امريکې او ناټو تر طالبانو زيات ملکي وګړي وژلي دي

لاس انجلس ټايم د جمعې په ورځ ليکلي ،چې امريکايي او ناټو ځواکونو د 2007 کال په لومړۍ نيمايي کې تر طالبانو زيات ملکي وګړي وژلي دي .
دملګرو ملتونو او بشري حقونو سيمه ييزې ډلې وايي ، چې د روان کال د جون مياشتې تر پايه ، د امريکايي او ناټو ځواکونو له خوا 314 ملکي وګړي او د طالبانواو نورو باغي ډلوله خوا 279 تنه ملکي وګړي وژل شوې دي . د ورځپانې په وينا د نورو قربانيانو حساب هم په همدې ډول دی .
امريکايي پوځي چارواکي وايي ، چې دا ډول پرتله کول غير عادلانه دي ، ځکه چې د طالبانو له خوا وژنې په عمدي ( قصدي ) توګه تر سره کيږی .
جګړن جان تامس د آيساف د ځواکونو يو وياند وايي : « هېڅ ( لوېديځ ) سرتېری سهار په دې نيت له خوبه نه پاڅېږي ، چې عادي افغانانو ته څه زيان ورسوي . که چېرې سهوا ً داسې پېښيږي نو د ډېر خپګان وړ خبره ده . » ٭
تېره اوونۍ کله چې تر 100 زيات ملکي وګړي ووژل شول ، افغان ولسمشر په ډېر غوسې امريکايي او ناټو ځواکونو ته ګواښ وکړ ، چې : « د افغانانو ژوند ارزان نه دی او نه بايد داسې چلند ورسره وشي . »
٭ درنو لوستونکو ، تاسې په خپله قضاوت وکړﺉ !