مــــا په دې تــــورتم کـــــې د جـــلوو مينه پاللې ده
مــــا خو د خپل حس په سرو لمـــبو مينه پاللې ده
داميخورې سترګې پکې شين خماراوشين خرام
تــــــل مـــــې د ښايست په پـــــيمانو مينه پاللې ده
دې کـــــــې نو زمــــــــا د نفس ګنا او خطا کومه ده ؟
مـــــــــا چـــــــــې د تــــــقدير د زولــنو مينه پاللې ده
نــــــــه يې بــــــــولم پــــــــيټی په ژړا ژړا يې نه وړمه
تــــــل مــــــــې په ســــــندرو په ټـــــپو مينه پاللې ده
ووايه چــــــې ستا د ښکلو زلفو شپه به چيرې وي؟
مــــــــا پــــــدغـــــه خيال د ډېرو شپو مينه پاللې ده
ســـــــتا يوه موسکا په زمـــــانه کـــې رانه ورکه ده
مــــــــا يې ډيــــــره ،ډيــــره په سلګو مينه پاللې ده
وروستي