
څو ورځې وړاندې د ښکلو داستانونو د ليکوال نصيراحمد احمدي شعبې ته د راډيويې خپرونې د اصلاح شوي متن د اخيستلو لپاره ورغلم. تر روغبړ او پوښتنې وروسته مې د راډيويي خپرونو د متنونو تر څنګ اېښي کتاب ته پام شو. په پوښتۍ يې اغزن سيم ليکلي وو، د چاپ مبارکي مې ورته وويله، په مننه يې ځواب راکړ. په خيال کې مې لويې سيميټي خښتې او د اوسپنيزو جاليو تر منځ د خړو خاورو سورور دېوالونه راغلل، تر اغزنو سيمانو لاندې مې د دنګو نظامي ودانيو لوړ دېوالونه سترګو ته نېغ ودرېدل. پوښتنې راته پيداشوې، له احمدي مې يو ټوک اغزن سيم وغوښت. په شونډو يې د خندا رنګينه څپه تېره شوه. د کتا ب په پوښتۍ يې د نورو چاپ شوو اثارو انځورونو ته وکتل. پوښتنه يې وکړه، زما نور کتابونه دې هم لوستي؟ د څو کتابو نومونه مې واخيستل، دا مې لوستي. د مېز شاته يې لاس ور وغځاوه، په کتا ب يې څه وليکل، د خپرونې له متن او کتاب سره له شعبې راووتم.
په ماشومتوب کې به مې ماما ګانو د خپلو سفرونو په اړه د باندنيو هېوادونو کيسې راته کولې، ما به هم په خوند غوږ نيولی ؤ. له هغه وخته مې د لنډو کيسو، داستانونو او ناولونو له لوستلو سره د زړه له تله مينه لرله. ځينې وختونه به د ليکنو په لوستلو کې له ستونزو سره مخ کېدم، موضوع به رانه ګډه وډه ياهېره شوه. يو لامل يې زما په نظر يو ډول يا يو بل ته ورته ليکلې کليمې او جملې وې. خو د اغزن سيم توري، کليمې، جملې او د پاراګرافونو جوړښتونه يو د بل په څېر نه وو، ژبه يې ډېره خوږه وه، الفاظ يې ډېر ساده او روان ؤ، د کرېکټرونو (لوبغاړو) تر منځ د ډيالوګونو (مکالمو) ډېرې جملې له ترخو او خوږو طنزونو ډکې وې. د بېلګې په توګه: د کتاب په دېرشمه پاڼه کې د کابل پوهنتون په ښکلې فضا کې د شنو ونو لاندې مريم وحېد ته د درس د نوټونو د کتابچو ورکولو په وخت کې وايي: مننه وروره! وحيد د مننې په ترڅ کې په ملنډو او خندا ځواب ورکوي، زه څلور خويندې لرم، د دې جملې ډيالوګ مې يې په غوږونو ښه ولګېد، ورسره ومې خندل، خوند مې ترې واخيست. داسې جادوګرې جملې هم وې، چې په يو شمېر ليکنو کې مې کمې تر سترګو شوې وې. لکه ژوندۍ صحنې داسې وې، ګويا تصويرونه يې لرل، په يوه برخه کې افغانه ماشومه زېبا مريم ته په ايران کې د خپلې مور کيسه کوي: چې علي رضا په زور جنسي تېری ورباندې کوي، په سلم مخ کې د يوه بل پاراګراپ څو لنډې جملې، داسې دي:
هڅه مې کوله چې باڼه سره جلا کړم، نه کېده، په سترګو مې زور راووست، څو پياوړو کسانو له ځمکې پلاستيکي خلطه پورته کوله، له خلطې زما د مور سپين لاس راوتلی و. زېبا غلې شوه.
د کتاب په يوسل او څلورم مخ کې څو جملې په ويلو کې ډېرې خوږې او له مينې ډکې دي. خو مفهوم يې ډېر تريخ دی، زړونه رېبي، او په دماغ کې زهر شيندي، د ساري په ډول:
را ياده يې کړه، د پلار په اړه مې پوهېږي، خوشحاله شوم، خو ده اول مچه غوښته، څه پروايې کوله، مور او پلار ډېره ښکل کړې وم، خو د ده مچه بل رنګ وه، زما ټوله خوله يې رالنده کړه.
په دې جملو کې ډېر اثر د کرېکټر (لوبغاړي) خواصو کړی دی، يوه بېوزله مسافره يتيمه کوچنۍ ماشومه چې له هر هېواد او مذهب سره تړلې وي، دا خبرې اورېدل يې د هر چا زړه خوري. دې خوږو جملو ډېر وژړولم. له دې سره مې هغه دوستان هم له ډېرو کلونو وروسته تر سترګو تېر شول، چې زما په فکر به د يونان په لارو کې د سمندر ماهيانو خوړلي وي.
انسانان په هغه څه پسې ډېره هڅه کوي چې ژوند يې ورسره تړلی وي، ليکوال د اغزن سيم ليکنې لپاره ښه موضوع غوره کړې ده. په زړه مې راپرېوته، مهاجرتونه او مسافرۍ د هر انسان په ژوند پورې اړه لري. ليکوال موضوع په ذهن کې ښه پخه کړې، او د زړه له تله يې کار ور باندې کړی. د ناول سټوري لاين يا د کيسې خط په ښه ډول پر مخ بېول شوی، هره پېښه له پوره منطق سره په خپل ځای او وخت کې په مناسب ډول راوړل شوې ده، دا دې غوره ليکنو لويه پانګه ده. په جملوکې تصويرونه ډېر متحرک او ژور دي، خاصه ښکلا لري، د بېلګې په ډول، له سرو شونډو وتلي ګشنيز، د پېغلې ګڼ او پېچلي وېښتان چې ږمنځ ورکې بندېږي، په غټو تورو سترګو کې د ډنډو اوښکو هېريدل، په ليکنه کې هغه تصويرونه وو، چې له ماسره يې خبرې وکړې. په ناول کې مې يوه ډېر نوي څه ته پام شو ساده بېلګه يې داسې ده: کله چې مريم د ايران اصفهان ته رسېږي، د تيلو د ټانګ شاته په يوه واړه انګړ کې د شپې لپاره پاتې کېږي، مريم وايې: چمن خوند کاوه، سړه هوا لګېده، د لندو خاورو بوی ته مې په ذهن کې د وحيد څېره راګرځېدله، په اصفهان کې د تېلو د پمپ لندې خاورې يې د کابل پوهنتون د شنه چمن له لندو خاورو سره په ډېره نادره تشبيه کې راوړې. او د دواړو تر منځ قرينه يې له وحيد او وطن سره مينه ښودل شوې ده. همدا ډول تشبيهات لوستونکي ژور فکر ته مجبوروي، ما چې د دې منطق په بشپړ تسلسل کې نغښتی تخيل وليد، ډېر مې خوښ شو.
مهمه خولا داده چې: ډېر ژورناليستان او ليکوال د غږيزو، برېښنايې، چاپي او تصويري رسنيو له لارې د غيرقانوني مهاجرتونو د ستونزو په اړه خبرونه او مالومات خپروي. خو د اغزن سيم په ناول کې ليکوال د هغو جرمونو له مخ نه پردې پورته کړې دي، چې ما ته د کمرو او مايکروفونونو له وسې وتلی کار ښکاري. که کوم لاس ورته ورسېږي، څوک داسې منګولې نشي ترې ډکولای لکه په اغزن سيم کې چې احمدي ترې خپل لاسونه ډک کړي. د اغزن سيم په خندوونکو او ژړونکو صحنو کې مې د ژوند ډېر بېلابېل رنګونه وليدل. په پای کې د ليکوال د زرين قلم ګلورينو ګوتو ته د ستر څښتن له دربار نه غښتلی ځواک او په عمرکې يې لوی برکت غواړم، او تخيل ته يې د الهامونو افرين ډالۍ کوم.
محمد عارف رحيمي/ کابل