟

       اتل ننګرهاری
                           
وسلوال غله، وسلوال طالبان ، زورواکان، افغان دولت او که نړیوال ځواکونه ؟؟؟؟؟
د ننګرهار ولایت د ستراتیژیک اهمیت له پلوه خورا ارزښتمن او د کابل دروازه بلل کېږي او اهمیت یې د هېواد په تاریخ کې له هره پلوه جوت دی که هغه د اقتصاد له نظره وی ، که هغه د کلتور او فرهنګ له نظره وی، که هغه د سیاست له نظره وی او که هغه د فوځي ځواک له نظره وي.
 د لیکنې د لمن د اوږدیدو له امله د اوږده واټن له تاریخ څخه تېریږو خو په دغه دوه دری لسیزو کې چې زموږ د سترګو لیدلي حال دی یوه لنډه یادونه کوو د بیلګی په ډول په پلازمېنه کابل کې د ډاکټر نجیب الله حکومت سقوط مستقیما اړېکې د ننګرهار ولایت له سقوط سره تړاو درلوده او د یاد حکومت مخالفو جهادی مشرانو کوښښ کوه ننګرهار تر خپلی ولکي لاندي ټینګ کړي ترڅو له امله یې کابل سقوط وکړي چې په پایله کې همداسی هم وشول لومړی ننګرهار سقوط او ورپسی په اتوماتیک ډول پلازمینه کابل هم د جهادي مشرانو تر ولکي لاندې راغله او په ټول هېواد کې د ډاکټر نجیب الله واکمني پای ته ورسیده.
 خو متاسفانه د ډاکټر نجیب الله له حکومت وروسته په پلازمېنه کابل کې د جهادي مشرانو ترمنځ د واک پر سر د خپل منځي جنګونو په پایله کې د کابل ښار وران او د پنځه کلن نیم واکه حکومت وروسته د طالبانو اسلامي تحریک د یادو جهادي مشرانو د ناراوو کړنو له امله راپورته او د ننګرهار له نیولو وروسته په ډېره بېړه یې پلازمېنه کابل تر خپلې ولکي لاندې راوسته او په ډېرو لنډو ورځو کې د هېواد ۹۵ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندی راوسته نو ویلی شو په پلازمېنه کابل کې تل د واکمن نظامونو ړنګیدل د ننګرهار له سقوط سره تړل شوی دي نو ځکه د ننګرهار ولایت د کابل دروازه بلل کېږي.
نو ننګرهار ددغه ډول ستراتیژیک اهمیت له درلودو سره اوسني امنیتي او سیاسي وضعیت یې د ډېرې اندیښنې وړ دي ځکه په دغه ولایت کې پنځه ډوله حکومتونه موجود دی او ددغو پنځه ډوله حکومتونو په درلودو سره لرې نده چې دغه ولایت په یو نامعلوم برخلیک باندې اخته شي چې موږ یې په دغه وړه لیکنه کې د هر یو ډول حکومت نفوذ او اغیز ته یو څه اشاره کړی چې کوم حکومت زیات زورور او د ننګرهار په ولایت باندې د چا واک چلېږي. د افغان حکومت د کمزورې ماموریت له امله په دغه ولایت کې سړی تښتول، وژل، له خلکو سرونه پری کول، د انجونو تښتول او وژل، اداری فساد، غلاوي د شپی او ورځی له پلوه، د خلکو زورول، د مخدره موادو زیاتوالی، چاودنې او نورې امنیتي دېته ورته پېښی په ننګرهارکې د خلکو ژوند یې له تهدیدونو سره مخ کړي او هره ورځ خلک له کلیو څخه د ښار په لوري راکوچېږي او په ښار کې هم  خلک د امنیت له پلوه ډاډمن نه بلکې له ښاره سړی تښتول او یادې ورته پېښی هم تکرارېږي.
افغان دولت: د پراخ اداری فساد او د کمزوري ماموریت او نورو کړنو له امله خپل اغیز له لاسه ورکړي او ورو ورو یې د حکومت لمن تر ښاره پوره را محدوده کېږي چې د دوه ویشت سره ولسوالیو یوازې دولتی ودانۍ  د حکومت په کنټرول کې دي او پاتې سېمو باندې د واک اغیز یې دومره نه معلومېږي، خو د ورځی له پلوه کله ناکله د تورو سړکونو په اوږدو کې د امنیتي ځواکونو تلاشی تر سترګو کېږي چې خلک کولای شي په سړکونو باندي تګ راتګ وکړي خو د مازیګر په را دبره کیدو سره امنیتي ځواکونه خپلو اصلی مرکزونو ته ستنېږي او د لویو لارو امنیت څښتن تعالی ته سپاري. همدارنګه د شپی له پلوه د جلال اباد په ښار کې هم د حکومت اغیز دومره زیات نه دی او د شپی لخوا زیاتره سړی تښتونې او نور غیری قانوني کړنې ترسره کېږي چې حکومت یې په کابو کولو کې پاتې راغلي دي. نو د حکومت د زیاتو کمزوریو له امله مخالفین ، وسلوال غله او زورواکان ګټه پورته کوې او په سپینه ورځ په لارو کې د ناامنیو پېښی رامنځ ته کېږي چې خلک یې د امنیت له پلوه له ګڼو اندېښنو سره مخامخ کړي دي حتی د تورخم جلال اباد لویه لاره باندې هم د ورځی له پلوه وسلوال راوځی او لاره د څو ساعتونو پرمخ د ترافیکو پرمخ تړي چې له کبله یې خلک له ستونزو سره مخ کېږي.
نړیوال ځواکونه: په ننګرهار کې نړیوال ځواکونه د جلال اباد ښار سربېره په څو ولسوالیو کې خپل نظامی بیزونه لري چې له هماغو ځایونو څخه کله ناکله د وسلوالو پر ضد خپل فوځي عملیات ترسره کوي، نړیوال ځواکونه هم د خپلو ګټو په اساس ځینې کارونه ترسره کوي او په سېمه کې د شته ناامنیو په اړه زیات غوږونه نه ګروي، ځکه د دوی له بیزونو سره نږدي د ناامنیو پېښی رامنځ ته کېږي خو دوی یې په کنټرول کې پاتې راغلي، د شپی او ورځی له پلوه وسلوال ښکاره ګرځی چې د عامو خلکو د زورونې سبب ګرځی خو افغان دولت او نړیوال ځواکونه یې په اړه هیڅ غبرګون نه ښئ نو ویلی شو چې نړیوال ځواکونه هم د افغان دولت سره سمه هم غږې نلری او هرڅوک په خپل سر کارونه ترسره کوي چې له امله یې د ننګرهار ولایت امنیت مخ په خرابیدو او زیاتره خلک د خپلو کورونو او سېمو پرېښودلو ته اړ شوې دي.
وسلوال طالبان: که څه هم د افغان دولت په څېر د ورځی له پلوه په لویو لارو او د خلکو په ګڼه ګوڼه سېمو کې د وسلوالو طالبانو زیات فزیکې حضور نشته خو د دولت په پرتله یې اغیز زیات دي ځکه په زیاترو ولسوالیو کې وسلوال طالبانو ته خلک د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره مراجعه کوي. خو یو شمېر وسلوال چې ځانونه د طالبانو په نومونو خلکو ته ځانونه ورپېژني نو زیاتره هغه خلک په تکلیف کوي چې په حکومت کې دندي لري او په دې نوم چې په دولت کې کار کوي  نیسی، وهی ، تهدیدوی او حتی په وژلو باندی هم صرفه نکوي. خو طالبان هم د هغو ورانکارو وسلوالو چې د امنیت لپاره ګواښ او دغه ډول کړنې ترسره کړي او په لویو لارو کوڅو کې خلک زوروی ، غلاوی کوي چوپه خوله دي او د سېمي دګډ وډ کوونکو په مخنیوي کې هیڅ ډول کار نکوي نو ویلی شو چې طالبان هم خپل ولس او خلکو ته رښتینې نه دي او هسی د خپلو بادارانو د ګټو لپاره کار کوي.
وسلوال غله: دغه ډله چې نن سبا د ننګرهار لپاره لویې ستونزي را ولاړي کړي د افغان دولت، وسلوالو طالبانو او د زورواکانو له ملاتړه برخمن دي په سپینه ورځ خلک تښتوی که هغه اینجنر وی، ښځه وي ، ډاکټر وی، حقوق دان وي، ملا وي، ماشوم وی او که سړی وي ، دولت کارکوونکې وي او که د موسسو کار کوونکې وي خو که په ښار کې وي او یا که په ولسوالۍ کې وي چې یو ځل یې تر سترګو لاندي راغلي نو بیا دی ورڅخه خلاصیدل ناممکن دي، دغه ډله د خلکو په وژلو او تهدیدولو باندي هم صرفه  نکوي او دپیسو په مقابل کې هرې ناروا کړنې ته لبیک وایې، دوی د وسلوالو طالبانو په جامه کې، د دولت د امنیتی ځواکونو په جامه کې او همداسی په شخصی جامو کې ګرځی چې یادې ډلی یې په اړه هیڅ کوټلي ګامونه نه اخلي نو له دې څخه معلومېږي چې تر شا یې څوک شته دي نو که یو ځل دولت قاطع برخورد وکړي نو شاید په یوه اونۍ کې خلک له دغه غذاب څخه خلاص شي خو کیدای شی دوی هم ورسره په ګټو کې شریک وي نو ځکه یې څوک په اړه قاطع تصمیم نه نیسي.
زورواکان: په ننګرهار کې یو شمېر زورواکان موجود دي چې دوی د ننګرهار ولایت په وضیعت کې هم مستقیما ونډه لري ځکه دوی په دولت، وسلوالو طالبانو او وسلوالو غلو باندې د اغیز سربېره له نړیوالو ځواکونو سره هم مستقیم او غیری مستقیم تماسونه لري. دوی په ټولو ډلو کې خپلی ګټي لټوي افغان دولت په وسلوالو طالبانو او خپل سرو وسلوالو ننګوی او وسلوال طالبان او خپل سری وسلوال په دولت ننګوي چې په ټولو کې د دوی خپلي ګټی خوندي دي. همدارنګه هغه مخور سرمایداران او سوداګر هم په یو او بل نوم ډاروي او خپل کلنګونه ورڅخه راټولوي نو که له زړه څخه دوي وغواړي په ننګرهار کې امنیتی ستونزي له منځه یوسی نو کولای شي خو دا کار نکوي او هغه د چا خبره اوبه خړوي او کبان پکې نیسي.
  پایله: د ننګرهار وضیعت د یو نامعلوم لوري خواته روان دي که په اړه یې ژر ترژره د ښه کیدو په موخه اقدام ونشي نو لري نه ده چې ددغه ولایت خلک په یوه توره تیاره کې پریوزي نو هیله ده چې د ننګرهار ولایت هغه زړه سواندي خلک که هغه مشران وي او یا کشران وي لوستي وي او که نالوستي وي، په دولت کې وي او که بهر له دولت څخه وي نو باید په یوه خوله ددغه حالت په اړه راپورته او له یادو ټولو ډلو سره قاطع خبري وکړي ترڅو حالت سمي خواته لاړ شي او له بلی خوا مرکزي دولت باید ژر ترژره د ننګرهار ولایت په اړه غور وکړي او داسی اقدامات او اصلاحات ترسره کړي چې د خلکو زړونه خپل او حالت ډاډمن کړي ګني د ناامنیو د زیاتیدو له امله به د ننګرهار ولایت سقوط او له امله به یې د پلازمینې کابل سربېره په ټول هېواد باندي ناوړه اغیزی وکړي چې بیا به یې هغه مهال کنټرول ناشوني وي.
                                                 په درنښت
                                                      کابل- افغانستان