
محمدرحيم خوشبين-هلمند
له كومه وخته چي دهلمندولايت دچوكى دترلاسه كولو لپاره محمدنعيم خان خپلي هڅي پيل كړې، موخه يي څرګنده وه، هغه دا چي غوښتل يي چي دهلمندولايت دولس له شتمنيوڅخه خپل ځان اوملګري ماړه كړي اوهمدارنګه دهلمنددمافيايي ډلي ياګروپ اهداف ترلاسه كړي.
دمافيايي ډلي څخه مي مطلب هغه كسان چي دهلمند والي په مقررېدواو دنورو مامورينوپه مقرريو كي كميشن كاري كوي، ښه مثال يي دلښكرګاه ښاروال دى چي هره مياشت دغي مافيايي ډلي ته لس ترپنځلس زره ډالرودكور خرڅ وركوي، خوكه يي ورنكړي نوكيداى سي چي دلښكرګاه ښاروال فاضل صافى له دندي ګوښه سي اوهمدارنګه دېته نور ورته مثالونه هم په زياته كچه شتون لري.
دهلمندوالي چي بې ارادې او ادارې شخص دى، هيڅ كله يي هم دهلمنددولس لپاره داسي كومه خبره نه ده كړې چي هغه دي ګټوره وي، مرستيال يي خلكوته قسمونه خوري او وايي چي ((قسم په خداى چي هرڅه تاسو وغواړى درته جوړ اودر يي كړو)) آيا داخبره ستاسولوستونكوپه نظرمنطقي ده كه يوازي دكليوالوخلكوتيرايستل دي؟
مسعودبختورچي مخكي له مرستيالئ څخه يي تخلص فراهي وو، دخپل اكا ښاغلي عبدالخالق فراهي په مشهوره دغه تخلص بختور باندي بدل كړ، ترڅوخلك بياداسي ونه وايي چي ګواګې دادظابط جليل خان فراهي زوى دى.
دپخواني والي يعني ګلاب منګل په وخت كي چي دهلمندمرستيال والي ټاكل كيده، له يوشميرخلكوڅخه امتحان واخيستل سو، مسعود بختور ددې امتحان مشتمل نه وو.
خوددې امتحان ترهغه چي مسعود بختور راتله، نه يي پته معلومه شوه اونه يي هم پايله، خو كله چي مسعودخان بختور يافراهي ددې ولايت لپاره مناسب شخص وبلل سو نو سمدلاسه په شارټ ليست كي راغئ اوبيله دې چي امتحان وركړي، دخپل اكاپه مټ دوالي مرستيال سو.
دمسعودخان موخي دادي چي دخپل هغه مركزي واسطې په وسيله ځان دهلمنديا بل ولايت دوالي په توګه راڅرګندكړي اودخپلي كورنۍ سلطه لاپراخه كړي.
كه چيري تاسوهلمندتلويزيون كي دده خبري سمي تحليل كړئ نودابه درته ښكاره سي چي نعيم خان نه بلكي مسعودخان دهلمندوالي دى.
مثال: مسعودخان دګرشك خلكوته په خطاب كي وويل: تاسي چي هرڅه غواړئ ماته وواياست، زه به يي درته جوړكړم، خوتاسوماته تراوسه نه دي ويلي))
ددې څخه داسي تحليل كولاى سو چي نوموړى خپل ځان دولايت په راس كي بولي اوځان خلكوته ورپېژني، منطقي خبره داده چي ووايي چي دهلمندولايت مقام ياموږ به يي درته جوړكړو.
اختلافات:
دنعيم خان اومسعودخان اختلافات هغه وخت پيل سول، چي مسعودخان تروالي صاحب ځان ډيرمهم اوباصلاحيته بلل شروع كړل، په هرمجلس كي به مرستيال والي مسعودخان ويل چي والي بياڅوك دى، هغه كار چي زه كوم دوالي مشهوري اواجازې ته اړتيانسته، هرڅه چي وغواړم كولاى يي سم.
داختلاف ترټولو لوى ټكى: ((دهلمندمدني ټولنه))
دغه په نامه مدني ټولنه دمرستيال والي مسعودبختوراوشيرمحمدآخندزاده په ملاتړخپل كارپيل كړ، ترڅو مرستيال والي اومافيايي ډله ددې مدني ټولني په وسيله هغه خلك وغندي او وښكنځي چي دمرستيال والي اونورو دګټوخلاف دنده ترسره كوي.
پدې ټولنه كي هغه كسان راټول سوي، چي شوم فكرونه اوشوم اهداف لري، دهلمندمرستيال والي اونوروچارواكي ورته نقدي مرسته هم وركوي، اوهم دښاروال، رئيس اودنوروڅخه نقدي پيسي ترلاسه كوي اوبيا ددې كسانوپه ګټه پربل كس باندي بېځايه نيوكي كوي اوښكنځي يي.
ددې مدني ټولني مشرسردارمحمدهمدرد دى چي څه موده مخكي دادبي بهيرپه نامه يي يوه خارجي پروژه واخيسته چي اصلاً دهلمندادبي بهيرپه خبرهم نه وو، پيسي يي نوموړي خپله نوش جان كړې خو بيا كله چي مقامات په خبرسول نودهلمندڅخه څه موده ورك وو.
ښاغلى همدردپه نادعلي اولښكرګاه كي دوه داسي روغتونونه لري چي پاكستاني ډاكټران اوډاكټراني بيله دي چي قانوني مجوز ولري كاركوي، اوپه نادعلي يوه بې محرمه ښځه له اتونارينوسره يوځاى اوسيږي چي نه يي روغتون جواز لري اونه يي هم كاركوونكي.
دمدني ټولني دغړوپه وينا چي اوس ددې ټولني يواځنى موخه داده: په هلمندكي هغه رئيسان چي دمرستيال والي اودده د ډلي دګټوخلاف عمل كوي له دندي ګوښه كړي، نواوس ددې څخه داڅرګنديږي چي مدني ټولنه پدې معني نه ده چي رئيسان له دندي ګوښه كړي ياخلكوته كنځاوي وكړي، بلكي دنده يي په ټولنه كي اصلاح، مدنيت اوپرمختګ راويستل دي.
اصلاح پدې معني چي په خپلواك ډول پرهغوغيرقانوني ټكونيوكي وكړي چي له دولتي چارواكولخوا عملي كيږي، خوددندي څخه دګوښه كيدو ګواښ كول ددوى دنده نه ده.
كله چي دپوهني وزيرفاروق وردګ هلمندته راغلى وو، نودهلمندمافيايي ډلي يوشميركسان دمدني ټولني اويوشميركسان داصلاحي شوراڅخه په كرايه ونيول ترڅودمعارف رئيس نسيم صافى بدنامه كړي، بېله دي چي دغه كرايه سوي كسان خپل دليل وړاندي كړي، وزيرڅخه يي وغوښتل چي دمعارف رئيس له دندي ګوښه كړي.
دهلمنددمعارف درئيس دليري كيدوپروژه هغه وخت ترلاس لاندي ونيول سوه، چي فاضل صافي، مرستيال والي، اويوشميردپارلمان وكيلانوغوښتل دكوكه بازارپه نامه دمعارف مځكه غصب اوخرڅه كړي خو نسيم صافي دښاروال فاضل صافي مخالفت وكړاودا خبره يي وزيرته ورسوله، چي دپوهني وزيرهم دهلمندله ادارې څخه وغوښتل چي نوردپوهني وزارت دمځكوغصب پريږدي. ددې پروژې لوري عبارت دي له والي، مرستيال والي، ښاروال اوشيرمحمدآخندزاده خودهلمندمدني ټولنه يي هم اجرايوي مزد اخلي.
هلمندوالي بياددې مدني ټولنه په اړه ښه نظرنلري، نعيم بلوچ ځكه دې ټولني ته سخت په غوصه دى چي مرستيال والي يي ملاتړكوي.
دهلمندولايت مقام څه موده وړاندي دافغانستان دمدني ټولني دفدراسيون مشرتابه راغوښتي وه خودهلمندمدني ټولني خلكوته تيليفوني پيغامونه واستول چي ګواكې داكسان ولايت مقام نه دي، راغوښتي بلكه دهلمندمدني ټولني دعوت كړي چي پدې خبره هم دهلمندوالي له مدني ټولني سره سخته شخړه وكړه اودغه كاريي دموقع څخه استفاده وبلله.
داختلاف بل ټكى:
دايوڅو ورځي وړاندي دهلمندولايت مقام دودانى ترڅنګ يودولتي كور چي مخكي موسسه پكښې وه خالي سو، نو والي دهلمندد عامه نظم دپوليسودكنډك له قومندان ښاغلي غلام سخي سره ژمنه وكړه چي دا كوربه ورته وركوي ترڅوله كابل څخه خپله كورنۍ دلته انتقال كړي خوكله چي مسعودخان بختورفراهي پدې اړه خبرسو نو دهلمندوالي ته يي وويل چي دې كورته به زه ورسم اوهلته به واده وكړم خووالي دخپل يو مشاور په ليږولو له مرستيال والي څخه په عذر وغوښتل چي دا كور مي له قوماندان غلام سخي سره وعده كړى نوته هغه پخواني كوركي اوسه، خومسعودبختور دوالي مشاورپه څپېړه وواهه اولت يي كړ اوبرعكس هم داغسي وسول، مرستيال والي دنوروپوليسوپه واسطه له كوره څخه وايستل سوچي دغه موضوع هم دوالي اومرستيال ترمنځ دسخت اختلاف وړ وګرځيده.
څه موده مخكي هلمندوالي كابل ته ددې لپاره تللى وو چي دمسعودخان بختورپه اړه شكايت وكړي خودې شكايت يوازي مسعود خان لاهم ژمن كړ اوبس.
دكور پرسركومه موضوع چي پېښه سوې وه، والي دسيمه ايزوارګانونو رئيس ته په ټيلفوني اړيكه كي وويل چي يا ما ليري كړه اوياهم خپله وراره مسعودخان بختور، ځكه نور نوژوندسخت سوى اوكارنكيږي خوله كومه ځايه چي زه پوهيږم اومعلوم لرم، والي داسي يوشخص نه دى چي له وظيفي دي تيرسي، هغه هرڅه مني خو دولايت دچوكئ دلاسه وركول ورته دمنلو نه دى.
كه هلمندولايت په اور هم سوځيږي خونعيم خان به ترهغه دا اور مړنكړي چي دخپلي چوكى دشته والي ضامن يي نه وي پيداكړى.
Rahim.khoshbin@gmail.com