حق العبور

لیکوال: خلیل الله ستانکزی
حق العبور په خلکو کې یوه عامه اصطلاح ده، کله چې باروړونکي موټر له یوه ښار نه بل ښار ته ننوځي؛ نو د حکومت لخوا درول کېږي او د حق العبور په نوم یوه اندازه پیسې ترې اخیستل کېږي او د دولت په خزانه کې افزود راولي. تر ډېره بریده قانوني کار ګڼل کېږي، ځکه د حکومت د قانون پر اساس باید باروړونکي موټر ښار ته د داخلېدو په وجه څه اندازه پیسې تحویل کړي.
په حق العبور کې د زمانې او وخت له بدلون سره سم لا پراختیا راغله او په ګڼو نومونو دغه چاره اوس سر ته رسېږي. په میدان ښار او نورو اړوندو سیمو کې چې کله د مڼو د شکولو وخت را ورسېږي، نو ډلې ډلې پګړۍ پر سر او پکول پر سره ورثه الانبیا را پیدا شي.
په باغونو سرګردانه ګرځي، په غریبو بزګرانو د غرمې ډوډۍ هم چپه کوي او لسمه برخه مڼې هم ترې را اړوي، هغه بزګر چې ټول کال یې همدې مڼو ته اړولي وي. سره، وبه او نور شیان ورته په خپلو پیسو واخلي او ګټه یې ملا صیب جیب ته حواله کړي، خو عجبه لا داوي چې هغه لسمه برخه مڼې هم قیمت کوي او له بزګر بېچاره نه یې نغدې پیسې اخلي.
نور ملګري یې بیا په عام سړک د حق العبور پیسو ته ولاړ وي، جوړې کړې پاڼې، چې قېمتونه پرې وهل شوي وي، موټروان ته ورکوي او پیسې ترې اخلي، که دې لږ خبره ښکته پورته کړه؛ نو لکه د ترافیک جرمانه قېمت يې نور هم لوړېږي، خو ښه دا وي چې هر څو وي په پټو سترګو یې قبولې کړې او له غم یې ځان خلاص کړې. د ورځې په لکونو نغدې پیسې د عام ولس له جیبه د ملا صیب په بیت المال کې د وړو د راتلونکې لپار اضافه کېږي.
له دې غمه چې را خلاص شې؛ نو ښکته پر سړک د حق العبور بل پاټک را ورسېږي او هغه هم د سپېشل فورس یا ځانګړو امریکايي ځواکونو پاټک، دلته بیا حق البور په بله بڼه اخیستل کېږي او ښار ته د تېرېدلو په اجازت کې یوه ډډه وهل در باندې لازمي ګرځي، داسې وهل چې د مرګ او ژوند دې کوي او نښې نښانې به یې دې په وجود کې تر ډېره اظهار نظر کوي.
د سپیشل فورس حق العبور د ملا صیب له حق العبور سره یو بل توپیر هم لري، هغه دا چې ملا صیب یوازې له بزګرو حق العبور اخلي او سپیشل فورس بیا ه یوازې بزګرانو بلکې عامو خلکو  ته هم پر سړک د تېرېدلو په اجازت کې یوه ډډه د حق العبور وهل ضروري ګڼي.
ملاصیب په دې خاطر حق العبور اخلي، چې د خدای تعالی امر پر ځای شي او له دوی نه بیا په هغه دنیا کې په دې وجه پوښتنه ونشي، چې د خدای تعالی امر مو ولې پر ځای نکړ.
 خو سپېشل فورس په دې خاطر حق العبور اخلي، چې سړک دوی ډمبر کړی، پیسې يې پرې لږېدلي او د تېرېدلو په وجه یې باید خلک د حق العبور وهل ضرور وخوري.
سپېشل فورس له څو میاشتو راهیسي په مرکز میدان ښار، نرخ او نورو اړوندو سیمو کې د عامو خلکو په وهلو ډبولو او وژلو لاس پورې کوي. تر دې مهاله یې په لسګونه خلک وهلي ډبولي، څو تنه یې په شهادت رسولي او نهه تنه نور لا تر اوسه لادرکه دي.
همدارنګه ملاصیبان او حزبیان هم له ډېره وخت په میدان او نرخ کې له یو بل سره په مسلحانه کړنو بوخت دي او په خپلو منځونو کې یې ډېر کسان هغې دنیا ته استولي دي. د نسلونو نسلونو ترمنځ یې دښمنۍ پرېښي او لا هم دوام ورکوي.
اوس چې امنیت شورا دفاع وزارت ته دنده سپارلې چې د دوه اونیو په ترڅ کې د ځانګړي امریکايي ځواکونه یا سپېشل فورس د میدان وردګو ولایت له مربوطاتو څخه وباسي او همدارنګه یې ټولو مسله ځواکونو ته دنده سپارلې چې ټول هغه ګروپونه چې د سپېشل فورس په نوم د خلکو په زورولو او وژلو لاس پورې کوي، ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
خو د ای اس ای سپېشل فورس به د کومې امنیت شورا په فیصله له دې سیمې وځي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي، ترڅو دا مظلوم ولس له دې سترو آفتونو څخه خلاص شي؟.