
تــه لمـــر يې ستـــا په ﻻس کــې د رنګـــونو خــزانه
راځـــي بـــه يــاره ســــتا تـــــــر قــــدمـــونو زمــانه
زمـــــا ســـترګې خــو ﻻرې بس د هر ښکلي صــنم دي
زمــا لــــه زړه نــــه جـــــــوړه ده حــــــسينه بتخانه
اوس پوه شوم چې يم څومره دهــجران سيلۍ ځپلی
لـيدو کـــې يــــــې لــــه شونډو نه ستنه شوه بـهانه
راځـي دلـــته ډير ښکلي تـــرينه غواړي تصويرونه
ورنــلري اشـــــنا زمـــــــا د خـــــــيال نـــــــګار خـانه
وې ډيـرې ژبـــــــې ډيــــــر لفظونه ډيرې معناګانې
زمـــا پــــر ژبـــه تــــــل وه ستــــــا د مـــــينې تـرانه