مورې!


اې زما افغانی مورې
کړیدلې یې سر تورې
د نامه نه دې ځاریږم
اې زما د سترګو تورې
تا په غیږه کې لوی کړي
ننګیالي او شاځلمیان دي
خپلواکۍ تیږې یې ایښې
میرویس خان او احمد خان دي
دغه ټول ستا برکت دی
ته زموږ د زړه درمان یې
هر بچی دې په تا ویاړ کړي
 تا پاللي باتوران دي
حماسې دې ورښودلي
تا روزلي اتلان دي
کارنامې دې زموږ زړو کې
افسانې دې دومره ډیرې
نن په سرو سترګو ژړیږې
د نا اهله ځوی له لاسه
ستا په مخ اوښکی روانې
ډیر غمونه لا له پاسه
دغه تړمې تړمې اوښکې
توی یې مه شه ستا نه نورې
ته ځما د ژوند انځور یې
ته زما د زړګی زور یې
ته زما قوت او مینه
 ته زما د ژوند غمخور یې
د مطیع زړه کی اوسیږې
خاطرې نه دي ستا هیرې
ته اتله او درنه یې
 د ملالې خولې ټپه یې
ته نازو او زرغونه یې
باهمته پښتنه یې
په ژړا دې لیدی نشم
ته زما د زړګي شور یې