
ښاغلی تاج ملي صاحب !
د امریکې
د جورج ټاون پوهنتون په تالار کې ، د جلالتماب کرزي صاحب بیانیه ، له محصلانو او ژورنالستانو
سره پوښتنې او ځوابونه او په پای کې د دواړو مشرانو له خوا مطبوعاتي اعلامیه ، چې
تاسې محترم د نظر غوښتنې له پاره مو موږ ته رالیږلي وو، په غور سره مې ولوستل .
دا مسله ډیر ستر او پراخ سیاسي اړخونه لري او د چا خبره
زموږ له سویې لوړه خبره ده ، خو بیا هم ستاسې د درناوي او د خپل هیواد د برخلیک د
ټاکلو په خاطر یې په ځمکه نه غورځوم او خپل نظر په درناوي سره ستاسې د دفتر له
لارې جلالتماب حامد کرزي او امریکایي دوستانو ته وړاندې کوم .
زما په اند په دې ټولو اسنادو کې دوه خبرې ډیرې مهمې وې
: لومړی له ۲۰۰۱ کال څخه تر نن پورې د امریکې
په مشرۍ د ۴۹ هیوادونو ۱۵۰زره کسیز
ډیر سمبال لښکر په افغانستان کې په تیرو یوو لسو کلونو کې څه کړي او یا نه دي کړي
، د دموکراسۍ ، امنیت ، د یو رښتیني ملي حکومت په جوړولو ، د مخدره موادو د کرنې ،
ترویج او قاچاق د بندولو ، د ښځو د حقوقو ، د افغانستان د کنډوالو په بیا رغونې ،
د پرمختګ او داسې نورو ژمنو په اړه څه شوي او که نه دي شوي نه غږیږم ، دا ځکه چې
په دې مسلو ټول افغانان پوهیږي او هره ورځ یې پخپلو سترګو ویني او له بلې خوا دا
ټولې مسّلې د تاریخ برخه ګرځیدلي دي . تاریخ لیکونکي ، څیړونکي او پوهان د هرې
ورځې کرونولوژي ثبتوي ، پایلې یې راباسي او قضاوت پرې کوي .
تاریخ د یوې پاکې هیندارې حیثیت لري ، پیښې چې څرنګه دي
، هغه ډول یې ښیي .
دوهمه خبره ډیره مهمه ده ، هغه داچې په راتلونکي کال کې
له امریکې سره د ستراتیژیک تړون لاسلیک دی ، چې د هغه له مخې به د امریکې یو شمیر
سرتیري په نظامي هډه یا هډوکې پاتې وي او راتلونکې لویه جرګه به هغوئ ته د
خوندیتوب پریکړه کوي . دا خبره ځکه ډیره مهمه ده ، چې لا تیره شوې نه ده او په
راتلونکې کې به کیږي . کاشکې امریکې او افغان دولت د هر تصمیم له نیولو مخکې له
افغانانو څخه نظر غوښتی وای . په هر صورت د دې کار له پاره اوس هم ناوخته نه ده .
په دوهمه خبره کې دوې مسّلې ډیرې مهمې او د بحث وړ دي ،
یوه دا چې په هیواد کې د بهرنیو لښکرو په موجودیت کې د لویې جرګې دایرول او یا
ټولټاکنې کول او د هغوئ اعتبار پخپله تر پوښتنې لاندې راځي .
دوهمه داچې د افغانانو غوڅ اکثریت یا له اوسني حالت څخه
ناراض او یا له بهرنیو پوځونو سره په ګرمه جګړه لګیا دي او هره ورځ امنیتي کړۍ له
کلیو څخه د ښارونو پر خوا تنګیږي او د کابلښار اوس عملا د وردګو ، لوګر او پروان
له خوا د کلا بندۍ په حالت کې دی . د دې تودې جګړې په ترڅ کې دواړه خواوې مالي او
ځاني تلفات لري .
د دې یوولس کلنې جګړې په اوږدو کې د امریکې په مشرۍ د
نړیوالې ټولنې سیاسي ، نظامي او مالي عظمت ته ډیر زیان رسیدلی دی او همدارنګه د
کرزي صاحب په ګډون هیڅ یو افغان ته دا شک نه وي پاتې شوی ، چې د افغانستان خپلواکي
، ملي واکمني او د خاورې تمامیت تر پوښتنې لاندې راغلی دی .
د ډیرې پاملرنې خبره خو داده ، چې اوس اوس افغانان د
امریکې په مشرۍ د ناټو او ایساف ځواکونو یوولس کلنه جګړه د پخواني شوروي اتحاد په
مشرۍ د وارسا تړون د لس کلنې جګړې او اشغال سره پرتله او مقایسه کوي .
وروستۍ خبره داده چې په افغانستان کې د ناتو یا امریکې
هډه یا هډې د افغانستان په سیاسي تاریخ کې بې سارې مسّله ګڼل کیږي .
د دې مسّلې اهمیت په دې کې دی ، چې له اعلیحضرت شاه امان
الله خان غازي څخه نیولې تر سردار محمد داود خان پورې د خپلواک افغانستان هر پاچا
، صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیرانو امریکې ته د سفر پر مهال د امریکې له ولسمشر
او بهرنیو چارو وزیرڅخه په ځانګړو او آن تر دې چې د دوئ دوه په دوه لیدنو کتنو په
ترڅ کې یوه او سره ورته غوښتنه وړاندې کوله :
هغه دا چې : افغانستان د سره ښامار په خوله کې پروت دی ،
تاسې زموږ پوځ وروزئ ، وسله وال یې کړئ او د افغانستان اقتصاد په پښو ودروئ ، چې
موږ د نورو په تیره د پخواني شوروي اتحاد له احتیاج څخه خلاص شو .
خو په ډیر تاسّف سره چې د نیمې پیړۍ په اوږدو کې
امریکایي مشرانو د افغانانو غوښتنو ته چندان ارزښت نه ورکاوه .
آن تر دې چې د امریکې د وخت د بهرنیو چارو وزیر د
افغانستان د بهرنیو چارو وزیر سردار محمد نعیم خان باندې ملنډې هم وهلې وې .
د افغاني مشرانو د ډیر ټینګار په پایله کې امریکې شرط
وړاندې کړی و ، که چیرې زموږ نظامي ، سیاسي او اقتصادي مرستې غواړئ ، نو د سیتو او
سنتو په نظامي تړونونو کې شامل او د پښتونستان له غوښتنې څخه تیر شئ .
څرنګه چې د افغانستان د وخت دولتونه په یوې کورنۍ پورې
یې اړه لرله ، خپلواک و، ملي ځانګړتیاوې یې درلودې او له حساسو ملي ګټو څخه نشوای
تیریدلای .
کله چې افغاني مشران په وار ــ وار له امریکې څخه ناهیلي
شول ، لویه جرګه یې را وبلله او دواړه پوښتنې یې ورته وړاندې کړې : لویې جرګې د
دواړو پوښتنو په اړه پریکړه وکړه ، لومړی یې افغان حکومت ته دنده وسپارله چې له
یوې خوا د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې په وخت کې چې افغانانو خپل نا پیلیتوب
ساتلی و ، د هغه په څیر خپل دودیز ناپیلتوب وساتي او په هیڅ سیاسي ــ نظامي تړون
کې برخه وانخلي.
دوهمه دا چې هر څوک د افغانستان پوځ وسله وال کوي ؛ روزي
؛ نظامي او اقتصادي مرسته کوي ؛ مراجعه دې ورته وشي .
همداوو چې داود خان شوروي اتحاد ته مخ واړاوه .
شوروي اتحاد نه یوازې ځمکنی او هوایي پوځ وروزه ، بلکې
وسله وال یې هم کړ او د افغانستان د اقتصاد په بنسټ ایښودلو کې یې د هر بل هیواد
په پرتله ډیره برخه واخیستله او پانګونه یې وکړه .
طبیعي خبره ده له دې سره د شوروي اتحاد د سیاسي او
ایدلوژیکي صدور ته هم مخه خلاصه شوه د امریکې مشران هغه وخت پخپله ستره سیاسي
تیروتنه پوه شول ، چې د ۱۳۵۸ لمریز
کال د مرغومې په شپږمه (د ۱۹۷۹ ع کال د دسمبر په ۲۷ ) د پخواني
شوروي اتحاد ۱۵۰ زره سمبال پوځ د ځمکې او هوا
له لارې په افغانستان را وخوت او افغانستان یې اشغال کړ .
د پخواني شوروي اتحاد لښکرو تر هر څه د مخه هغه حکومت را
نسکور کړ ، چې د امریکې په ګډون ټولې نړۍ په رسمیت پیژندلی وو ، پر ځای یې هغه
ګوډاګی حکومت واک ته ورساوه ، چې په مسکو کې جوړ شوی و .
د امریکې د وخت ولسمشر رونالد ریګن وویل : چې شوروي
اتحاد خو افغانستان ته په مسکو کې حکومت جوړ او د روسي ټانکونو پر سر یې افغانستان
ته ورساوه او د واک په ګدۍ یې سپور کړ ، اوس دې خپل روسي تاریخپوهان هم ورولیږي ،
چې افغانانو ته نوی تاریخ ولیکي
.
کله چې ژورنالستانو د پخواني شوروي اتحاد د وخت له مشر
برژنف څخه وپوښتل ، چې ولې یې په افغانستان یرغل کړی دی ؟ ده په ځواب کې ورته وویل
چې درې دلیلونه وو :
۱ ــ د امریکې کومانډوګان په ګوادر بندر کې پلي شوي او
غوښتل یې چې افغانستان لاندې او اشغال کړي او بیا د هندوکش په غروکې د لرې واټن
توغندي ځای پر ځای کړي ،چې دا کار د شوروي اتحاد جنوبي سرحداتو ته خطر پیښاوه .
۲ ــ د افغانستان د دولت مشر پخپلو زیار ایستونکو خلکو
باندې ظلمونه کول او د CIA غړی
و، موږ باید د افغانستان خلکو ته نجات ورکړی وای .
۳ ــ موږ په خپل سر نه یو ورغلي ، موږ د ملګرو ملتونو د
۵۱ مادې له
غوښتنو سره سم هلته خپل محدود نظامي قطعې لیږلې دي . کله چې هلته امنیت تامین شي ،
سوله راشي ، خپل عسکر بیرته راباسو .
اوس چې له دې پیښې څخه کابو ۳۳ کاله
تیریږي ، تاریخ او نړۍ قضاوت پرې کوي .
نړۍ څه چې د پخواني شوروي اتحاد خلک ، سیاستپوهان او آن
تردې چې د شورویي اتحاد کمونست ګوند هم هغه محکوموي او تاریخي حقیقت ته نه نشي
ویلی .
روسانو په افغانستان کې کابو یونیم ملیون افغانان ووژل
او په همدومره شمیر معیوب شول ، د هیواد یو په درې برخه نفوس پردیو هیوادونو ته په
کډه کولو مجبور شول ، اقتصاد ، کرنې ، ښوونې او روزنې ، اردو ، پولیسو او داسې نور
ټول سیستمونه ړنګ شول . خو د شوروي اتحاد نیزه لومړی د وخت د دولت مشر په وینو رنګ
شوه .
د لیکلو اسنادو له مخې د افغان جهاد په دوران کې د یوې
ورځې لګښت دوه ملیونه ډالره و ، چې یو ملیون یې امریکا او یو ملیون سعودي عرب
تمویلول . خو د ۲۰۰۱ کال د بن له تړون څخه وروسته
چې د امریکې په مشرۍ د ۴۹ هیوادونو لښکرې د ملګرو ملتونو
د امنیت شورا د پریکړې له مخې لومړی د طالبانو حکومت ړنګ او دادی یوولس کاله کیږي
چې په جګړه لګیادي .
اوس د لیکلو اسنادو له مخې په افغانستان کې له نورو ۴۸ هیوادونو
پرته یوازې د امریکې نظامي ، ملکي او استخباراتي لګښت له څو سوه ملیونه ډالرو څخه
اوړي .
که چیرې د دې یوولسو کلونو لګښت د افغانستان په بیا
رغونه او پر مختګ لګیدلي وای ، افغانستان به د سیمې د هیواد له کچې څه چې د اروپا
یي هیوادونو کچې ته به رسیدلی وای
.
له همدومره تشریحاتو څخه وروسته د انګریزانو هغه پیغور
ته راځو چې د افغانستان د اشغال په وخت کې یې روسانو ته ورکړ او ورته ویې ویل :
مخکې له دې چې افغانستان ته لاړشئ له موږ انګریزانو څخه به مو پوښتنه کړې وای .
خو کله چې د امریکې او انګریزپه ګډون لویدیزې ۱۵۰ زره کسیزې
لښکرې افغانستان ته راغلې ، روسانو انګریزانواو امریکایانو ته هغه پخوانی پیغور
ورغبرګ او ورته یې ویل ، چې مخکې له دې چې افغانستان ته لاړشئ له موږ روسانو به مو
پوښتنه کړې وای .
اوس خپل اصلي نظرته راځم ، هغه داچې افغانان په هیڅ وجه
او په هیڅ وخت کې پخپله خاوره کې بیګانه عسکر او حکومت نه مني او خپل استقلال ،
ملي واکمني او د خاورې تمامیت ته یې ګواښ ګڼي . که چیرې اوس هم امریکایان او افغان
حکومت نه وي قانع شوي ، یو مهم تاریخي مثال وړاندې کوم :
هندي اشوکا د یو لک نفرو په وژلو سره په افغانستان کې
بودایي دین ترویج او خپور کړ او کوشانیانو هغوئ ته نور هم انکشاف ورکړ .
له هغه وروسته چې عربان راغلل ، هغوئ هم د سختو او اوږدو
جګړو په ترڅ کې په افغانانو د اسلام دین ومانه . خو کله چې افغانانو ولیدل ، چې د
دین په بهانه په فتح شو ملکونو کې عربي امپراتوري جوړوي او د افغانستان په ټولو
جامع جوماتونود جمعې د لمانځه په خطبو کې د بغداد خلیفه نوم ذکر کیږي ، نو سره یو
موټی شول ، د ابو مسلم خراساني په نوم یې توره جنډه پورته کړه . لومړی یې د
افغانستان په هره سیمه کې عربي واکمنان له واکه وغورځول او له منځه یې یوړل او په
تدریج سره افغاني لښکرې د اسلامي خلافت مرکز ته ورسیدی اموي خلافت ته یې ماته
ورکړه او خلافت یې د حضرت محمد (ص) کورنۍ (عباسیانو ) ته ولیږداوه . عباسیانو د دې
پرځای چې د ابو مسلم خراساني قدر یې کړی وای ، د ده له زور او قدرت څخه وویریدل .
د میلمستیا په بهانه یې د شپې په نیمایي کې په تورو ټوټې ټوټې کړ او ټوټې یې په
یوه بوجۍ کې واچولې او هیسته یې وغورځولې .
له عربي امپراتورۍ څخه مخکې او وروسته هر بهرنی ځواک ،
چې په هر نوم او هر عنوان افغانستان ته راغلی وي ، افغانانو نه دی منلی او د دوستي
پر ځای یې نفرت ځینې کړی دی .
اوس که چیرې د پخوا په څیر د یو اړخیزو لویو جرګو
امریکایي هډې هم ومنل شي او وتپل شي ، دا کار په حقیقت کې جګړه اوږدوي او د
افغانستان د ګاونډیانو لاسوهنو ته نوره هم لاره هواریږي .
که چیرې دلیل دا وي ، چې امریکایي هډې افغانان د
ګاونډیانو له تیري او اشغال څخه ساتي ، د افغانانو له پاره د خندا وړ خبره ده ، دا
ځکه چې :
۱ ــ د امریکا په ګډون د ۴۹ هیوادونو
د پوځونو په شته والي کې پاکستان د کونړ په ولایت باندې زرګونه توغندي اوروي او
افغانستان د ایراني فرهنګي یرغل تر بشپړ پوښښ لاندې دی . خو امریکا غبرګون نه ښیي
. داسې ښکاري چې تر پردې شاته امریکا له پاکستان او ایران دواړو سره معاملې لري .
د حیرانتیا خبره ده چې امریکایي سرتیري په افغانستان کې موجود دي خو د ایران
مداخله خپل اوج ته رسیدلې ده . د دې خبرې عملي مانا داده چې ایراني مداخلې ته
امریکا لاره هواروي .
هغه حکومت چې په ۲۰۰۱ کال کې
په بن کې د افغانستان له پاره جوړ شو او تر نن پورې د امریکا او لودیزې نړۍ تر
حمایې لاندې دی ملي دی ؟
دا په حقیقت کې یو سهامي شرکت دی . کله چې حکومت ملي نه
شو ، اردو او پولیس او استخبارات څرنګه ملي کیږي ، ابدأ نه !!
د خپلو نظریو په پای کې د حل لاره هم وړاندې کوم :
زموږ هر ګاونډي د تاریخ په اوږدوکې په افغانانو تیری کړی
دی او زموږ تاریخ له دوی څخه ښې خاطرې نلري . افغانان په حقیقت کې د رښتوني بهرني
دوست ستره تشه لري . خو د امریکا هیواد د زرګونو کیلومترو څخه په لیرې جغرافیوي
واټن کې کولای شول ، د افغانستان له پاره د یو رښتوني او صادق دوست تشه ډکه کړي .
خو متأسفانه تریخ حقیقت دادی ، چې امریکا هم دا چانس له ستر خطر سره مخامخ کړی دی .
که امریکا رښتیا غواړي د افغانانو د رښتوني دوست تاریخي
خلا ډ که کړي ، نو لاندې کارونه دې وکړي :
۱ ــ خپل ټول عسکر دې له افغانستان څخه وباسي او خپلې
وسلې او بارکونه دې افغانانو ته وسپاري .
۲ ــ د پاکستان له لارې دې د رښتونې سولې په راوستلو کې
مرسته وکړي او د پاکستان په څیره کې دې دوه ګونی سیاست نه لوبوي .
افغانان پوهیږي ، چې دا پاکستان نه ، بلکې امریکا ده ،
چې دوه ګونې پالیسي لوبوي .
پاکستان څوک دی ، چې په افغانستان په زرګونه توغندي
اوروي ؟
۳ ــ امریکا دې له اقتصادي لارې له افغانانو سره مرسته
وکړي چې لومړی رښتونی او خپلواک اساسي قانون ولرو او بیا دهغه له مخې بې پرې
ټولټاکنې وشي .
د امریکایانو په موجودیت کې انتخابات د امریکې او اوسني
افغان دولت دوستان له لاسه ورکوي او مجبوریږي ، چې بلې خواته مخ واړوي .
۴ ــ امریکا دې په افغانستان کې له لږه کیو قومونو سره
خطرناکه لوبه پریږدي .
دا کار نه افغانستان او نه هم امریکې ته ګټه لري .
امریکا د لږه کیو د څو تنو په بیه پراخې کتلې له لاسه ورکوي .
کله چې د پخواني شوروي اتحاد ، نظام او اید لوژي په
افغانستان کې ماتي وخوړه ، نو د افغان مجاهدینو مشران یې مسکو ته وبلل او هم له
لږه کیو سره یې ګوتې پټې کړې . د دې له پاره چې په راتلونکې کې هم په افغانستان کې
د رول لوبولو چانس له لاسه ورنکړي
.
۵ ــ هغه سیمې او قومونه چې روسانو په سکاډ توغندیو
ویشتلي وو ، امریکا یې په پیلوټ لرونکو او بې پیلوټه الوتکو او درنو توپونو ولي ،
داسې ښکاري چې د پخواني شوروي اتحاد او اوسنۍ امریکا په سیاست کې بدلون نه وي
راغلی ، ځکه هغوئ هم غوښتل چې د افغان اکثریت قوم وځپي او لږه کي د ځان کړي .
وخت او زمان ثابته کړه چې په افغانستان کې میشت قومونه
سره وروڼه دي او د زرګونو کلونو په اوږدو کې یو د بل تر څنګ اوسیدلي او په خپل منځ
کې دومره محکم خوني ، کلتوري ، تاریخي او جغرافیوي اړیکې لري ، چې بهرنۍ مداخلې یې
سره نه شي جلا کولای .
په پای کې د افغانستان او امریکې د رښتونې او صادقانه
همکاریو په هیله خپله لیکنه پای ته رسوم .
په درناوي
پوهندوی نسیم ګل توتاخیل د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي
استاد
دهلي ــ هندوستان