چېرته يې هيندارې

چــــېــــرته يــــې هندارې بې تصــويره يم
راشه چـــــــــې بې خـــــوبه بې تعــــبيره يم
راشه چې تڼاکــې پښې دې ښکل کـړمه
ورکـــــــه سبا ستړی لـــــــــــــه شوګيره يم
درد يــــــم په لفظونو کـــــې مې ونغـــاړه
لږ خو مـــې بيان کړه بــــې تفســيره يـــــم
شمس مې شه سيقل مې کـــړه شاعر مې کړه
مست مې کړه محبوب مــــــې شه بې پيره يم
زړه مــې ورور د للـــمې د ګلـــــــــونو دی
ورک د بــــارانونو لــــــــــه بهــــيره يـــــــــم
خــــــــــدايه کـــــــه پښتو راسره ووايـــــي
جــــــــــــــار دې له منکر او لــــه نکيـره يم
چــــېرته د ســندرو "کــــــــــاروان " واړوم؟
زه راغـــــلی نن لــــــه بــــــم او زيـــــــــره يم