هـــــميــشه بــــــه مـــــي ورب تــــــه دادعاکـــــړه
محــــــبت دنــــازولـــــــي جـــــــانــــــان راکـــــــړه
دا نـړۍ راتــــــه فانـــــي دنيـــــا حــــــــساب ده
هوښيارانو تــــــوښـــــه جوړه دعــــقبا کـــــــړه
د جــــنـــت او د دوزخ پـــــروا بــــه څـــــه کــــړم
چي پروا مــــې شپه او ورځ ستا د رضا کـــــړه
چـــــــې تمـــــام عمـــر پــــــه فکر د دولــــــت وي
هغـه خلکــــو د خـــــپل ځان سره جــــــفا کــــــړه
د مـــادي دنيـــــا مـــــــتاع ده د څـــــــو ورځـــــو
غافل مـه شــــه اوخـروي تحـــــــفه پيدا کــــــړه
چي د زړونو پــــه رضا رب خـــــــوشحالـــــيږي
راشه ! داسې انسانـــي احساس اشـــــناکــــړه
د اخــــلاص او صـــــداقـت لــــــوړه رتبـــــه ده
د کعـــــبې د پيـروانــــــــو ځان همـــــرا کـــــړه
په کــــوم ملک کــي چې رښتيني ورورګلــوي وي
د هغــــو خلکـو روزګــــــــــار ربـــــــه صـــفا کــــــړه
چـــــــي د بخل او کيــــــنې نـــــه ، نـه مړيــــږي
هغــــــه قوم ،هــغـــــه ولس ربــــــه پــــــناه کـــــــــــــړه
غـــرض دا چې صدا قـــــت لـــــــــــوی عــــــبادت دی
قــــوم په صدق کې حاصل د خدای رضا کـــړه
سميع الدين افغانی
وروستي