د پاکستان د علماو کمیسون مشر مولانا طاهر اشرفي اصلي څیره



د پاکستان د (تحریک انصاف) ډلي مشر عمران خان د  نخري نه روسته  د پاکستان د علماو
کمیسون مشر مولانا حافظ طاهر اشرفي هم د ماشومانو په شان نخري شروع کړي.خو که حقیقت ته وګورو عمران خان یو لوبغاړي وو او په کرکټ لوبه کې  د  ښي تجربي لرلو سره په بدعملي او فحاشې کې هم ښه تجربه لري،چې قصي اوعکسونه  یي په نړيواله سطحه خپاره شوي دي.
په تیرو څو ورځو کې مولانا طاهر اشرفي ژورنالیستانو سره په خبرو کې په افغانستان کې ځانمرګي بریدنه حلال  وبلل او وویل چې  افغانستان، فلسطین او کشمیر کې ځانمرګې بریدونه روا  دي، چې دي سره یي د عمران خان هغه  احمقانه نظر یو وار بیا ژوندې کړو چې په یوه وینا کې يی په افغانستان کې د ځانمرګي بریدونو طرفداري یي ښودلي وه.
مولانا صیب چې په کم علت دا فتوي جاري کړي ده، په هغي زمونږ مجاهد ولس، د دولت جګپوړي چارواکي او زمونږ د دین لوي لوي  عالمان ښه  پوهیږي،
خو بدبختي دا ده چې زموږ دولت په دي هلکه تر اوسه پوري څه  قوي غبرګون  څرګند کړي  نه دي، او نه یي د داسي جاهله او د فتني نه ډک خلکو  د  پروپاګند او تبلیغاتو  ته  د پاي ټکې کیښود،
که چیري دولت په هغه وخت کې د  عمران خان په خبرو په نړیواله سطحه  سخت غبرګون ښودلي وو نو نن به د پاکستان د
( ای،ایس،ای) د دغي  وظیفه خور مولانا  دا جرات نه  وو کړي چې په افغانستان کې د ځانمرګې بریدونو په هکله فتوی ورکړي.


اوس راځو د پاکستان مفتي لوي عالم دین او پنچابې نسله مولانا طاهر اشرفي اصلي څیري ته،
د مولانا صیب اصلي څیره هغه وخت پاکستان او نړي ته روښانه شوه کله چې د پاکستان ځینو ایماندارو ژورنالیستانو په پاکستاني مطبوعاتو کې  د هغي په هکله د حقیقت نه ډک مالومات د پاکستان ولس ته په ډاګه کړل.
د پاکستان مطبوعات د هغي په هکله لیکي چې څو ورځي وړاندي د هغي په هکله داسي راپورونه خپاره شول چې مولانا صیب د ځینو خلکو لخوا تښتول شوي دي.  خو په حقیقت کې داسي نه وه، مولانا صیب په اسلام اباد د جرمنی په سفارت کې په یو پروګرام کې  د ګډون په خاطر تللي وو چې د راپورونو له مخي ۱۵۰۰ کسان دي پروګرام ته دعوت شوي وو، مولانا صیب چې د انګریزي نسله شراب څکلو عادت هم لري .
 د پروګرام په محال  (وسکی) شراب څکلو له وجي نشه شوي وو، خو کله چې د سفارت چارواکو دا ولیدل چې مولانا صیب په هوش کې نه دي او د بدني توازن سره اعصابي توازن یي هم د لاسه ورکړي  ، نو د سفارت چارواکو په دي سبب مولانا صیب سره د خپلو محافضینو د کور په طرف روان کړو چې په پروګرام کې کم خنډ یا  بدنظمي رامینځته نه کړي. خو کله چې د مولانا صیب موټر د (جهلم) سیمي ته وراسیدو نو په
جي،ټي روډ باندي د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا د ده موټر ودراول شو، کله چې امنیتي ځواکونو د مولانا اشرفي موټر تالاشي واخستله نو مولانا صیب د نشه وو او د خله  په شمول  د  موټر، کالو او بدن نه یي د شرابو بوي تللو.د پولیسو د څیړنو په سبب غوښتل چئ مولانا صیب نږدي امنیتي حوزي ته یو وراسوي خو په عین حال کې د  (ای، ایس، ای) چارواکې هم د پیښي ځاي ته ورسیدل او د نشي په حال کې یي  د مولانا صیب ویډیو هم جوړه کړه، ځکه چې (ای،ایس،ای) د خپل هر یو جاسوس  په هکله  یو پټ فایل ساتي چې هغي فایل کې د هر جاسوس  غیر قانوني او غیر اخلاقي کړني پټ ساتل کیږي.، تر څو د ضرورت په وخت کې خپل حاسوسان د اهدافو پورا کولو لپاره   پري بلیک میل کړي، او خپل کار تري واخلي.



ای،ایس،ای  او نورو استخبارتي شبکو سره د مولانا اشرفي اړیکې
(ای،ایس،ای)  په افغانستان کې پراخ رول لري او د رول خوندي ساتلو لپاره مختلف خلک یي په دندو ګمارلي دي، او وظیفي یی  ورته حواله کړي دي، خو  د نورو په شان مولانا صیب هم د (ای،ایس،ای) نه وظیفه اخلي،  او د علماو کمیسون مشر په څیر ای،ایس،ای ته یو وفادار مامور دي،هر څه چې ورته وایي په سرسترکو یي عملي کوي.
د ای،ایس،ای په واسطه طالبانو سره یي هم اړیکې لري چې د عربو هیوادو نه به یی پیسۍ راټولولي او په طالبانو به یی ویشلي.
له دي سره سره مولانا صیب د پاکستان (مسلم لیګ) ډلي مشر نوازشریف کشر ورور او د پنجاب ایالت برحال لومړي وزیر شهباز شریف په شمول د امریکا،برتانیا او ځیني نورو اروپایي هیوادونو نه د خپلي خیټي خوندي ساتلو لپاره وظیفي اخلي.
سپاه صحابه(لشکرجهنګوی) سره  د مولانا طاهراشرفی اړیکي
مولانا صیب د( سپاه صحابه) ډلي سره قوي اړیکې لري، دا هغه ډله ده چې د پاکستان استخبارتي شبکي(ای، ایس،ای) په کمک سره په سیمه کې ترهګري عملیات ترسره کوي،چې په خاصه توګه پاکستان،هندوستان، او کشمیر کې د (ای،ایس،ای) په هدایات چاودني کوي.
ده دغي ډلي په هکله د هندوستان دولت د پاکستان نه په وار وار غوښتنه کړي ده چې د سپاه صحابه ډلي نوم دي  ترهګري په لست کې دي شامل شي خو د پاکستان دولت په هیڅ قیمت دي قدم ته تیار  نه دي.
ده دغي ډلي یو غړي چې ملک اسحاق نومیږي  او په پاکستان د ترهګري عملیاتو سره سره د  ۱۰۰ نه ذیاتو کسانو وژنه کې هم ککړ دي د دولت لخوا ونیول شو خو روسته د مولانا اشرفي په وسیله د بند څخه خلاص شو.
که مولانا صیب دومره عالم دین وي نو په خپل ملک کې د فحاشي پر خلاف دي فتوي ورکړي ، د پآکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک  وژلو فتوي دي  ورکړي چې کلمه هم نه پیژني، د پآکستان فلمي لوبغاړي (وینا ملک) وژلو فتوي دي ورکړي چې په نړيواله سطحه د خپل اسلامي هیواد نوم یي وشرمولو، په کراچئ کې د (ایم، کیو،ایم )خلاف فتوي دي ورکړي چې روزانه په کراچې کې عام وګړي وژني.
خو دغه غټ خیټي  مولانا دومره د شیطانیت ، منافقت او رزالت نه ډک دي چې د پاکستان خپله میډیا پري هم لعنت وایي ځکله چې د  کفارو په غونډو کې ګډون کوي، کفارو ته جاسوسي کوي،کفارو سره  ،شراب څکوي،پردي انجلو سره په محفلونو کې ناستي کوي   اود اسلامي هیوادونو خلاف د کفارو په دسیسو کار کوي، او په اخر کې ده دي فتوي ورکوي چې په افغانستان کې ځانمرګې بریدونه روا دي، خو ده دي فکر نه کوي چې په خپله څه کوي او په خپل  ملک کې یي څه کیږي.

\"\"

\"\"