زمـــــــونږ مخــــې ته ټولې مرحلې په اور پرتې دي
لوټ شوې ماتــــــې ګوډې قافلې په اور پرتې دي
چـــــې نه راځــــي نظر ته پکــــــې سوي دي ﻻسونه
يــــــــواځې د فـــــــــوﻻدو زولنې په اور پرتــــې دي
غــــــــوږ شته داسې چې ويې لري توان د اوريدلو
زمـــــونږ له زړونو وتــــې ترانــــې په اور پرتې دي
له لــــــوږې يې تړلـــې دي په ګيډو پــــــورې تيږې
دداسې خــــــوارو خلکـــو خزانـې په اور پرتې دي
زمونـږوجود دخاورې دی زمونږ مـکان د اور دی
زمـــــونږ د تقديــرونو زمانــــې په اور پرتـــــې دي
وروستي