
له ډېره وخته پښتنو د ستمي کړيو له لاسه ډول ډول وژونکي ګزارونه خوړلي ، له طاهر بدخشي رانيولي تر احمدشاه مسعود او ان تر اوسنيو پاتې شونو پورې يې چې د کړنو په اورېدو يې دهر پښتون ضمير لړزيږي .
پداسې حال کې چې پښتانه د افغانستان اکثريت دي خو د خپلې بدبينۍ او نفاق له امله هروخت د اقليتونو لخوا پرې ملنډې وهل شوي ، که چېرې پښتانه په فزيکي ، قلمي او له ټولو خواوو پرته له سياسي ، سمتي او نورو تعصبونو سره يو شي د دنيا زبرځواکونه يې هم مخه نشي ډب کولی ، خو متاسفانه چې دا کار تردې دمه ناشونئ دی او دې نفاق ته ډېر کار شوی چې طبعا د يو څه ورانيدل ژر او رغول يې وخت غواړي.
دا مهال زموږ قلموال چې د ټول ټبر مخ وراوړي او په ډېرو برخو کې د سر سړي شمېرل کيږي د يو بل سپکې ته سره ناست دي چې يو لږ مخ پر وده شي د بل زوی مري ، هدف مې دلته ښاغلی اسمعيل يون دی ، يون چې له ډېره وخته يې له قلم سره اشنا يم دده تګلوری ، نيت ، ملي ستراتيژي ما هر وخت په يو حال ليدلي ، که چېرې يو څوک کوم کار د بېلابېلو غرضونو لپاره کوي يا يو ليکوال خپلې ليکنې د خپلو شخصي موخو لاسته راړلو لپاره کوي نو هېڅکله به د هغه ليکوال شخصيت ، نيت او تګلوری دومره مستقيم نه پاتې کيږي او نه په ټولنه کې دومره باور لري لکه يون صېب يې چې اوس لري ، د ښاغلي يون هوډ د تزلزل له ګناه څخه پاک دی .
خو په تاسف سره چې يوه ليکنه مې څو ورځې د مخه په انټرنېټ کې تر سترګو شوه چې د (يون وپېژنۍ يون + منصور + زرياب = افغانستان ټوټه ټوټه کېدل ) تر سرليک لاندې ليکل شوې وه ، له ادبي او املايي غلطيو به يې تېر شو په غرض او بې باکيو به يې سره وغږيږو ، خو بايد ووايم چې د يون صېب نيم ځوابه ليکنه مې هم ولوستله ، نيم ځوابه ځکه ورته وايم چې يون صېب ټول ځوابونه نه دي ورته ويلي او د يون له همدې ليکنې سړی د ليکوال شخصيت ، حوصله او حيثيت مالومولی شي .
د ( يون وپيژنۍ....) ليکنې ليکوال سبا سباوون په نوم دی چې نوم يې مونث دی خو په ليکنه کې يې ويلي چې له يون صېب سره په خوشال خان ليسه کې ټولګيوال ؤ چې په خوشال خان ليسه کې هلته جينئ نه وې او نه اوس ، کيدای شي نوم يې مستعار وي .
ښاغلي يون په خپله ليکنه کې د ليکوال خپل نوم په ډاګه کړی خو زه ځکه د هغه نوم په اړه څه نه وايم چې اسمعيل يون کوم داسې لاسوند او يا کره دليل نه دی وړاندې کړی چې سړی دې کټ مټ ومني ، زه په هماغه نوم چې ليکنه ورباندې شوي او دې همدغې ليکنې په اړه يو څه ليکم .
ليکنه په دې جمله پيل شوې (يو شمېر کسان د ملي مسالې په نامه غواړي په افغانستان کې ژبنيو تعصبونو ته لمن ووهي د ملي لفظ په معنی نه پوهيږي) د ملي لفظ په مانا څوک نه پوهيږي ؟ خامخا به فکر کوی چې کوم بې سواده ته يې اشاره کړې ، خو نه، دلته يې اسمعيل يون ، حفيظ منصور او رهنورد زرياب ته په زغرده ويلي ، دلته نور څه نه وايم د ليکوال په منطق او فکري لنډون خپله پرېکړه کولی شی .
ليکوال د کلام عفت دومره تر پښو لاندې کوي چې انساني کرامت هم له پامه غورځوي او په ډېرې بې باکۍ سره قلم چلوي (خلقيتوب ورته له پلاره په ميراث پاتې ؤ پلار يې په لوګر کې چا کوتره کړ) کاشکې دلته خو يې د يون صېب د پلار د اروا احترام کړی وئ.
ليکوال په يون داسې تورونه لګولي چې که چېرې دا ريښتيا وای نو يون به په دې ټولنه کې هېڅ ځای نه لرلی ، خو ريښتيا يې ځکه نشو بللی چې څوک په داسې يو شخصيت دومره غټ تورونه لګوي نو خامخا ورسره غښتلي لاسوندونه هم وړاندې کوي خو دې ليکوال هېڅ داسې لاسوند نه دی ښودلی پرته له خپلو اوتو بوتو نه .
بل ځای ليکي (وخت تېر نه ؤ چې دا ښاغلی په يوناما کې مقرر شو ښځه يې هم ورته راوسته ځکه ويل يې چې نظام د ښځې شو د ټوپک سالارانو سره ودرېد) د انسان طبيعي حق دی چې د خپلې خوښې وظيفه ځانته غوره کړي په دې کې خو د بدی څه نشته، بل حکومت خو له مخې د ټوپک سالارانو نه ؤ د پراخ بنسټه حکومت نارې وهل کيدې بايده وه چې دا ډول شخصيتونه ورغلي وی او د يون صېب مېرمن چې لوړې زده کړې لري او دا مهال په ولسي جرګه کې د فعالو وکيلانو له ډلې ده بايد وظيفه يې کړي وی .
بل ځای ښاغلی سباوون د حاجي قدير په اړه ليکي (کله چې هغه مړ شو ده د ناهيد په مجله کې د هغه د قتل تور په شمالټلوالې واچاه) په هغه وخت کې چې حاجي عبدلقدير ووژل شو د کابل په هر ګوټ د شمالټلوالې واکمني وه او زمان چې ده ياد کړی دی په هغه وخت کې يې په کابل هېڅ ځواک نه درلود، دا نه يوازې يون ويلي دي بلکې ټول پښتانه پدې باور دي.
بل ځای يې ليکلي (دا يې شعار ؤ چې پيسې پيدا کړی چې په هره لاره وي په همدې خاطر يې پښتو شعار کړه او پښتونواله يې پرېښوده) هر څوک چې يون صېب له لرې او نږدې پېژني او له قلم سره يې اشنايي لري نو د اسمعيل يون د نوم په اورېدو سره به يې پښتو او پښتونوالې ته حق غوښتنه په ذهن کې څپې وهي.
ليکوال بيا د کلام عفت دومره تر پښو لاندې کړی چې د پښتني ناموس خيال يې هم نه دی ساتلی (قوماندانانو او خارجيانو ته يې ښځه سرې شونډې ودروله او تقرير يې پې کاوه) په ليکوال خپل احساسات ډېر غالب مالوميږي ده ته د ښځې تقرير شرم او له پښتو، اسلام وتلی ښکاري خو کاشکې ده خپل تاريخ لږ مطالعه کړی وئ چې د نازو انا او زرغونه انا تقريرونو يې ضمير ورلړزولی وئ ، خو دلته بل څه نشته ليکوال يوازې پدې لټه کې دی چې څنګه د يون صېب شخصيت ته صدمه ورسوي.
ښاغلي يون چې دا هر څه په ډېره سړه سينه زغملي، د حوصلې يې ستاينه او قدر کوو. رېښتيا ده يون صېب چې غر همدغسې وي.
يون صېب که د کار سړی نه وای نو چا به کار نه پرې نه لرلی، رحمان بابا پدې اړه څه ښه وايي:
که بــل بد کانــدي ته ښه ورسره وکــــړه
هر يو نخل چې مېوه لري سنګسار شي
له يون صېب څخه ننګه ما ځانته يوه وجداني وجيبه ګڼله نو په همدې نيت مې د يو ليکوال په حيث د يون له قلم او دده هڅو ته د درناوي په موخه دا يو څه وليکل ، انسان له سهوو او ګناوو سره مخ دی يون صېب که کومه شخصي نيمګړتيا لري يا کومې سهوې ورنه شوي وي په هغې يې زما کار نشته.
موږ خدای دې لري ګڼ شمېر ليکوالان او قلموال لرو خو دا څو د ګوتو په شمېر ليکوالان دي چې خپل قلم او ټوله انرژي يې د پښتو او پښتنو هغه حق ته ځانګړې کړې چې ستميانو او ورته نورو کړيو په بدماشی تر پښو لاندې کړی.
موږ ته بايده ده چې هېچا ته دا اجازه ورنکړو چې په دومره سپکو الفاظو سره مو مشران ياد کړي، د سباوون ددې ليکنې په لوستلو ماته د لطيف پدرام خبرې راپه ياد شوې .
که موږ خپل منځ کې داسې د يو بل سپکه سره کوو نو له پرديو ولې ګيله کوو.
که موږ همداسې د دا ډول خلکو پوچو خبرو ته لاس تر زنې کېنو نو خدای مکړه چې دا دسر سړي راته زړه ماتې نکړي او د خوشال بابا په خبره پښتو مو همداسې بکره رانه پاتې نشي.
چې دستـــــار تړي هزار دي
د دستار سړي په شمار دي
ميوند فدا