غــــــــــــزل


لمن يي ډکه وي له کاڼوهلکان پرې ولـــــي
ليلا دبام په سر ولاړه شنه طوطيان پرې ولي

کله دقهره تکـــــــه سره شي کله وخنديږي
پټه په وره کــــــې ده ولاړه ملنګان پرې ولي

دجينکـــوپه منځ کې غلي غلي وخنديږي
چې کله ياد خپل جانان کړي ماشومان پرې ولي

په ورځ کــــې څوواره ديارلپــــاره بام ته خيژي
کاڼي په لاس کې مورته وايي چي چرګان پرې ولي

سهاروختي دکلي واړه ماشومـــان راټول کړي
شګې لمن کې ورکړي ښکلي پتنــګان پرې ولي

کله دکلي ماشومانـــــــوباندې خولـــمــې لګوي
لينده رواخلي بياخپل باغ کــــې بوراګان پرې ولي

وايي نسيم ليــــــوال راتلوته څه پلمــــــه جوړه کړم
ګودرکې ناسته وي بنکړي مات کړي ماهيان پرې ولي

ليکوال نسيم ليوال
2008/12/18
دجمعي شپه