امنه راشه!


امنه راشه راله راوړه سره لمرونه په پنډونو
راله کم مو کړه د سوي زړه اهونه په پنډونو
اوربل کی درله ټومبمه جانانه سره ګلونه
په سترګو خمارونه راله راوړه په پنډونو
خاونده پر افغان نورې د خیر شیبې پیرزو که
تر څو به د ولس وي دا غمونه په پنډونو
له تا سره نړیوالو خوشالي او خندا ښایي
دا مونږه افغانانو سره ویرونه په پنډونو
غلیمه راله لوټ دې کړل کانونه د وطن مې
بدل کې راله را دې کړه جنګونه په پنډونو
ما وژني او د تیلو په ځای کار راځینې اخلي
بلوي زما له وینو مشالونه په پنډونو
دا ستاسو  په کورو کې مدام مینه محبت وي
زما کور ته مو راوړي نفرتونه په پنډونو
دا زما وینه مباح ده هیڅ زړه سوی راباندې مه کړه
بس پریږده چی بهیږې دریابونه په پنډونو
څوک نشته چې بدل زما د وینې تانه واخلي
نو ځکه بې پوښتنې کړي قتلونه په پنډونو
په نوم د طالبانو تا زما هلمند نیولی
چلوي راله په پټه ټول کانونه په پڼدونو
په چم د روفي کې موسکا نشته ده په شونډو
دېره په مونږ ښامار د څو سرونو په پنډونو