يوه ورځ زړه مينې ته په غوصه سره وويل : ته څومره بې وفايې دهرچاپه زړه کې ځاې پيدا کوی خودهيچاسره تراخېره ملګرتيانه کوې ، هسې انسانان ځوروې ، ډېروکسانوڅخه دژوند واخيست هرچاته دې دخپلې برخې درد رسولي . خوبيا چاته دې چې زړه وي هغه ته دخپلې مينې ثمره ورکوې ،ولي دومره ظلمونه کوي ؟ ګوره په دومره ظلمونوسربيره بيا هم هرڅوک له تاسره دژوندکولوته زړه ښه کوي لږ خوله ځانه هم وويرېږه .
کله چې زړه ورته دغه خبرې وکړي وروسته بيامينې په ژړغوني اواز په داسې حال کې چې له سترګويې داوښکورودونه روان وو په افسوس سره وويل: آی هآی زه ډېره بې وسه يم هرچاته مې چې خپله هيله وروړي ده هغوی زمانه سمه ګټه نه ده اخيستې اوزماسره هيڅوګ درښتينوالي ملګرتيانه کوي. اوس ټول دوخت ياران دي پخوابه زماسره خلکودصداقت او دزړه نه ريښتونې چلندکولو خودنننۍ زمانې خلکوسخته وځورولم ،ګوره تاسې پوهيږی اوس هغه خلک نه شته ، په سلوکې دوه يادرې کسان ښه خلک پاتې دي نورټول دوکه بازان دي . کله يې چې ټول حالونه زړه ته وويل نوبيايې په چيغوچيغووژړل اوورته يې وويل چې اوس تاسې قضاوت وکړئ ، زه ظلم کوم که خلک زماسره ظلم کوي .
زړه چې دغه دردونکې خبرې له مينې څخه واوريدې خپل سريې په زنګنوکيې راځوړند کړاوپه خپګان سره يي وويل رښتياچې د اوسنۍ زمانې خلک ټول دوکه بازان دي .
ليکوال:نسيم(( ليوال))
7.11.2008 دليکلوځاي:خوست مرکزدمياخېلوکلی
وروستي