دولسمشر فرمان دتردید اوتنفیذ ترمنځ !

شاهد غزنیوال
دسلواغې په ۲۸ نیټه ښاغلي کرزي دپولیسواکاډمي یوشمیر فارغینوته دخبرو په مهال یوه ځانګړی فرمان صادرکړ.
هغه په خوراجدیت سره وویل چې زه له همدي ځایه  اعلانوم  اوپه دې اړه فرمان هم صادروم چې نوربه دولتي ځواکونه له مخالفینوسره دجګړې په مهال له بهرنیو هوايي ځواکونو څخه  هیڅ  ډول مرسته نه غواړی ؛ځکه همدغه مرستې دکونړ دخونړۍ پیښې په څیر دولسي وګړو دوژنې لامل ګرځي .
دکرزي دغه فرمان سمدستي دهغه دبهرنیو اوکورنیو ایتلافیانوله  ضد اونقیض غبرګونونوسره مخ شو.
دجنرال کونترکیتزجنرال جوزف  دنفورد