
اوریدو باندې زړګی می شو قلم
چې پښتو ژبې نه ورک شو بل صنم
د پښتو ژبې د ستورو نه یو ستوری
د پښتو ژبې خواخوږی او همدم
په پښتو ژبه د زړه نه تل مین و
پښتونخوا باندې خوړلی و قسم
مینان د پښتو ژبې ټول خفه دي
کټواز باندې چی راغی دغه غم
د سیاسي نظر خبره د لته یو خوا
مدام ستړی د پښتو په درد او غم
پښتو ژبې ته یی کړي خدمتونه
نوښتګر د خپل مهاله سره سم
د پښتو ژبې فلمونه یې رواج کرل
ر قیبانو باندې و ګذار
د بم
هم په کوزه پښتونخوا باندې مین و
د کلتور چوپړ کی نه و د چا نه کم
خیال محمد او د ګلناری ریکاډونه
کړه رواج یې په ولس کی هغه دم
دا د وخت د تقاضاو وه غوښتنه
خیال محمد ورسره
روان و هر قدم
پاکه ربه پښتو پال ټول په جنت کړې
مینه والو ته یی صبر او ډیر زغم