غـــــــــزل

دخولې مې آه راوزي پاس تر اسمانوپورې ځي
دخـــيال تعبيرمې دليلادشنوخالوپورې ځي

سپوږمۍ راټيټه شي دقهره تکه سره غوندې شي
خبش يـــاران مــو بدخشان دسرولالو پـــورې ځي

هادچــنارلاندې په کټ کې باباجــــــان ويده دی
لنډيږي څانګــې يـــې ترلــرووطنـــوپـــورې ځي

زندان دمينې يي په زړونوکې جوړکړي راته
جانان زما نه خدای زده بيادڅوکالوپورې ځي

دمخ په باغ کې ددتک سره ګلابونه څه دي!
دزړګي وينې مې دستاتراننګو پورې ځي

نسيم ليوال خوپه مودو مودو ليواله دی ستا
که اجازه وي يوځل بياستايادګاروپورې ځي
 
نسيم ليوال
2008/12/20
ددريم شپه  ، مياخيلوکلي